کندهار افغانستان – په کندهار کي له دوه زره، دوه سوه دېرش ځوانانو څخه چي درې سوه تنې پکي نجوني وې، د کانکور ازموينه په ډېر شفاف او سم ډول واخيستل سوه.
نن د يکشبنې په ورځ د کندهار ولايت له ٢٢٣٠ تنو نارينه او ښځينه زده کونکو څخه د کانکور ازموينه په داسي حال کي واخيستل سوه چي د کندهار والي، ولايتي شورا رئيس، د يو شمير دولتي ادارو غړو، د پوهنتون مشرتابه او د لوړو زده کړو وزارت مرستيال هم پکي حضور درلود .
د ازمويني د سوالونو او د ګډون کوونکو د فورمونو بکس د يوه هيئت په مخکي پرانيستل سو او د کانکور د ازمويني د اخيستلو د کمېټې له لوري هر موظف استاد ته د خپل صنف د شاګردانو فورمونه ورکول سول او وروسته سوالونه په يوه شفافه او اصولي مرحله کي توزيع سول.
ازموينه د سهار پر لس بجي پيل سوه او درې ساعته يې دوام وکړ.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وويل، د دې پروسې د شفافيت لپاره زياتي هلي ځلي تر سره سوي دي او زياتوي :” دا دی وينو چي پروسه يې په ډېر شفاف او خورا سم ډول تر سره کېږي”.
کندهار والي د کندهار پوهنتون علمي چاري د تېرو کلونو په پرتله بريالۍ وبللې او يادونه يې وکړه چي د لوړو زده کړو په برخه کي د پام وړ پرمختګ تر سترګو کېږي چي لامل يې په سيمه کي د امنيت ثبات او له زدکړي سره د خلکو ليوالتيا ده، د نوموړي په خبره، همدا سبب دی چي ځوانان تر بل هر وخت اوسمهال لوړو زده کړو ته زياته لېوالتيا ښيي، خو يادونه يې وکړه چي د نورو ولايتونو په پرتله په کندهار کي د کانکور لپاره د ازمويني ورکوونکو کسانو شمېر کم دی.
کندهار والي کندهاري ځوانانو ته سپارښتنه وکړه چي اوسمهال په کندهار کي د ټولو پوهنځيو فارغينو ته سخته اړتيا ليدل کېږي، نو له همدې کبله بايد دوی له خپلي خوښي او سويې سره سم پوهنځی انتخاب کړي، د کندهار والي په خبره اوسمهال د يو شمېر شاګردانو د ناکامۍ علت همدا دی چي دوی له خپلي سويې سره سم پوهنځی نه انتخابوي.
کندهار والي د خصوصي پوهنتونونو د کيفيت په اړه نيوکه وکړه چي په ډېره لنډه موده کي زيات شمېر شخصي پوهنتونونه پرانيستل سول خو فکر کېږي چي د لوړو زده کړو وزارت يې يوازي کميت ته پاملرنه کوي کيفيت ته يې پاملرنه نه ده سوې، دی زياتوي که چيري د شخصي پوهنتونونو کيفيت ته پاملرنه ونه سي په خبره يې په پوره ډاډ ويل کېدای سي چي له يادو پوهنتونو څخه د فارغ سوي کسان به اسناد په لاس کي ولري خو سويه به يې ډېره ټيټه او ان له بې سواده کسانو سره برابره وي.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستيال پوهنوال ګل حسن وليزی چي کندهار ته يې د کانکور د ازمويني د پروسي د ارزوني په موخه سفر کړی و، وويل دوی په دې وروستيو کې د شخصي پوهنتونو د پرانيستلو او څېړلو لپاره يوه لايحه جوړه کړې چي شرايط يې د مخکنيو په پرتله زيات دقيق او اصولي دي، چې له کبله به يې نوي پرانيستونکي پوهنتونه په دقيق ډول څېړل کېږي او له لايحې سره سم به ټول اسناد او شرايط پوره کوي.
هغه د کندهار پوهنتون په انګړ کي د نويو جوړو سويو ودانيو، د پوهنتون د نوي ودانۍ او همداراز د افغانستان په کچه په کندهار ولايت کي د کرهڼي پوهنتون جوړېدل د کندهار لپاره وياړ وباله.
د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت مالي او اداري مرستيال وويل، کندهار چي يووخت د بې امنه ولايت په توګه پېژندل کېده، له ښه مرغه اوسمهال د زدکړي او تعلم په برخه کي مخ په وده روان دی او تمه کېږي چي په ډېر لږ وخت کي به کندهاري ځوانان د علم او پوهي په مرسته هيواد او ځانونه ډېرو لوړو مقامونه ته ورسوي.
وليزی زياتوي چي سږ کال د ټول هيواد په کچه نږدې دوه سوه زره کسانو د کانکور د ازمويني لپاره کارتونه تر لاسه کړي دي.
د کندهار د ولايتي شورا رئيس حاجي سيد جان خاکرېزوال وويل، افغانان او په تېره د کندهار خلک زيات ځورېدلی او کړېدلی ولس دی بايد د علم او پوهي په برخه کي زياته مرسته او همکاري ورسره وسي.
تېر کال د کانکور په ازموينه کي د ګډون کولو په موخه ١٨٥٠ تنو نوم ليکنه کړې وه خو او په ازموينه کي ١٨٠٠ تنو برخه واخيسته چي ٢٠٠ يې نجوني او٥٠ تنه يې غير حاضير وه.