تاند- د ځینو راپورونو له مخې په کندهار کې دوو پولیسو پر نورو پولیسو ډزې کړي او لږترلږه اووه تنه یې وژلي دي.

د کندهار امنیتي چارواکو پېښه تایید کړه، ویې ویل چې د دغو دوو پولیسو په ډزو قومندان هم وژل شوی دی. دوی د ټولو وژل شویو کسانو د شمېر په اړه څه ونه ویل خو د کندهار د امنیې قومندانۍ ویندوی ضیا دراني وویل چې په دې پېښه کې ۴ پولیس وژل شوي دي.

نورې سرچینې د وژل شویو پولیسو شمېر ۷ تنه ښيي.

چارواکي شک لري چې حمله کوونکي پولیس به له طالبانو سره لاس ولري خو تراوسه پوري دا ادعا کره شوې نه ده او څېړنې دوام لري. طالبانو تراوسه پوري څه نه دي ویلي خو پخوا له دې ډول حملو وروسته طالبانو اکثره حمله کوونکي خپل کسان بللي دي.

تېره اوونۍ د کابل په هوايي ډګر کې یوه افغان سرتېري پر امریکايي روزونکو ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې ۳ امریکايي روزونکي ووژل شول او یو ټپي شو.

له پېښې یوه ورځ وروسته طالبانو وویل چې حمله کوونکی د دوی نفوذي کس و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *