تاند- په کندهار کې د ۶۸ فابریکو د بېرته فعالېدو له کبله ۴۸۰۰ کارګرو ته یو وار بیا د کار لاره هواره شوه.

د کندهار چارواکي وايي، د ولایتي ادارې له لوري د دغه ولایت صنعتي پارک ته د سونګ موادو له برابرېدو وروسته ۶۸ فابریکې، چې کار یې په ټپه درېدلی و، بېرته فعالې او تولید یې پیل کړ.

د کندهار سرپرست والي عبدالحنان مُنیب وویل، د افغانستان برښنا شرکت صنعتي پارک ته ۶۶ زره لیتره تېل ورکړل.

ده همداراز وویل چې د افغانستان برښنا شرکت به د خلکو او صنعتي پارک د غوښتنې په ځواب کې د کال تر پایه څلور نیم ملیون لیتره تېل ورکړي.

د کندهار د برښنا شرکت رييس انجنیر سید رسول هم وویل چې د کندهار صنعتي پارک ته به په منظم ډول تېل ورسول شي څو بیا د دغه پارک د فابریکو کار پرچاو نه شي.

پرون /دوشنبه/ د افغانستان برښنا شرکت له یوې هندۍ کمپنۍ سره د غزني – کندهار لپاره د برښنا ۱۱۳ ملیون ډالري قرارداد لاسلیک کړ.

په پام کې ده چې غزني، زابل او کندهار ته د دې مزو په وسیله د ترکمنستان ۲۲۰ کیلوواټه برښنا ولېږدول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *