تاند- راپورونه وايي چې افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو پر دیورند کرښه د ازغن سیم د نصبولو پر سر نښته کړې ده.

له سپین بولدک څخه د رارسېدلیو راپورونو له مخې، په په ښورابک ولسوالي کې افغان سرحدي پولیسو او د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق تایید کړه چې د دواړو خواوو ترمنځ (د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې) جګړه روانه ده.

قوماندان عبدالرازق وايي چې جګړه د کندهار ولایت د ښورابک ولسوالي په سرو سهانو سیمه کې نښتې ده.

پاکستان تېر کال د ډیورند کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو د قومونو د بېلولو لپاره د کټارو او ازغن سیم د درولو کار پیل کړ، په ډېرو سیمو کې یې خپل پلان عملی کړ خو په ځینو برخو کې پر دیورند کرښه د پرتو قومونو له مقاومت سره مخامخ شو.

تراوسه پورې د دې مسلې پر سر د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ هم په ځلونو نښتې شوي دي.

په ځینو سیمو کې پاکستان خپلې پوستې او ازغن سیم تر صفري نقطې دې خوا د افغانستان په خاوره کې تېر کړی دی.

له بلې خوا ځینې راپورونه وايي چې افغان طالبانو د هلمند ولایت په دیشو ولسوالي کې د پاکستان له لوري پر ډیورنډ کرښه د ازغن سیم د تېرولو مخه نیولې ده.

راپورونه وايي چې طالبانو پاکستاني ټېکه دارانو ته ویلي چې په دې سیمه کې ازغن سیم یا کټاره نصب نه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *