تاند- په کندهار کې چارواکي وايي، یو ایرانی یې د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویندوی ضیا دراني نن /سې شنبه/ وویل، دا ایرانی د کندهار ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې نیول شوی دی.

د دراني په وینا دغه کس د ایران په زاهدان ښار کې له طالبانو سره بلد شوی؛ له هغوی سره یې له اوږدې مودې راهیسې تماسونه لرلي او وروسته د طالبانو له لوري په قاچاقي ډول د هرات له لارې افغانستان ته راغلی دی.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویندوی وايي چې نیول شوي ایراني په خپلو اعترافونو کې ویلي چې دنده یې لرله چې د دولتي ادارو عکسونه او نقشې چمتو کړي او د دولت وسله والو مخالفانو ته یې د حملو لپاره ورکړي.

د ښاغلي دراني له څرګندونو داسي ښکاري چې نیول شوی کس په مستقیم ډول د ایران د حکومت له لوري افغانستان ته نه وي راستول شوی.

وسله وال طالبان د زاهدان په شمول د ایران په سرحدي ښارونو کې مرکزونه، دفترونه او کورونه لري.

ضیا دراني، د نیول شوي کس نوم یاد نه کړ خو ویې ویل چې دوسیه یې څارنوالۍ ته سپارل شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *