تاند- د سړک د غاړې یوې چاودنې، چې نن په کندهار ولایت کې د ملکي خلکو د موټر په لاره کې وشوه، لږترلږه ۸ تنه ووژل شول.
دا چاودنه په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د شمېر د زیاتېدا په اړه د ملګروملتو د راپور له خپرېدو یوازې څو ورځې وروسته وشوه.
رايورونه وايي چې د سپرلیو موټر له پنجوايي ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته روان و چې په لاره کې یې د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري اېښودل شوی ماین وچاودېده.
د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاقزي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«نن سهار د سړک د غاړې بم د یوه موټر په لاره کې وچاودېده، د څلورو ښځو په شمول یې ۸ تنه ووژل.»
اسحاقزي وویل چې په پېښه کې دوه تنه ماشومان سخت ژوبل شوي دي.
له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې درست قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې وسله وال ترهګر د مخامخ جنګ زړه نه لري ځکه په لارو کې بمونه ږدي او بېګناه ښځې او ماشومان وژني.
طالبان عموماً د دې ډول بریدونو په اړه څه نه وايي.
د کندهار له پېښې جلا نن په جلال اباد ښار کې په یوه چاودنه کې یو پولیس او یو ملکي ووژل شول.
د ملګروملتو له وروستي راپور سره سم، چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړ، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله په افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمېر په سلو کې ۲۴ زیات شوی دی.
له راپور سره سم د روان ۲۰۱۴ کال په تېرو ۶ میاشتو کې ۴۸۵۳ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي. اکثره د کندهار د نننۍ حملې په شان چاودنو کې وژل شوي دي.