تاند- په کندهار ښار کې دوې پر له پسې چاودنې وشوې او د لومړنیو راپورونو له مخې، لږترلږه یو تن پکې وژل شوی او ۱۲ نور ژوبل دي.

د راپورونو له مخې، دا چاودنې د شپې په ۸ بجې او ۲۰ دقیقې وشوې.

که څه هم د چاودنو د څرنګوالي په اړه تردې دمه څه نه دي ویل شوي خو داسي ښکاري چې اصلي هدف یې پولیس ول.

دا چاودنې وروسته له دې کېږي چې د کندهار پولیسو اعلان وکړ چې په خپل ښار کې یې یو ایرانی جاسوس نیولی دی.

یوې سرچینې تاند ته وویل چې د چاودنو هدف په مدد چوک کې د امنیتي ځواکونو پوسته وه.

تراوسه پورې د دولت کومې وسله والې ډلې د دې بریدونو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

کندهار، چې یو وخت د زرګونو بهرنیو پوځیانو له شتون سره سره د افغانستان یو تر ټولو نارامه ولایت و، په وروستیو څلور کلونو کې د افغانستان پر نبستاً ارام ولایت بدل شوی دی.

ډېری خلک د کندهار په امنیت کې د امنیه قوماندان جنرال رازق رول تاییدوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *