لومړۍ برخه

د بدلون کرښه

په کندهار کې ۸۸ ورځې (88Days To Kandahar) کتاب په ۲۰۰۱ م کال په اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان لپاره د سي آی اې مسوول او پر افغانستان د امریکا د برید پلانوونکي رابرټ ایل ګرینیر لیکلی او بسم الله پښتونمل ژباړلی دی.

دا کتاب په څو برخو کې د تاند لوستونکو ته وړاندې کېږي.

 ————————————————-

لیکوال : رابرټ ایل ګرینیر

ژباړونکی: بسم الله پښتون مل

لومړی څپرکی

پلان

۲۰۰۱/د سمپتمبر ۲۳

په داسي حال کې چې نه ویده وم نه پوره ويښ له سر سره نژدي مي ځورونکی ږغ واورید څو شیبې وروسته په ځان پوه شوم د خوب په کوټه کې د تړلو اوسپنیزو دروازو تر شا خوندي وم ږغ د شپې د مهال له خوندي ټلیفون څخه راته ساعت ته مې وکتل پوه شوم چې څلور ساعته مخکي ویده شوی وم.

له ځان سره مي وویل : د خدای لپاره دوي پدې وخت کې څه غواړي؟ غوږۍ مې اوچته کړه او په خپ ږغ می وویل : هلو!

  • راویښ مې کړې زویه؟ دا په ښکاره ډول د جورج ټینټ ږغ و

زه د مشر له لوري له پاڅولو سره عادي وم خو زما ذهن د زویه لفظ ونیوی، جورج تر ما دومره مشر نه و

  • نه مشره ! زه همداسي غځیدلی وم اوس پورته کیدم.

هغه وویل: غوږ ونیسه کله چې زموږ خوندي ټلیفوني خبرې پای ته ورسیږي، سبا سهار موږ په کمپ ډیویډ کې غونډه لرو تر څو د افغانستان د جګړې پر تګلاره بحث وکړو. څنګه یې پیل کړو؟ کوم اهداف په نښه کړو؟ څنګه خپل اقدامات جاري وساتو؟ دفاعي مسوولین وايي هلته هیڅ نظامي اهداف نشته موږ د جګړې لپاره په خپله لومړنۍ هوايي سروې کې ولیدل چې د القاعدې عرب جنګیالي چې موږ یې اوس (افغان عرب) بولو له خپلو کمپونو وزي، ایا موږ خالي کمپونه بمبار کړو؟

دغو پوښتنو زه له تیرو دولسو ورځو راهیسي چې په نیویارک او واشنګټن کې بریدونه شوي و ځورولم، پداسي حال کې چې په افغانستان کې حالات ورځ تر بلې پیچلي کیدل په اسلام اباد کې د سي ای اې د څانګې د رییس په حیث زما دا مسوولیت و چې د پاکستان او د طالبانو تر واک لاندي د ۹۰ سلنه افغانستان په اړه استخباراتي معلومات راغونډ او چاري منظمي کړم، له دوو کلونو راهیسي زه د هغو نارینه او ښځو مسوول وم چې په سیمه کې په سوړو او غارونو ننوتل او له هغو څخه یې اسرار را ایستل.

 ما هره شیبه د ستونزو پيژندلو ته وقف کړې وه له هند سره د کشمیر پر موضوع د پاکستان مخالفت، د پاکستان له لوري له ترهګرو سره مرسته، د پاکستان له لوري د اټومي وسلې او لیري واټن ویشتونکو توغندو د جوړولو پلانونه، د پوځي واکمن جنرال مشرف کړنې او پلانونه، تر ټولو مهم د اسامه بن لادن تروریستي کړنې او له مذهبي طالبانو سره چې اوس یې ۹۰ سلنه افغانستان تر واک لاندي و د هغه اړیکي او خوندي پناه ځایونه. خو اوس د سپتمبر د یوولسمې تر پيښو وروسته زه پوهیدم چې له دې وروسته باید یواځي د ستونزو په اړه راپور ورنکړم بلکه په سیمه کې د سي ای اې د مشر په توګه باید ستونزي حل کړم.

د سپتمبر له یوولسمې تر څو ورځو پوري د ویرجینیا ایالت په لانګلي سیمه کې د سي ای اې مرکزي دفتر خاموش و د پټو معلومات د رسولو عادي بهیر ورو او بې سیکه شوی و او داسي ښکاریده چې امریکايي دیب(سي ای اې) خپل توازون له لاسه ورکړی. خو د جورج له ټلیفونه وروسته په څو ورځو کې دېب بیرته خپل عادي ژوند ته را وګرځید، او لانګلي زه په غوښتنو او پوښتنو په تکلیف کړم.

موږ پر افغانستان د امریکا د برید له ویرونکي وړاندوینې سره مخ و زما دا ګمان و چې ګڼ امریکايي عسکر به په یوه پراخه او سخته سیمه کې پخپل ټول توان او غرور سره د یو لنډمهاله دښمن پر وړاندي عملیات کوي پداسي حال کې چې د دښمن خاص تعریف او اوږدمهالی پلان نشته او دا بالکل د افغان – شوروي د غمیزي حکم درلود.

څو ورځي وړاندي د سپتمبر پر ۱۹ مه، زما یو مامور لومړني داسي معلومات تر لاسه کړل چې پکې پر امریکا د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو مسوولیت د القاعدې ډلې منلي و زموږ غوره جاسوس چې په خورا احتیاط سره د افغان عربو لیکو ته ننوتلی و او په لسګونو ځله یې کره معلومات راکړي و دا ځل په یوه سل کسیزه غونډه کې ګډون کړی و چې د اسامه بن لادن له لوري د افغانستان په ختیځ کې جلال اباد ته نژدي رابلل شوي وه، پدغه خصوصي ناسته کې اسامه د برید ټول مسوولیت منلی و چې دده  د مخکیني عمومي ویناسره  چې په برید کې لاس لرل یې رد کړي و بالکل متضاد و. هغه خوشاله و چې امریکا به ژر پر افغانستان برید وکړي او دا برید به تر مخامخ جګړو ورسیږي او بالاخره د امریکایانو په ماته به پای ته رسیږي. ما دا هیله درلوده چې په یو ډول د اسامه له شره ځان خلاص کړو خو ویریدم چې که لږه بې احتیاطي وشي نو د ده وړاندوینه به رښتیا شي.

کله چې ماته د سي ای اې مشر جورج ټینټ خبري کولې زما په ذهن کې د ولسمشر جورج ډبلیو بوش درې ورځي مخکې وینا راګرځیده چې د کانګریس په وړاندي يې وکړه پدغه ناسته کې د برتانیې لومړي وزیر ټوني بلیر هم برخه درلوده هلته ولسمشر پخپله  وینا کې جګړه په نظریاتي لحاظ واضح کړه، خبرې یې طالبانو ته له غوښتنو او اخطارونو ډکې وې، اسامه بن لادن راوسپارئ، د ترهګرو روزنیز مرکزونه وتړئ او هغوي نړیوالو پلټونکو ته وسپارئ، له اسامه سره تړلي ټول جنګیالي وړ بهرني دولت ته وسپارئ!

بوش زیاته کړه: که طالبان دغه کارونه ونکړي نو دا د دوي ملامتي ده چې خپل برخلیک له تروریستانو سره تړي .

په هر حال پدغه سخت پیغام کې د هیلو یو څرک هم ښکاریده، ولسمشر کرښه ایستلی وه او ویل یې چې د سپتمبر د ۱۱مې تر بریدونو وروسته د لوبې اصول بدل شوي او هر هغه دولت چې له تروریزم څخه ملاتړ کوي حساب به ورسره وشي او په ضمني توګه هغو دولتونو چې لا یې هم د تروریستانو ملاتړ کوی دا موقع وه چې تروریزم او تروریستان وغندي او ویې شړي.

ما د دغه پيغام په مثبت اړخ فکر وکړ او ومي ویل چې باید دغه پيغام تر طالبانو او ټولو هغو افغانانو ورسول شي چې له وړاندي یې لا له طالبانو زړه تور شوی و تر څو هغوي اړ شي چې د نړیوالي ټولنې سره یو ځای شي.  د سپتمبر ۱۱ مې تر بریدونو وروسته عمومي همږغي رامنځ ته شوې وه او داسي پالیسۍ جوړیدلې چې له مخې يې باید له القاعده عدالت ته کش شوې وای یا هم د زور له لوري هغوي ته سزا ورکړل شوی وای او خوندي ځایونه یې له منځه تللي وای.

جورج ته مې وویل : زما په نظر د ولسمشر په خبرو کې زموږ لپاره پالیسي ټاکل شوې ده هغه په یو ډول طالبانو ته بلنه ورکړې وه چې د تروریزم پر وړاندي له نړیوالي ټولني سره یو ځای شي. موږ باید پر نظامي حل لاري لومړی فکر ونکړو بلکه له سیاسي لاري په افغانستان کې پر خپلو اهدافو تمرکز وکړو موږ د تل لپاره هغه هیواد نشو اداره کولي، هر څه چې کو باید د افغانستان لپاره اوږدومهالی سیاسي پلانونه ولرو او عربان له دغه هیواده وباسو او هر نظامي اقدام باید زموږ د دغه سیاسي هدف په ملاتړ وي. له ملاعمره یې باید را پیل کړو زموږ غوښتنې ده ته متوجه دي، که یې ونه مني په پالیسي کې تغیر رانه ولي او اسامه راونه سپاري نو بیا به یې وژنو او دا به نورو طالب مشرانو ته چې اسامه او عرب يې دومره ندي خوښ یو ښکاره پیغام وي. بیا به هغوي ته التماتوم غځوو او ژمنې به ورسره کوو خو که یې ونه مني نو بیا زموږ حق دي چې ورباندي برید وکړو.

پدې وخت کې جورج پوښتنه وکړه، خو ما ورته وویل ښاغلیه داسي نه کیږي زه دا ټول په لیکلي ډول درته وړاندي کوم

هغه وویل: دا ښه خبره ده اوس دلې دماخستن ۱۱:۳۰ دي زه سهار شپږ بجې کمپ ډیویډ ته ځم اوس باید لږ استراحت وکړم ته د سهار تر پنځو بجو پوري یو څه کولی شې؟ ما ورته وویل هو!. خپل میز ته کښینستم او فقط هغه څه مې باید لیکل چې په مغز کې راسره و دا د ټولو اصولو خلاف و د سي ای اې ټولو کار کوونکو ته ویل شوي و چې موږ پالیسي جوړونکي نه یو، د سي ای اې وظیفه داده چې پالیسي جوړونکي خبر کړي نه دا چې هغه جوړه کړي.

ما پوره درې ساعته د پټو خدمتونو د روزنیز مرکز (The Farm)د مسوول حیثیت غوره کړ پدغه مرکز کې ما تر اوسنۍ دندي وړاندي د سي ای اې راتلونکی نسل (ځوان جاسوسان) روزل او هغه ځای د دا ډول لیکنو لپاره خورا مناسب و خو دلته په لیکنه او نظر ورکولو سره ما له اصولو سرغړونه وکړه. زما د لیکنې لپاره هیڅ چوکاټ نه و  خو ما ورته د Aardwolf نوم ورکړ، دا شفري نوم موږ هغو راپورونو ته ورکو چې د یوې څانګې مشر پکې د خپلې اړونده ساحې لپاره اټکل کړی وي دا د حالاتو د ارزونې راپورونه غیر معمول دي او یواځي په سختو شرایطو کې یې غوښتنه کیږي او په لوړه سطحه ورته ډیره زیاته پاملرنه هم کیږي.

زه پوهیدم چې په مرکزي دفتر کې هغه مسوولین چې ورتلونکي استخباراتي معلومات لولي تر څو سره تړلي موضوعات جلا کړي به ددغه راپور په تر لاسه کولو په تیره چې پالیسي پکې جوړه شوي خوښ نکړي. دغه ډله کې اکثره یې ښځي دي چې ځيني په ټوکو د خورلڼو ډله هم بولي خو ماته دغه ښځي تر ټولو سپیڅلې وې دوي د اور د لمبو (جاسوسي معلوماتو) ساتونکې وې.

دوي د راپورونو په اړه فیصله نه کوله بلکه یواځي لیدل  یېچې د یو څانګې مسوول د ارزونې راپور لیږلی او وروسته به جورج ټینټ ته دغه راپور رسیده څو هغه ورڅخه د خپلو اصولو مطابق د کابینې په غونډه کې کار واخلي.

په درې ساعته کې مې اته پاڼې ولیکلې کله چې زما کار پای ته ورسید ټول همکاران مې په دفتر کې حاضر شوي و ټولو ته مې لیکل شوی متن وښود د دوي د نظرونو په اساس مو ځیني تغیرات پکې راوستل او بیا مي مستقیماً د عمومي رییس دفتر ته ولیږه او ورسره مې سپارښتنه وکړه چې د هغه له راپاڅیدو سره سم یې ورته وسپاري.

څو ورځي وروسته زه د دغه راپور په اړه خبر شوم، جورج سهار پنځه بجې لوستی و او کاپي یې د جګړې اړونده وزیرانو ته ورکړې وه هغوي د ولسمشر په نه موجودیت کې ورباندي بحث کړی و او بیا یې راتلونکي ورځ له ولسمشر سره مهم ټکي شریک کړي و او تر نتیجه اخیستلو وروسته دغه اته پاڼې د ولسمشر له لوري د جنګ لپاره د فکري قالب په توګه منظوري شوي.

جورج ټینټ ته لارښوونه شوې وه چې زما او د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان ټامي فرانک تر منځ اړیکي جوړي کړي تر څو د هغه د جنګي پلان د سموالی په اړه اطمیناني شو فرانک لوړ پوړی نظامي قوماندان و چې اوس د افغانستان جګړې مسوولیت ورسپارل شوي و.

د اونۍ په اخره کې جنرال فرانک په اسلام اباد کې ماته وویل : ستا د راپور لنډیز د برتانیې له کابیني سره شریک شو، ته د سپینو زرو قلم لرې.

زه خپل دغه تلګراف ته چې په درې ساعته کې مي لیکلی و د خپل ۲۷ کلن کاري ژوند د تر ټولو غوره کار په سترګه ګورم ځکه د سي ای اې یو کارکوونکي ته یې د لیکنې ویل شوي و او دا هم حقیقت دي چې هغه لیکنه د جګړې پالیسي شوه دا هر څه فوق العاده دي. له نیمګړتیاو سره په دغه راپور کې واضح شوې وه چې امریکا اوس په افغانستان کې له کومو ستونزو سره مخ ده او کومي حل لاري يې شته، خو د جګړې له پيل لس کاله وروسته ځیني هغه حل لاري يې تعقیبیږي او ځیني نه. ځیني یې موثري دي او ځیني نه. هغه مهال لا چې د مختلفو نظریو د توافق امکان و پدغه راپور کې هغه فرضیې راغلي وي چې باید په افغانستان کې د جنګ د پيل پر مهال د اصولو په توګه ومنل شي که څه هم دغه راپور به ټکي په ټکي د عملي کیدو وړ نه و خو پکې د افغانستان د لیري راتلونکي په اړه وړاندوینې موجودي وي چې کلونه وروسته امریکا پرې وپوهیده .

اوس د سپتمبر له پښي دیارلس کاله تیریږي د هغه جنګ تصویر زموږ په ذهنونو کې کم رنګه شوی چې د لږ شمیر سي ای اې مامورینو، ځانګړو ځواکونو او طالب دښمنه افغانانو له لوري ګټل شوی و او زه یې د افغان – امریکا لومړی جنګ بولم، زموږ بریالیتوب لنډ مهاله و له لږ مودې تقریباً درې کلنې ارامۍ وروسته امریکا یو ځل بیا له طالبانو سره په جګړه کې اخته شوې چې زه یې د افغان – امریکا دوهمه جګړه بولم. له دې وروسته د لومړي جنګ پر مهال ټاکل شوي نسبتاً معتدل معیارونه په لوړو او حریصانه غوښتنو بدل شول چې امریکایانو نشوی تر لاسه کولی او افغانانو دوام نشوی ورکولی.

زما د راپور ګڼ هغه اصول او تګلاري چې په لومړي جنګ کې ورباندي عمل کیدی د دوهم جنګ د پيل پر مهال له پامه وغورځول شول په لومړیو کې دا هڅه شوي وه چې د طالبانو مخالفې شمالي ټلوالي سره مرسته وشي هغوي له څو کلونو له طالبانو سره په کورنۍ جګړه کې ښکیل و خو موږ باید افغانانو او په خاص ډول د افغانستان اکثریت اوسیدونکو (پښتنو) ته ښودلې وای چې امریکا په کورنۍ جګړه کې د کوم لوري خوا نه نیسي که موږ د ټلوالي ملاتړ کوو نو طبعاً به پښتانه زموږ پر ضد سره یو شي، ددې پر ځای باید پخپله له پښتنو مخالفینو څخه کار واخیستل شي او زما په نظر پیل یې باید پخپله له طالبانو وشي، ما د چارو د تنظیم لپاره ځیني اصول بیان کړي و مثلا امریکا باید په افغانستان کې ډير لږ نظامي حضور ولري، له افغانستانه د بهرنیو تروریستانو ایستل باید د افغاني سیاست مطابق وي نه دا چې افغان سیاست ته بدلون ورکړل شي.

د افغان – امریکا دوهمه جګړه مخ پر خلاصیدو ده خو پدې جګړه کې معلوم بری نه ښکاري هغه تخیلي اهداف چې پدغه جګړه کې ټاکل شوي و لیري ښکاري ددې برعکس مصارف ډير زیات دي او د اوباما ادارې پریکړه کړې چې خپل ځواکونه په بنیادي توګه له افغانستانه وباسي، خو دا پلان به هغه وخت بریالی او خلکو ته منلی وايي چې په جنوبي اسیا کې د امریکا اوږدمهالې بوختیا ورسره مله واي خو اوس له ۲۰۱۴ وروسته د افغانستان په اړه د امریکا پلان د امریکا لپاره هسي د اوړو پزه ده افغانستان بیا هیریږي.

که په جنوبي اسیا کې د امریکا ستونزي یواځي تر افغانستان محدودې وای نو حالات به دومره ویرونکي نه و خو پر افغانستان د امریکا برید او له هغه وروسته جګړې په ګاونډي پاکستان کې داسي ځواکونه رامنځ ته کړل چې تر پخوا زیات سخت دریزه دي او د دغه ۱۸۰ میلوني اټومي هیواد سیاسي او ټولنیز حالت یې له ګواښ سره مخ کړي دي په افغانستان کې د امریکا کړنو زموږ ګټې په پاکستان کې له خطر سره مخ کړي دي هغه کړنې چې د امریکا له لوري شوي د ګټې پر ځای یې زیان اړولی او په سیمه کې زموږ فعالیتونه د پخوا په نسبت ډیر کم شوي دي.

هغه ننګونې چې نن موږ ورسره مخ یو له هغو سره یو شان دي چې موږ د سپتمبر د ۱۱مې تر بریدونو سمدستي وروسته ورسره مخ و افغانستان بیا د کورنۍ جګړې پر لور ځي او په دواړو افغانستان او پاکستان کې مذهبي سخت دریځي تر هغه مهال زیات شوي چې پر موږ باندي برید کیده، ددې هر څه برسیره امریکا غواړي له جنوبي اسیا خپل لاس ور ټول کړي خو دا څه اسانه کار نه دي او موږ شاید په هغو حالاتو کې ژوند ونه شو کړی چې د دغې سیمي له هیریدو سره به رامنځ ته کیږي.

هغه کسان چې له دې وروسته په جنوبي اسیا کې د امریکا د پالیسي تطبیقوونکي یا جوړونکي وي د هغوي لپاره به اوسنۍ جګړې یو ژوندی تاریخ وي هغوي به پوهیږي چې له کومو لارو بریاو ته رسیږو او دا به ورسره مرسته وکړي تر څو که په راتلونکي کې یو ځل بیا د ورته کار اړتیا پيښيږي چې ښه پالیسه ورته جوړه کړي زما هیله ده چې د دغه کتاب لیکنه او نوري لیکنې به د امریکا سیاستوالو ته دا وښيي چې هغه کوم عوامل و چې په لومړۍ جګړه کې بریا د امریکا په نصیب شوه او څنګه دوهمه جګړه ناکامه شوه چې د لومړۍ جګړې له اصولو څخه پکې سرغړونه وشوه او که امریکا دریمه جګړه پيلوي نو له اوسنیو درسونو به عبرت واخلي مثبت ټکي به یې تعقیب او منفي لیري کړي.

One thought on “په کندهار کې ۸۸ ورځې/لیکوال:رابرت ګرینیر/ ژباړه: پښتونمل”
  1. رښتيني خبرې یې کړي دي ، له لیکنې معلومېږي ، چې امریکا تقریباً ناکام سیاست چلولی او همدا وجه ده ، چې افغانستان کې جګړه فرسایشي ، اوپراتیفي او نیابتي شوه,
    دوی سربېره پردې پاکستان ته هیڅ هم ونه ویل ، چې ترهګرو ته یي ځای ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *