په کندهار کې یوې محکمې څلور افغان پولیس په اعدام محکوم کړل.

د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم ښاري محکمې نن دغو څلورو پولیسو ته د اعدام سزا واوروله په داسې حال کې چې د دوی یو بل ملګری یې په دوه کاله تنفیذی بند محکوم کړ او یوه بل تورن برائت تر لاسه کړ.

په دغو کسانو تور پورې شوی و چې دوه کاله مخکې یې د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې درې ملکیان د پیسو او موټرو په خاطر وژلي و.

که څه هم په سزا محکوم شویو کسانو خپل جرم نه مانه خو موظف څارنوال وویل چې دوی د تحقیق په جریان کې اعتراف کړی دی.

0 thoughts on “په کندهار کې ۴ پولیس په اعدام محکوم شول”
  1. محترم خارنوالي صاحب اعتراف د دوسي سند كرخيدلي نه شي كيدي شي دا اعتراف به زور ، شكنجه اخستل شوي وي د دوسي به خوا كي لازم دي جه معتبر إسناد او شهود مو جود أوسي،كور كور انه تصميم نيول به خبله جرم دي

ځواب دلته پرېږدئ