تاند- د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي او حکومت وايي چې په کندهار ولایت کې د ولسي جرګې د ۱۱ چوکیو لپاره انتخابات ښه ترسره شول.
د دوی په وینا د کندهار په انتخاباتو کې هغه ستونزې ډېرې نه وې چې د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د افغانستان د ۳۲ نورو ولایتونو د ولسي جرګې په انتخاباتو کې ولیدل شوې.
راپورونه وايي چې د کندهار د انتخاباتو د امنیت لپاره نژدې ۱۵ زره امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي ول او نن د سختو امنیتي تدابیرو له کبله د کومې پېښې راپور نه دی ورکړای شوی.
د نارینه پولیسو ترڅنګ د ښځینه رای ورکوونکو د مرکزونو لپاره ۲۶۰ ښځینه پولیسو د امنیت په ساتنه کې فعاله ونډه واخیسته.
په ولسي جرګې کې د کندهار د ۱۱ چوکیو لپاره ۱۱۱ تنو ځانونه کاندید کړي وو چې ۱۲ تنه یې ښځې وې.
نن په کندهار کې د رای ورکولو ۱۷۳ مرکزونه پرانیستي وو. په دې ولایت کې تر ۵ لکه ۲۲ زره زیاتو رای ورکوونکو نومونه ثبت کړي وو.
سره له دې چې طالبانو له خلکو غوښتي وو چې په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي خو د کندهار له بېلابېلو برخو څخه ورکړای شوي راپورونه ښيي چې ډېرو خلکو خپلې رایې استعمال کړې.
په کندهار کې د ولسي جرګې د ۱۱ چوکیو لپاره انتخابات روان دي
تاند- په کندهار ولایت کې د ۱۱۲ کاندیدانو له منځه د ولسي جرګې د ۱۱ استازو د ټاکلو لپاره د رای ورکولو پروسه نن سهار ۷ بجې پیل شوه.
د رای ورکولو په مرکزونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه د توقع خلاف ډېره ده. ځینې خلک شکایت کوي چې د رای ورکولو بهیر ورو پرمخ ځي، د انتخاباتو کارکوونکي په لیستونو کې د رای ورکوونکو نومونه ژر نه شي موندلی او له دې کبله هم بیروبار زیات شوی او ځینې خلک مایوسه شوي دي.
خو ځینې نور رای ورکوونکي د رای ورکولو له بهیره رضایت ښيي او وايي چې هر څه په سم ډول پرمخ روان دي.
ښاریان تر دې دمه له امنیتي وضعیته خوشاله دي او وايي چې کومه پېښه نه ده شوې او هیله لري چې ټوله ورځ به بې مصیبته تېره شي.
له کندهار څخه ولسي جرګې ته دا کسان کاندید دي: