لیکوال : رابرټ ایل ګرینیر

ژباړونکی: بسم الله پښتون مل

دوهم څپرکی

له منځه وړونکی

درېمه برخه

بل بدلون د تکنالوژي دودیدل و چې د جاسوسي سازمانونو لپاره یې د عملیاتو او استخباراتو ښه امکانات برابرول، په ریاست کې نور د سکرترانو، کاتیبانو او لوژستیک د مامورینو پخوانی قدر نه و پاتی، ځای يې په تکنالوژي پوه او مسلکي کسانو نیولی و همدا ډول د زما په څير د انساني استخباراتو ماهرینو هم خپل قدر له لاسه ورکوی د عملیاتو لپاره نوې ډلې جوړیدې د مثال په توګه (په نښه کوونکي) چې دا د مخکینو کسانو لپاره د منلو نه وې پر وړاندي مو ډول ډول دلایل راوړل خو کوهن د منځني کچې له افسرانو یو ټیم وټاکه او ویې ویل چې د نویو ډلو موثریت و ارزوي او ناندرۍ پای ته ورسوي.

له ډیو کوهن زما پيژندنه هغه مهال وشوه چې ما د ویجاړونکو وسلو د مخنیوې په څانګه کې دنده درلوده هلته یې زما کار لیدلی و چې ما به خپلو همکارانو ته د جدیت او پر خپلو لاس لاندي جاسوسانو د دقیقې څارنې ویل، پر ډیو کوهن زما ژر پرمختګ اثر کړی و له ما یې غوښتنه وکړه چې که د عملیاتي ریاست د ښووښځي چې د (فارم) په نوم یادیده مدیریت وکړم، دا هم زما لپاره یو غیر عادي بدلون او پرمختګ و عموماً د روزنیزو ادارو مشران لوړ پوړی او تجربه کار کسان وي چې له دې دندې وروسته اکثره تقاعد کیږي زما غوندي یو کس چې نوی وی او لا لوړي رتبې ته نه وي رسیدلې د داسي دندي وړاندي کول د کوهن له لوري د بدلون راوستو ښودنه کوله، زما د مقررۍ پر وړاندي انتقادونه هم وشول خو کوهن ورته غوږ نه ایښود یو مامور ورته ویلی و چې د ښوونځي مدیریت ته زما انتخابول لا ډیر لیري ده ، خو کوهن ورته غبرګه کړې وه: ښه دا دونه خبره نه ده.

که څه هم کوهن ما ته د ددې دندې د رد واک راکړی و خو زما لپاره دا دنده ډیره مهمه وه ځکه ما کولی شوی له دې لاري په ټول ریاست کې اثر ولرم او مثبت بدلون پکې راولم، ما کولی شو له هغو تنکیو جاسوسانو سره چې ډیرو زده کړو ته یې اړتیا درلوده لازمه مرسته وکړم زه پداسي وخت کې د ښوونځي مدیر شوم چې سوړ جنګ پای ته رسیدلی و او نور په هغه اړه زیاته توجه نه کیده، نوي کسان ښوونځي ته جذب شوی و د هغو استادانو په مرسته چې تازه له بهره راستانه شوي جاسوسان و موږ وکولی شو چې خپلو زده کوونکو ته معیاري زده کړي ورکړو هغوي ته د جاسوسۍ د هنر بیلابیلې څنډي بیان کړو او خپلې تجربې ورسره شریکي کړو.

موږ په خپل ښوونځي کې زده کوونکو ته د پخوانیو کارنامو د بیان پر ځای هغه اهداف ښودل چې د دوي پر وړاندي و او باید دوي ورته ځان رسولی وای ، زما سره ښوونکي اکثره یې بدلیدل را بدلیدل، تلونکی به یې بیرته له هیواده بهر استول کیدل او پر ځای به یې نوي راستانه شوي کسان د ښوونکو په توګه راتلل، د دغو تجربه کارو کسانو په شتون کې زما کار ډیر اسانه و زه به اکثره په واشنګټن کې وم او د ښوونځي په اړه به مې زړه ډاډه و.

په زړه پوري دنده وه د سي ای اې لومړنۍ روزنې سړی بالکل غرقوي، په څلیرویشت ساعته توګه د ژوند د بدلون درسونه وي کله چې ما پخپله کلونه وړاندي دغه روزنې سرته ورسولې نو بیا مې قسم وکړ چې ځان به لیري ترې ساتم خو اوس چې د نوي جاسوسانو د تربیې او روزنې خبره وه ما ځان په ښوونځي پوري تړلی احساس کړ، ما ته د خپلو ترسره کړو دندو د ارزونې ښه موقع وه د خپل مسلکي ژوند سره مې مینه نوې شوه او هر څه چې مې په توان کې و هغه مې له خپلو زده کوونکو سره شریکول، له اخلاقي نظره زموږ ښوونځي هیڅ کمی نه درلود ما د پټو خدمتونو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره اخلاقي معیارونه وضع کړل او خپلو ځوانو زده کوونکو ته مو وښودل، څو کاله وروسته زما له خوا لیکل شوي اخلاقي معیارونه نه یواځي د درس برخه وګرځیده بلکه په کاري ساحه کې د اخلاقي اصولو په توګه هم ومنل شول چې دا زه له خپل مسلک سره لویه مرسته بولم او ډیر پرې ویاړم.

د (فارم) ښکلی ښوونځي، باغونه او چمنونه یې په زړه پوري و زه یې بیرته عادي ژوند ته ګرځولم د ماشومانو سره عادت کیدم کورنۍ ته مې پام واوښت، زوي مې (ډوګ) هم لوی شوی و د کبانو ښکار، باسیکل چلول او په لرګینو خونو کې اوسیدل یې زده کړي و، زموږ کور د باوري ملګرو په منځ او کلکو امنیتي پنجرو تر شاه د ښوونځي په اړخ کې و هیڅکله مو د کور درازه نه تړله، هغه ماشومان چې به ښوونځي ته تلل نو د بس دریدو تر ځایه به پر باسیکل تلل هلته به یې باسیکل همداسي پريښود او چې بیرته به راتلل نو خپل باسیکلونه به یې سالم موندل، کله نا کله مو ماپښین مهال له لیري څخه د ټوپکو ډزې اوریدلې چې د روزنې پر مهال به ترسره کیدي همدارنګه ځیني وخت به د شپي مهال د خاصو ځواکونو چورلکو هم په سیمه کې په ټيټه ارتفاع روزنیزې الوتنې ترسره کولې.

په دغو کلونو کې مې د سي ای اې له نوي رییس جورج ټینټ سره اړیکي پيدا کړي هغه پر روزنیز پروګرامو ډیر ټینګار کوی او پخپله به یې هم زده کوونکو ته ویناوي کولې د زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې یې حتماً برخه اخیسته، یوه ورځ چې جورج ټینټ د فراغت په مراسمو کې زما خبري اوریدلې وي ماښام یې د عملیاتي ریاست له رییسه پوښتلی و چې زما راتلونکي دنده به چیرته وی؟ هغه ورته ویلي و اسلام اباد کې.

جورج زیاته کړې وه : خو زما په نظر د سوريې لپاره ښه دی، پدغه مهال د اسراییلو او فسلطین تر منځ بیا اخ و ډب زیات شوی له دواړو لوریو استخباراتي او نظامي  تحرکات هم ډیر شوي و ټینټ او د عملیاتي ریاست رییس د منځني ختیز په یو اوږده سفر ولاړل تر څو حالات کابو کړي، د اوریدو له کراره د عملیاتي ریاست مشر غوښتل د منځني ختیز د حالاتو په کابو کولو سره خپل شهرت زیات کړي، هغه د سفر پر مهال جورج ته قناعت ورکړی و چې زه پاکستان ته ولاړ شم، خو له درې کلنې نا امیدۍ وروسته د فسلطین او اسراییلو د سولې بهیر چې د کلنټن ادارې له لوري یې زیاته هڅه کیده ګډوډ شو دوهمه انتفاده پيل شوه. په همدې وختونو کې زه، پاولا او ډوګ د جنوبي اسیا پر لور وخوځیدو.

موږ ټول د خپلو تجربو په اساس پر وړاندی ځو زه چې خپل ځان ته فکر کوم نو عجب حالت سره مخ شم بیلابیلو حالاتو او تجربو راڅخه د بیل طبیعت او متضاد شخصیت جوړ کړی و، د (فارم) ښوونځې یوې سرمعلمې سټیپن کويي یو وخت راته ویلی چې پدې اداره کې د دندې پر مهال له کورنۍ او ملګرو سره اړیکي نه پالل کیږي او ته (زه) چې د سي ای اې یو وفادار غړی یې اړیکي دي د ویجاړیدو پر خوا دي، هغه وخت ماته دا خبره بابیزه معلومیده خو وروسته پوه شوم چې حقیقت وایي. ډیر کلونه پر له پسې کار، اداري ته ژمنیا، د خپلو لوړو پوړو کسانو کاري او اخلاقي کمزوري هغه څه و چې ما به یې تل په اړه فکر کوی خو پریکړه مې نه شوې کولی زموږ اداري ته تر کارکوونکو اهداف مهم و زه نه پوهیدم چې اوس په اداره کې زما مقام چیرته و؟ زه تل خپلې وظیفې ته ژمن وم خو بیا مې هم نیغه لاره نشوی تعقیبولی.

په هر حال زه که ښه وم که بد خو د سي ای اې له لوري د ۱۹۹۹ کال په اوړي کې په اسلام کې د دغې ادارې د څانګې د مسوول په توګه وټاکل شوم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *