تاند- په کندهار کې چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو نن یوولس ځانمرګي وروسته له دې ووژل چې د خلکو له ملکیتونو څخه یې پر دولتي تاسیساتو بریدونه وکړل.

د کندهار د چارواکو په وینا شاوخوا ۱۱ نیمې بجې یو شمېر ځانمرګو د والي دفتر ته نژدې یوه رستوران ته ننوته او له هماغه ځایه یې ډزې پیل کړې.

د ترهګرو بله ډله یوه تجارتي مارکېټ ته ننوته او پر امنیه قومنداني یې حمله پیل کړه.

د کندهار د والي د ویندوی دواخان مینه پال په وینا جګړه وروسته له دې پیل شوه چې لومړی دوو ځانمرګو د کندهار د پولیسو مرکز ته نژدې موټربمي چاودنه وکړه.

ده وویل:«ورپسې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترهګرو ترمنځ په مارکېټ کې نښته پیل شوه. څو شېبې وروسته د پولیسو مرکز ته نژدې د چاودنو ږغونه واورېدل شول.»

وژل شوي ترهګر پر سړک پراته دي
وژل شوي ترهګر پر سړک پراته دي

د ښاغلي مینه پال په وینا په دې جګړه کې ۱۱ حمله کوونکي ترهکر د افغان امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول.

د کندهار د والي ویاند او د اطلاعاتو او کلتور رييس همداراز وویل چې د ترهګر په دې برید کې ۱۰ ملکیان ژوبل شوي، څلور وژل شوي، همداراز ۲ پولیس وژل شوي او ۲ نور ژوبل دي.

شاهدان وايي چې لا هم خال خال ډزې اورېدل کېږي.

په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما له تازه راپور سره سم د جنورۍ له لومړۍ د جون تر پایه ټولټال ۱۵۶۴ ملکیان وژل شوي او ۳۲۸۹ ټپیان شوي دي.

 

0 thoughts on “په کندهار کې ۱۱ ځانمرګي ووژل شول”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *