تاند- په کندهار کې یوه نیول شوي ځانمرګي وویل چې ځانوژونکو ته تر حملې مخکې یو ډول پیچکاري ورکول کېږي.
د اروزګان اوسېدونکي رحمت الله، چې په پاکستان کې اوسېده، وايي چې تر ځانمرګي برید وړاندې یو ډول پیچکاري ورکړل شوې وه.
نوموړی څو ورځې مخکې په کندهار کې د ملي امنیت د ځواکونو له خوا ونیول شو. د ملي امنیت د چارواکو په وینا رحمت الله غوښتل د کندهار د ولایت پر مقام ځانمرګی برید وکړي.
رحمت الله ویلي چې له پیچکاري وروسته یې وېره له سره ووتله او ځانمرګي برید ته یې لېوالتیا زیاتېده.
تر دې مخکې هم ځینو افغان او پاکستاني چارواکو ویلي و چې ځانمرګو ته تر برید وړاندې یو ډول مخدر مواد پیچکاري کېږي څو له مرګه ونه بېرېږي.
د رحمت الله خبرې واورئ: