تاند- په کندهار کې نن /پنجشنبه/ سهار وختي ۷ تنه سیمه ییز پولیس د نورو پولیسو له لوري، چې ګومان کېږي نفوذي یا غدار پولیس ول، وژل شوي دي.

د کندهار د والي ویندوی صمیم خپلواک پېښه تایید کړه، ویې ویل، د قضیې د څېړلو لپاره یو پلاوی ګومارل شوی او سیمې ته استول شوی دی.

ده د دې پېښې د نورو جزییاتو په اړه څه ونه ویل.

خو راپورونه وايي چې دا پېښه په ارغنداب ولسوالي کې شوې ده او په ترڅ کې یې لږترلږه ۷ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

له بلې خوا وسله والو طالبانو د دې پېښې مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې سیمه ییز پولیس د دوی د نفوذي عناصرو له لوري وژل شوي دي.

نژدې یوه میاشت پخوا هم د کندهار او اروزګان ترمنځ په ورته حمله کې ۴ پولیس وژل شوي ول.

سره له دې چې په ډېرو سیمو کې خلک له سیمه ییزو پولیسو شکایت لري خو ویل کېږي چې په کندهار کې سیمه ییزو پولیسو د امنیت له ښه کېدو سره ډېره مرسته کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *