لیکوال : رابرټ ایل ګرینیر
ژباړونکی: بسم الله پښتون مل
دوهم څپرکی
له منځه وړونکی
دوهمه برخه
زما د کورنۍ په غړو او ملګرو کې یواځي مور او پلار مې پوهیدل چې زه څه کوم، خواښي او خسر مې بې له دې چې زما په دنده پوه شي قبر ته تللي و، پلار مې زما د دندې په اړه بې باوره و په لومړیو لسو کلونو کې هغه فکر کوی چې زه غیر عادي پرمختګ وکړم، مور مې نه پوهیده چې څه ووايي په یوه لیدنه کې چې موږ له ټولو لیري د باغ په منځ کې یواځي خبري کولې او پوهیدو چې هلته به هیڅ جاسوسي مایکروفون نصب نه وي هغې له ما پوښتل: ایا هغه کار چې ته یې کوي ورڅخه خوښ یې ؟ ورته ومي ویل: مورجانې! زه خپلې دندي سره مینه لرم ډاروه مې مه.
د کلونو په تیریدو سره زما مسلکي پياوړتیا او ادارې ته ژمنتیا ورځ تر بلې ډيریده، په ساحه کې کار کولو ماته خپلواکي، شفافیت او ځاني بصیرت را زده کړ زه پوه شوم چې په واشنګټن کې تر اکثره بیروکرات سیاستوال زه ښه یم زما ښه والی زما په پر له پسې پرمختګ ثابت و یو ځل خو یې د دوو ځایونو مسوولیت پر یوه وخت راکړ یو د خپل کار د ساحې د سي ای اې د څانګې مسوولیت و بل په ور څيرمه هیواد کې د دغسې یو څانګې سرپرستي وه. له سي ای اې بهر خلګ زما په پرمختګ او لاسته راوړنو نه خبریدل زما کارونه تر پرده لاندي و او دوام یې درلود خو بالاخره مې کار لوړي سطحې ته ورسید زما کورنۍ او ملګري پوه شول چې ما تر اوسه څه کول. د سي ای اې د وړاندویني مطابق بالاخره ښکاره کیدل هغه څه و چې د جاسوس په ژوندي کې حتمي دي خو د سي ای اې لارښوونو او د هغوي ښو نظرونو زه پر خپل ځان مطمین کړی وم ما په خپلو کارونو ویاړل کورنۍ او ملګرو ته مې د خپل کار په اړه معلومات ورکول خو له احتیاطه مې کار اخیست.
زما اکثره ملګرو به ویل چې څنګه استخباراتي معلومات چې د جاسوسانو له لوري را ټول شوي د یو چا لپاره په زړه پوري وي؟ خو ما ویل چې پدې اړه انديښنه زموږ کار نه دی او نه ما پدې اړه فکر کړی دی. څو اونۍ مو د عملیاتو په ریاست کې د معلوماتو د ارزونې درسونه ولوستل، دغه روزنه د استخباراتو د ریاست له لوري پیل شوې وه، دواړه ریاستونه د سي ای اې څانګي دي، د استخباراتو ریاست ماته وړاندیز وکړ چې عملیاتي ریاست پریږدم او له دوي سره د څیړونکي په حیث کار پیل کړم خو ما دوي ته مثبت ځواب ورنکړ، که څه هم په بهر کې کار کول سخت و خو ما خوند ځيني اخیست.
د معلوماتو د راټولولو لپاره مې سخت کار کوی خطرونه مې پر ځان منل او په عیني حال کې دې ته هم ځیر وم چې زما معلومات د پالیسي جوړونکو په وروستیو پریکړو کې څومره رول لري، ما به د خپلو راپورونو سره ځیني وخت یادښتونه هم لیکل چې پکې به د حالاتو په اړه معلومات او د راتلونکي په اړه وړاندوینې شاملي وي کله چې به زه پوهیدم چې څیړونکو زما له معلوماتو غلط مطلب اخیستی شکایت مي ورته کوی په بیلابیلو وختونو کې لانګلي هم زما څخه غوښتي چې پر مهمو موضوعاتو خپل نظر ور شریک کړم او د راتلونکي په اړه به يې وړاندوینې غوښتې. ځیني وخت به زما مشرانو هم له ما غوښتنه کوله چې د دوي لپاره څیړنیزه لیکنه وکړم او زه په دې نه شرمیدم چې د سیمي حالات د څیړنې په توګه ولیکم.
په هیڅ برخه کې مې د (ملي استخباراتي اټکلونو) په اندازه دلچسي نه درلوده پدغه څیړنو کې د امریکا د دولت له لوري تر ټولو د لوړې کچې معلومات شریکیدل، او داسي ښکاریده چې دغه څیړنې د ټولې ورځي د استخباراتو نتیجه ګیري ده چې له مخې يې قضاوت کیږي او ورسره سم تګلاره ټاکل کیږي. د ۱۹۸۰یمې لسیزي په وروستیو کې چې زه بغیر له کومي رسمي پوښښ څخه له یوې ایرانۍ سرچینې سره په تماس کې وم د (ملي استخباراتي اټکلونو) د لړۍ څخه د ایران د انقلاب د راتلونکي په اړه پر یوه څیړنیز راپور کار پيل کړ او او د راپور لیکونو زما له څانګې څخه پدې برخه کې مرسته وغوښته، ما باید مرسته ورسره کړې وای، زما دغه پروسه په تیره د استخباراتي مامورینو رول پکې ډیر خوښ شو دوي د بیلابیلو جغرافیايي ساحو مسوولین راټول کړي و او بیا یې د ټولنې له نورو کسانو سره ګډ کړي و او د ملي استخباراتي شورا نوم یې ورکړی و چې پکې پالیسي جوړونکو او د کانګریس غړو هم برخه درلوده او هر یوه به له خپل لوري د ټولنې پر لیدلوري اثر اچوی.
د پټو مامورینو لپاره سخته وه چې د دغې شورا غړی شي خو بیا هم د ځینو سیمو په خاصه د نژدي ختیځ او جنوبي اسیا یو شمیر پټ مامورین د دغې شورا غړي و او دوي ته په کتو به زما هم د دغې شورا غړیتوب ته هیلي پيدا شوي زما په ګمان د ساحې جاسوسان د میز تر شاه څیړونکو څخه ډیر پوهیږي ځکه دوي سیمه لیدلې، د خلکو په کلتور پوهیږي او وضعیت ښه تحیلیلولی شي ما غوښتل چې زه ترټولو غوره افسر واوسم او هر هغه معلومات چې واشنګټن ورته اړتیا لري پیدا او ورسره شریک کړم، او باید څیړنیز مهارت هم ولرم، کله چې زه د یو هیواد لپاره مسوول وټاکل شوم نو ما هغه حدود هیڅ وخت ندي منلي چې موږ ته په مسلکي توګه ښودل شوي و ما غوښتل چې په ټولو برخو کې نظر ورکړم او زما دغه نظرونه په واشنګټن کې پر کیدونکو څیړنو مستقم اثر ولري که څه هم له لیري فاصلې وي.
د ۱۹۹۱ په اوړي کې زه او پاولا له خپل ماشوم زوي سره واشنګټن ته ولاړو ما غوښتل چې د استخباراتو د ملي شورا غړی شم او پدې برخه کې مې د خپل مخکیني ریاست له مرستیال څخه چې څه موده وړاندي د دغې شورا غړی هم و مرسته وغوښته، هغه را ته وویل : ته یوولس کاله په بهر کې وې او اوس بالکل د دې وړ یې چې د میز تر شا کښینې. د خلیج د لومړي جنګ تر پای ته رسیدو وروسته امریکا غوښتل چې صدام کنترول کړي او که ممکن وي هغه په څو میاشتو کې له واک لیري کړي په واشنګټن کې د صدام د لیري کیدو لپاره پالیسي جوړه شوې وه اوس له سي ای اې څخه هیله کیده چې دغه پالیسي تطبیق کړی. زه د سي ای اې د یو تر ټولو پراخ ټیم د لومړي مرستیال په توګه وټاکل شوم دغه ټیم ته یې د عراق عملیاتي ډله ویل زه په لومړي ځل له یو سخت ماموریت سره مخ وم د سي ای اې مامورین په عادي ډول یواځي د پيښو په اړه معلومات راټولوي په پيښو کې د نفوذ او یا هم د پيښو لوري ته د بدلون کار د دوي نه وي که چیري سي ای اې د کوم کار اراده هم وکړي نو هغه بیا د ولسمشر له لوري تایید شي.
دفتري کارونه زما لپاره نوي و، د مسودې ترتیب، د ولسمشر لاسلیک اخیستل، د کانګریس د جرګګیو غړیو ته معلومات ورکول له پنتاګون او بهرنیو چارو وزارت څخه د ملاتړ تر لاسه کول او نور ما مخکي نه و کړي خو بیا هم ما دغه کار په ډیره لیوالتیا سره پیل کړ، زما نظر داو چې د خلیج تر جګړې وړاندي د جورج بوش اداري د عراقي شیعه ګانو او کردانو پر وړاندي د صدام حسین څخه ملاتړ یوه غلطي وه اوس ما غوښتل حالات بیرته سم لوري ته بوزم، څو ځله مې سیمي ته سفرونه وکړل هلته مې د سي ای اې د څانګې له مسوول سره مشوري وکړي او له هغو کسانو سره مې لیدنې درلودي چې موږ د صدام پر ضد انقلابیان فرض کړي و. پدغه وخت کې زه د پټو فعالیتونو په اصولو پوه شوم د نژدي ختیځ د څانګې مسوول له تیرو تجربو په دې باور و چې په دې معامله کې ښکیلتیا به د سي ای اې لپاره ګټوره نه وي خو اوس موږ بیا غوښتل په یو بهرني هیواد کې د کودتا ملاتړ وکړو په ټوله اداره کې دا ذهنیت و چې ولسمشر له سي ای اې څخه د بهرنیو ستونزو د حل لپاره غیر عادي غوښتنې کوي، د سي ای اې مشر د سپينې ماڼۍ غوښتنې نه شوې ردولي خو په عین حال کې يې پر موږ هم ډیر فشار نه راوړ او زموږ په کارونو کي يې مداخله نه کوله د هغه بې طرفي او یا مخالفت زموږ لپاره مانا نه درلوده موږ خپل کار کوی، زما په ګمان سي ای اې پدغه ماموریت کې یو لوری نه بلکه یوه اله وه او باید چې ولسمشر په ټینګه زموږ ملاتړ وکړي. زموږ مسوولیت و چې راسپارل شوی کار په ښه ډول سر ته ورسو او جوړه شوې پالیسي بریالي کړو، له ۱۹۵۳ څخه چې د ایران شاه د سي ای اې په مرسته د یوې کودتا له لاري بیرته واک تر لاسه کړ نړۍ د سخت دریځي لور ته میلان کړی و ما خپل د ټيم مشر ته هغه ستونزي په یو لیک کې یادې کړې چې په عراق کې د ماموریت پر مهال به زموږ د بریا مخه نیسي، ما وویل موږ نه باید مخامخ بغداد ته ور ننوزو او صدام له څوکۍ لیري کړو ما د پالیسي جوړونکو د مرستیالانو سره اړیکي ونیولي تر څو په نورو لارو لکه د عراق سرحدونو ته څیرمه د خوندي سیمې رامنځ ته کولو په اړه د دوي ملاتړ تر لاسه کړم دوي هر یوه به په ډير ادب زما خبري اوریدلي خو دا اصطلاح به یې کاروله چې هغه وخت په دروازه ځان مه ژوبلوه چې بیرون ته وزې.
یواځي د دفاعي پالیسي د برخې مرستیال زما سره هم نظره و خو لا هم زه د ده پر جدیت باوري نه وم، پاول ولفوویټس مې بیا د جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ پر مهال پوره وپيژندی.
یوکال به مې نه وتلی چې د استخباراتو په ملي شورا کې د منځني ختيځ د څانګې لپاره د مرستیالۍ څوکۍ خالي شوه د خپل مشر په مشوره مې ورته غوښتنلیک ولیږه او پکي مقرر شوم دلته مې یو کال د استخباراتي نړۍ په بله څنډه کې تیر کړ له استخباراتي ادارو او کانګریس سره مي کار وبار و هلته مې له ایلن لیپسن سره یو ښه ټيم جوړ کړ د پالیسو لپاره مو ډیر استخباراتي وړاندوینې وکړې هر سهار به مې هغه کاغذونه لوستل چې د پالیسي جوړونکو له لوري به رالیږل شوي و او ما به هڅه کوله چې د دوي د پالیسو د تطبیق هر اړخیزه څيړنه وکړم.
دلته مې هم فقط کال پوره کړ چې د عملیاتي بخش مسوول ټام ټوینټر راڅخه غوښتنه وکړه چې د بهرنیو چارو په وزارت کې د پيټر ټرنپ د دفتر د مشر په توګه دنده واخلم، دوي دواړه پخواني ملګري و او ټرنپ زه د کاندیدانو له منځه دغې دندي ته غوره کړم، له دې وروسته زه د پالیسي جوړونې په برخه کې مستقیماً ښکیل شوم او د واشنګټن د سیاست له پټو او حیرانوونکو واقعیتونو خبر شوم، د بیل کلنټن د حکومت لومړی کال و او داسي ښکاریده چې ولسمشر د بهرنۍ پالیسي په اړه خاصه لیوالتیا نلري یواځي د داخلي پرمختګ په اړه یې فکر کوی د کابیني اکثره وزیرانو کوښښ وکړ چې ولسمشر خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړي خو پایله یې نه درلوده یواځي د وزارتونو په کچه پالیسي جوړیدلې چې ډير لږ به پکې د سپينې ماڼي نظریات شامل و، وزارتونه او نوري اداري پخپل منځ کې سره نښتې وي او لکه ماشومان چې په ریګ کې لوبي کوي د یو بل سترګو ته یې ریګ شینده. یواځي يې د خپلو کاغذي کارونو او خپلو امتیازاتو څخه دفاع کوله هیچا نه غوښتل په خپله اداره کې تر خپلو ګټو تیر شي ځکه بیا ورته د کمزوري په سترګه کتل کیدل، کاغذي برلاسي ته اهمیت ورکول کیده ملي ګټو ته پام به هسي تصادف و.
د بهرنیو چارو په وزارت کې هم دغه حال و بیروکراسي اوج ته رسیدلې وه هرې شعبې به کوښښ کوی چې په هره موضوع کې خپل نظر پر نورو ومني هیچا هم پيښو او کارونو ته د واقعیت په سترګه نه کتل او نه یې د بلي شعبې دلایل د عقل په تول ارزول، اکثره وخت به موضوعات د شعبو تر منځ دومره جنجالي شول چې د فیصلې لپاره به د بهرنیو چارو وزیر ته وړل کیدل. د وزرات مشرانو هم د ښوونځیو د بدماشانو غوندي چلند کوی کله چې به د کومې موضوع په اړه بحث کیده نو د هغه مامور خبره درنه بلل کیده چې شا ته به یې کوم ځواکمن چارواکی و او هغه چا ورسره بحث نشوی کولی چې شاته به یې په هماغه اندازه زورور څوک نه و یا به یې ږغ تر وزیره رسیده، د بهرنیو چارو وزارت مامورینو به ګوتې په هوا کې نیولې وي وې چې معلومه کړې سیاسي باد له کوم لوري لګیږي، پدغه شرایطو کې مي خپل ځان پر دغه څوکۍ بې فایدي باله، زما پر ځای به د منځني ختیځ د چارو له همږغي کوونکي او د فلسطین اسراییلو د سولې د پروسې له د مسوول ډینیس روز سره مشورې کیدلي، یو ځل مې پيټر ټرنپ ته ولیکل چې د پيښو او موضوعاتو په اړه ثابت دریځ ولري، راته ویې ویل : ډيره ښه خبره ده له ډینیس سره یې همږغي کړه. هیچا زما خبرو ته پام نکوی ځکه تر شا می داسي څوک نه و چې دوي ورڅخه وویریږي.
د وزارت په اړه زما فکر اوښتی و یو ملګري مي راته ویل تکړه سړی یې ښې خبري کولی شې، په موضوعاتو پوهیږي خو د سیاسي قضاوت پر مهال هر موضوع هیره وه چې له جنجاله یې خلاص يې. ما د وزارت ټولو مسوولینو ته ډیر احترام درلود هغوي ډير ذهین او پوه کسان و خو زما ځکه پري زړه سوځیده چې دوي په څنګه کاري ماحول کي کار کوي او دوي دا هر څه څنګه زغمي.
بیرته مې د سي ای اې خواته مخه کړه هغه چې کارکوونکي يې مغروره او تنګ نظره و، زه بیرته د هغو خلکو منځ ته ورغلم چې مسلک یې د درواغو او د بل د تیر ایستلو تقاضا کوي خو په بهرنیو چارو وزارت کې یو کلن کار مي ډير ارزښتمن و او هغه څه چې مې هلته زده کړل تر ډیره به یې په یاد لرم.
په سي ای اې کې بیا یو جنجالي ماموریت راوسپارل شو د ټول وژونکو وسلو د مخنیوي پروګرام،د منځني ختیځ او جنوبي اسیا په برخه کې تر ټولو لوي پروګرام و او له شمالي کوریا ماسیوا د اټومي، کیمیاوي، بیالوژیکي وسلو او لیري واټن ویشتونکو توغندیو په اړه انديښني په همدغو دوو سیمو (منځني ختیځ او جنوبی اسیا) پوري تړلې وي ایران، عراق، پاکستان، سوریه او لیبیا هغه هیوادونه و چې دغو وسلو ته د لاس رسي هڅي يې کولي او موږ ته د سپيني ماڼۍ له لوري لارښوونه شوې وه چې په سختۍ سره یې مخه ونیسو، د سي ای اې مشر چې څومره د صدام پر ضد اقدام ته چمتو و اوس د ټول وژنې د وسلو پر وړاندي له خطر سره ډغرو ته چمتو نه ښکاریده ما په یادو هیوادونو کې له خپلو څانګو سره اړیکي ونیولې او او هغوي مې وهڅول تر څو د ټول وژنې د وسلو په اړه خپل راپورونه زیات کړي او دوي ته مې له خپله اړخه د مالي او تخنیکي مرستې ډاډ ورکړ، زموږ د بخش مسوول به هر څه تر نظر لاندي ساتل خو زه یې له هیڅ کار منع کړی نه یم.
ماته معلومه شوه چې سي ای اې له نژدي ختیځ او جنوبي اسیا اخوا د نورو سیمو د ویجاړونکو وسلو د پراختیايي پروګرام په اړه کوم منظم پلان نلري، اوس د دغو وسلو ټکنالوژي په ټولو لویو وچو کې د خپریدو په حال کې وه د هرې سیمې لپاره مسوولې څانګې به هم پخپله برخه کې د دغو وسلو د مخنیوي هڅې کولې او ما غوښتل چې زموږ د دفتر له لاري ټولي چاري همږغي شي خو دفتري بیروکراسي مو پر وړاندي خنډ وه، یوه ورځ مې په عملیاتي ریاست کې د ویجاړونکو وسلو پر وړاندي د خپلو عملیاتو پلان بیانوي هلته نهه تنه له اوو بیلابیلو څانګو ناست و خو په اقدام کولو کې هر یو ډاریده او داسي غوښتنه یې کوله چې باید یوه ګډه حل لاره ولټوو بالاخره زما وړاندیز دا شو چې د ویجاړونکو وسلو د مخنیوي پروګرام باید په ریاست بدل شي او نه یواځي پر نژدي ختیځ او جنوبي اسیا تمرکز وکړي بلکه باید نړیوال وی دا وړاندیز مو لوړپوړو چارواکو ته وسپاره او زه هغه وخت حیران شو چې دغه غوښتنه ومنل شوه زما ښه ملګري او مشاور جیم پاویټ يې د رییس په توګه وټاکل شو.
پدغه کار ټول نه و خوشاله، د نژدي ختیځ څانګې خپله مهمه برخه له لاسه ورکړه او په نوي ریاست مربوطه شوه او د څانګې مشرانو پدغه کار کې زه مجرم بللم، مخکي تر دې چې زه هم نوي ریاست ته ولاړ شم د نژدي ختیځ د څانګي مرستیال خپل دفتر ته ور وغوښتم او راته يې وویل : پام دي اوسه ! که نوی ریاست ناکام شو لکه چې همداسي ښکاري، او تا بیا دندې ته اړتیا لرله نو دلته راتلی شې.
په واشنګټن کې پنځه کاله تیر شوي و او زما ډیر زړه کیده چې بیرته ساحې ته ولاړ شم هڅې مې پیل کړې چې په کوم هیواد کې د سي ای اې د څانګې مسوولیت واخلم، پاولا هم زما په څیر د بهر تګ ته لیواله وه زموږ پلان تر ډیره عملي شوی و چې یو ناڅاپي ټلیفون راته وشو، ډیو کوهن پدې وروستیو کې د عملیاتي ریاست مشرتوب ته ارتقا کړې وه د هغه ټاکنې ته په غیر عادي سترګه کتل کیدل هغه یو فصیح او نه ویریدونکی کس و او د پټو خدماتو لپاره یې واضح تګلارې درلودې، دوه کاله وړاندي په عملیاتي ریاست کې د خیانت په تور د (الډریچ امیس) نیول کیدو ستره رسوايي جوړه کړه موږ ټولو د خجالت احساس کوي او د ملامتیا ډیره پړه پر هغو افسرانو لویده چې د الډریچ په مقررۍ کې یې لاس درلود او هغه وخت چې نوموړې د روسيې له لوري جذب کیده د هغه په پيژندلو کې پاته راغلي و ددې پيښي سره په عملیاتې ریاست کې د اصلاحاتو لړۍ پراخه شوې او روزنې جدي شوې وي.
لومړی خو له ژباړن څخه یوه نړۍ مننه کوم چې دا مهم کتاب پښتو ته ژباړي. خو ژباړه باید ډیر سمه او د اصلي موضوع ليږدونکې وي. په ځانګړي ډول د داسې یوه مهم استخباراتي کس لخوا د لیکل شوي کتاب په اړه باید ډېر پام وشي. دلته باید په ډیر درناوی یادونه وکړم چې د کتاب نوم غلط ژباړل شوی دی .
88 days to Kandahar او 88 days in Kandahar
دوه بیل او جلا مفاهیم دي .که ژباړه په دې ډول ترسره شوې وي نود کتاب منځپانګه به هم نيمکړې وي. ما د دې کتاب انګلیسي متن لوستی دی . نه پوهیږم چې پښتو ژباړه یې له انګلیسي ژبې کیږی یا کومې بلې ژبې ته له ژباړل شوي ټوک څخه ترسره شوې ده.