تاند- څلور رومانیايي پوځیان نن /شنبه/ په کندهار کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې ژوبل شول.
(رومانیا جورنال) د رومانیا د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې ویلي چې د رومانیايي سرتېرو په لاره کې لومړی چاودنه وشوه، وروسته وسله والو طالبانو پرې ډزې وکړې.
د رومانیا د دفاع وزارت یوه ویندوی تورن اندرې وايي چې دا پېښه د سهار په ۱۰ بجې وشوه او په نتیجه کې یې څلور ټپي شوي رومانیايي پوځیان د کندهار په هوايي اډه کې روغتون ته یووړل شول.
ده همداراز ویلي چې د څلور واړو پوځیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
د دوو د پښو هډوکي ژوبل شوي او یو برسېرن ژوبل دی خو د یوه وضعیت په پیل کې ښه نه و.
د رومانیا ولسمشر کلاسو ایوهانیس له دې پېښې وروسته په یوه پیغام کې هغوی ته د روغتیا هیله کړې ده.
ده ویلي«زما ذهن په هغو رومانیايي پوځیانو کې دی چې نن په افغانستان کې ټپیان شوي. زه دوی ته د فوري روغتیا او قوت هیله کوم…»
امریکائي او کاناډائي او فرانسوی او جرمنی که زموږ په هیواد کی زخمی یا ووژل سی نو حد اقل پخپل هیواد کی ئې تداوی او قبر مُفت تر سره کیږی خو رومانیائي د ګُره زوی دلته په نس مزدور یانی توپکی مزدور دی که مړ سی څلوېښت کاله به په بې برقه یخچال کی پروت وی او که زخمی سی نو مجبور دی چي د تداوی مصرف هم په قِسط تادیه کی بناً د وسله والو مخالفینو څخه هیله کیږی چي دې د نس د مزدورانو سره سمه ګوزاره وکی
دلته په سویډن کی د ټولو مغازو دروازې د رومانیا ګدایانو په اِجاره اخیستی دی نو ځکه می د زړه سوی له مخی دا پیشنهاد! وړاندی! کړ