تاند (سې شنبه، د حمل ۲۶) په کندهار کې پرون د کوروناوایرس ۲۸ مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې ولایت کې د خطر یو زنګ و. له همدې کبله د کندهار چارواکو سر له نن څخه په خپل ولایت کې د قرنطين او ګرځبندیز پریکړه سل په سلو کې عملي کوي.

د کندهار د والي ویندوی احمد بهیر احمدي پرون (دوشنبه) رسنیو ته وویل، د کورونا وایرس د مخنیوي ولایتي کمیټې پرېکړه کړې چې سر له سې شنبې (نن) به قرنطین او ګرځبندیز سل په سلو کې عملي کوي.

د احمدي په وینا له روغتيايي مرکزونو، درملتونونو او نانوايانو پرته هيڅ کاروبار ته اجازه نشته چې د ورځې له لوري فعالیت وکړي.

ده زیاته کړه، د نورو ټولو اصنافو کاروباریان د شپې له دولس بجو څخه د سهار تر شپږو بجو پوري خپلو کارونو ته ادامه ورکولای شي.

له هرات او کابله وروسته تراوسه پورې په کندهار کې د کورونا تر ټولو زیاتې پېښې ثبت شوي دي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو پر اساس په دغه ولایت کې د دوشنبې په ورځ د ۲۸ نویو پېښو له ثبتولو وروسته په دې ولایت کې په کورونا د اخته کسانو شمیر ۷۵ ته لوړ شو.

دا په داسې حال کې ده چې ګومان کېږي ډېرو نورو، چې خفیفه کورونا به لري، ښايي روغتیايي مرکزونو ته مراجعه نه وي کړې مګر هغوی هم نورو خلکو ته کورونا لېږدولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *