خبرپاڼه

کندهار افغانستان –  کندهار نن په کندهار ولایت کي د همدې ولایت د والي او د عامي روغتیا د ریاست د یو شمېر صحي کارکوونکو لخوا ماشومانو ته د واکسین د څاڅکو په ورکولو سره د واکسین درې ورځنۍ کمپاین افتتاح سو.

د پولیو د مخنیوي دغه کمپاین به د سبا څخه پیل سي او د دریو ورځو لپاره به ټول هغه ساحې او د پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان چي د واکسین له څاڅکو څخه بې برخي پاتي ول واکسین سي.

کندهار والي پوهاند ډاکټر توریالی ویسا ماشومانو ته د واکسین د څاڅکو ورکولو پر مهال خبریالانو ته په خبرو کي وویل چي دغه کمپاین به د کندهار ښار او ولسوالیو تر څنګ د هملند په یو شمېر ولسوالیو کي هم ترسره سي او پر مهال به یې زیات شمېر ماشومان واکسین سي.

هغه دغه راز د واکسین د کمپاین د کارکوونکو د هڅو او ددوی سره  د ټولو کورنیو د مسئولینو د ښې همکاری څخه مننه وکړه  او زیاته یې کړه چي دا د کندهار لپاره د ویاړ ځای دی چي د ګوزڼ هیڅ پیښه پکښي نسته.

د ښاغلي ویسا په خبره چي میندي، پلرونه او د کورنیو نور غړي باید یوازي د ګوزڼ یا فلج د مخنیوي په برخه کي د واکسین په دوو څاڅکو بسنه ونه کړي بلکي خپل ماشومان نژدې صحي مراکزو ته بوځي  او هغوۍ ته د ژیړي، شري، سینه بغل ، تبرکلوزو او نورو ناروغیو واکسین ورکړي تر څو ماشومان یې د ښه صحت خاوندان و اوسي.

دغه راز صحي کارکوونکو هم په کندهار ولایت کي د دغه مضري ناروغی د مخنیوي په برخه کي د خلکو کوښښونه او همکاریو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چي کندهار د افغانستنان یو د هغو ولایتونو څخه دی چي په لنډ وخت کي یې د ګوزڼ د پیښو مخنیوی وکړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *