خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-١۲-۵

کندهار، افغانستان- په غونډه کي چي مشري يې د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا کوله د ښوونيز بهير پر پياوړتيا او د يو لړ ستونزو پر هواري بحث وسو.

په دې غونډه کي چي د دوشنبې په ورځ ماځيګر مهال په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، د ولايتي شورا رئيس سيدجان خاکرېزوال، د ولسي جرګې غړي ملاسيد محمد اخند، د پوهني رئيس عبدالقادر پيوستون، ملي تجارانو، د ښوونځيو امرينو او ګڼ شمېر استادانو ګډون کړی وو.

د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا لومړی د ښوونکي پر ارزښت رڼا واچوله او ويې ويل همدا ښوونکي دي چي د هيواد نوی نسل دعلم په ګاڼه سمبال ټولني ته دخدمت په موخه وړاندي کوي. ښاغلي ويسا وويل په افغانستان کي دېرش کلني جګړې د هري برخي ترڅنګ ښوونيز بهير ته سخت زيان رسولی، چي امله يې د دغي سيمي زيات ځوانان دزده کړو څخه بې برخي پاته سوي دي.

د کندهار سرپرست والي همداراز وويل د خپل ماموريت پر مهال يې دکندهار پوهنيز بهير ته زياته توجه وکړي او ترډېره يې هغه ستونزي حل سوي دي. د ښاغلي ويسا په خبره د افغانستان اسلامي جمهوريت او کندهار ولايتي اداره دې ته ژمنه ده چي نور هم په دغه برخه کي کار وکړي، تر څو د پوهنيز بهير دلاپرمختګ لپاره مو تر دې هم ښه کار کړی وي.

ښاغلي ويسا د ټولو ښوونکو څخه وغوښتل چي نور هم زده کوونکي دې ته تشويق کړي چي درسونو ته مخه کړي او هر وخت د زده کوونکو د والدينو سره په تماس کي واوسي.

وروسته د پوهني رئيس انجينر عبدالقادر پيوستون هم د پوهني رياست اړوند د هغو ښوونځيو چي دامهال يې دروازې دزده کوونکو پرمخ پرانيستي دي، په اړه د غونډي ګډونوالو ته معلومات وړاندي کړل .ده وويل ، تردې مهاله په کندهار ولايت او ولسواليو کښي د ۴۵۳ ښوونځيو له جملې څخه ۳۰۲ ښوونځۍ فعاله دي ، چي پکښي ۱۵۳۹۲۶ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي .ښاغلي پيوستون وويل ، دکندهار ولايت مقام ، ولايتي شورا اوخلګو په همکارۍ به کوښښ وکړي ، چي پاته بند ښونځي هم بير ته د زده کوونکو پرمخ پرانيزي .د پوهني رئيس همداراز دنوو پلانونو او دښونيز بهير په وړاندي  د پرتو خنډونو په اړه هم دکندهار سرپرست والي او مجلس ګډونوالو ته معلومات وړاندي کړه او زياته يې کړه ، چي پلان لري ، څو دپوهني وزارت اولايت مقام په همکارۍ په نوي

۱۳۹۴ کال کښي دزده کوونکو لپاره د زده کړو ۲۰۰ ټولګي او د ۲۲ ښونځيو چار ديوالي جوړکړي . دپوهني رئيس دخبرو پرمهال دولايتي ادارې څخه هرڅه ژر په شل بابه ښونځيوکښي ، چي  اوس مهال دپاکو اوبو دنشتوالي سره مخ دي دپاکو اوبو دبرابرولو غوښتنه وکړه .وروسته په ولسي جرګه کي دکندهار دخلګو استازي ملاسيد محمد اخند او دولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال دخپلو خبرو پرمهال دښوونيز ډګر دلاپرمختک په برخه کي دخپله اړخه دهررنګه مرستو ډاډ دغونډو ګډوالوته ور کړ او وويل ، چي دې برخي ته به ځانګړې پاملرنه کوي .د ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال زياته کړه ، چي د پوهني د بهير دلاپياوړتيا او دپوهني رياست اړوند د ستونزو سپړلو او هغوئ ته دحل لاري پيداکولو په موخه به خپلي هڅي زياتي کړي ، څو دکندهار پوهنيز بهير تر دې هم پياوړی سوی وي .وروسته دملي سوداګرو په استازيتوب حاجي محمد صديق مهمند دغونډي ګډون والوته خبري وکړې .ده وويل کندهار کي مېشت سوداګرو همېشه دپوهني په برخه کښي مرستي کړي او نوربه هم ژمن پاته سي ، چي په دې برخه کښي مرستي ترسره کړي .ښاغلي مهمند دهغو شل بابه ښونځيو ، چي دامهال دپاکو اوبو دنشتون سره مخ دي ، پکښي دپاکو اوبو دبرابرولو ډاډ څرګند کړ او زياته يې کړه ، چي په راتلونکو څو ورځو کښي به دلته مېشت ملي سوداګر نوموړو ښونځيو ته دپاکو اوبو ځايونه جوړ کړي .د ښآغلي مهمند دغه نېک اقدام د کندهار والي او دغونډي دټولو ګډونوالو له خوا وستايل سو .وروسته دغونډي نورو ګډونوالو هم دښوونيز بهير دپرمختګ په برخه کي خپل نظرونه غونډي ته وړاندي کړه او پرمهال يې لازم تصاميم ونيول سوه.

د غونډي په وروستيو شېبو کي د يو شمېر لېسو امرينو او ښوونکو ته چي د خپلي دندي او د وطن د نوي نسل د ښه روزلو لپاره يې زياتي هڅي کړي، د کندهار د والي او پوهني رياست له خوا په تقديرنامو او ستاينليکونو سره ونازول سول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *