لیکوال : رابرټ ایل ګرینیر
ژباړونکی: بسم الله پښتون مل
دوهمه برخه
د جګړې پر لاره
پاکستان، طالبان او القاعده
دریم څپرکی
ښه وختونه
په حقیقت کې امریکا تر هغه وخته انتظار و ایست چې نور یې په پاکستان کې ګټه نه لیدله او وروسته یې د پریسلر لایحه پرې تطبیق کړه، دا د پاکستان لپاره یوه ترخه شیبه وه ځکه دوي فکر کوي چې د پریسلر لایحه یواځي پر دوي تطبقیږي پداسي حال کې چې د دوي ملي منافعو د اټومي وسلو د درلودلو غوښتنه کوي او د دغو وسلو درلودل د دوي حق دي ځکه د هند له لوري ورته بالقوه خطر متوجه دي. هندوستان په ۱۹۷۴ کې د اټومې وسلو ازموینه وکړه خو پاکستان د امریکا سره دملګرتوب په خاطر د پراخې ویجاړي د وسلو ته د لاس رسي حق نه درلود او هند ته د روسيی له لوري داسي کومه ستونزه نه وه، امریکا او پاکستان د اټومي وسلو په برخه کې لوبه کوله پاکستان به دغو وسلو ته د لاس رسي او لیوالتیا په برخه کې درواغ ویل او امریکا به د افغان جهاد په خاطر پر دغو درواغو سترګې پټولې، پاکستان به یې خپل نژدي دولت باله، دا لوبه ښه وه خو اخر واشنګټن پای ته ورسوله.
له وسله والو سخت دریځو د پاکستان ملاتړ تر هغه وخته د امریکا لپاره په زړه پوري و چې دغه جنګیالي په افغانستان کې د شوروي اتحاد سره جنګیدل کله چې افغان جګړه پای ته ورسیده نو د واشنګټن دلسچپي پکې کمه شوه، له اسلامپاله سخت دریځو څخه د ملاتړ نظریه په ۱۹۸۰ یمو کلونو کې د پاکستان د هغه مهال د دیکتاتور جنرال ضاوالحق له لوري رامنځ ته شوه هغه وویل چې د پاکستان بهرنۍ او کورنۍ پالیسي باید د اسلام په نوم پر مخ یوړل شي، ضیاوالحق په ۱۹۸۸ کې د الوتکې د سقوط په پيښه کې مړ شو خو د خپلې نظریې له مخې یې نوم ژوندی پاته شو. کله چې شورویان له افغانستان ووتل سمدستي د هند تر ولکې لاندي کشمیر کې جګړو زور واخیست او هند پر پاکستان او په خاصه توګه د دغه هیواد پر پوځ د دغو نا ارامیو پړه ور اړوله، دا طبعي خبره وه چې هغه سخت دریځي چې تر اوسه په افغانستان کې په جګړه کې ښکیل و اوس يې په کشمیر کې تر کنترول لاین هاخوا په هندي کشمیر کې د نفوذ هڅې کولي او د پوځ ملاتړ ورسره و، په لږه موده کې د کشمیر د جګړو لویه برخه د پاکستاني سخت دریځو له لوري پر مخ وړل کیده چې پخوا به ځایي کشمیري جنګیالیو کولي. که څه هم د دغو جګړه مارو له لوري ترسره کیدونکي تروریستي کړنې پخپله د پاکستان لپاره د انديښنې وړ نه وي ځکه هغوي دغه جنګیالي ازادي غوښتونکي بلل خو دا هغه څه و چې له امله یې واشنګټن پاکستان د تروریزم د ملاتړو هیوادونو په لست کې شامل کړ.
کانګریس په ۱۹۷۹ کې یو بله لایحه هم تصویب کړه او له مخې يې د بهرنیو چارو وزارت مکلف و چې هر کال د استخباراتي راپورونو پر اساس هغه هیوادونه مشخص کړي چې سخت دریځه وسله والو سره مرستي کوي په ۱۹۹۴ کې چې ما د بهرنیو چارو په وزارت کې دنده درلوده ما ولیدل چې د پاکستان نوم په څو بیلابیلو لستونو کې و، پداسي حال کې چې پاکستان د امریکا نژدي متحد بلل کیده خو بیا هم پدغو لستونو کې به یې له ایران او شمالي کوریا غوندي سر کښو هیوادونو سره یو ځای نوم لیکل کیده، مګر بیا هم د امریکا د بهرني پالیسي مسوولینو په ویل چې د پاکستان په اړه استخباراتي راپورنه په معیار پوره ندي او سترګې يې ترې پټولې.
د ۱۹۹۸ په مې میاشت کې هند په رسمي ډول اټومي سرګلولې و ازمویلې، د امریکا له لوري له سختو هڅو او د بندیزونو د اخیستلو له وړاندیز او نورو غوړه مالیو سره سره چې پاکستان له بالمثل کار څخه را وګرځوي بیا هم پاکستان په څو ورځو کې دننه اټومي وسلو ته لاس واچوي او پنځه د اټومي وسلو ازموینې يې وکړې. پدې کار سره امریکا سخته خپه شوه، د ۱۹۹۹ کال په اوړي کې پاکستان خپل نظامي ځواکونه تر کنترول لاین د هند لوري ته واړول او هلته یې د کارګل په غرني سیمه کې سخت تشنج جوړ کړ، هغه وخت چې زه پاکستان ته راغلم د امریکا او پاکستان اړیکي تر بل هر وخت سړې وې او دا سخته وه چې وویل شي چې اړیکي به تر دې هم سړیږي. څو میاشتي وروسته د اکتوبر پر ۱۲مه، د پوځ مشر جنرال مشرف لومړی وزیر نواز شریف په یوه سپینه کودتا کې له واکه لیري کړ. د نواز شریف د واک پر مهال فساد اوج ته رسیدلی و او له واکه د بدنامۍ تر حده ناوړه استفاده کیده، د امریکا سفارت هیله درلوده چې پدې کودتا سره به په پاکستان کې بیرته ولسواک ارزښتونه را ژوندي شي او مثبت بدلونونه به راشي. خو د یو انتخاب شوي حکومت د چپه کولو په خاطر د واشنګټن له لوري د پاکستان پر نظامي حکومت نور بندیزونه هم ولګول شول.
دې هر څه د امریکایانو لپاره کومه خاصه مانا نه درلوده ځکه امریکا له ۱۹۸۹ نه چې شورویان له افغانستانه ووتل له جنوبي اسیا يې خپل لاسونه ور ټول کړي و، کله چې په ۱۹۹۲ کې د شوروي له ملاتړه برخمن د ډاکتر نجیب الله حکومت د امریکا او پاکستان د ملاتړو مجاهدینو له لوري نسکور شو نو دغه جګړه ماران په خپلو کې سره په جنګ شول، په افغانستان کې سیاسي انارشي حاکمه شوه او کابل د کورنیو جګړو میدان شو، دیارلس کلن جنګ په دغه هیواد کې قبیلوي جوړښتونه کمزوري کړل، جګړه مارو او سیمه ییزو زورواکو چې شخصي ملیشې يې درلودې ځانونه د قومونو مشران بلل او د هیواد په لویه برخه کې ویره او وحشت خپور و.
د افغانستان په جنوبي ښار کندهار کې حالات تر بدو بدتر و د ۱۹۹۴ په مني کې ښار د سیالو جګړه مارو ته منځ ویشل شوی و او په پوره اطمینان سره یې خلک لوټل، پر هغه لویه لاره چې له دغي سیمې تیریده د نشه یانو او مجرمینو له لوري پاټکونه جوړ شوي و او د دغې لاري له مسافرو او موټر چلوونکو به یې جزیه اخیسته ځیني وخت به یې ښځې هم برمته کولې او تیری به یې ورباندي کوی.
یوې ۳۰ کسیزې ډلې ملایانو چې اکثره یې پخواني مجاهدین و او د دوي شاګردانو چې طالب یې ورته ویل د ملامحمد عمر په نوم د یو ناپيژندل شوي کس په رهبرۍ چې د دوي لخوا د مشر په توګه ټاکل شوی و ظهور وکړ او په ښکاره توګه يې موجودو جنایت کارانو ته وویل چې له خپلو کړنو لاس واخلي کله چې هغوي د دوي خبره ونه منله نو د ملاعمر کسانو د جنایت کارانو پر یوه تر ټولو بدنامه پوسته باندي برید وکړ پدې پوسته کې څو ورځي وړاندي دوې میرمنې چې د هرات ولایت اوسیدونکې وي برمته شوې وي، جنسي تیری ورباندي شوی و او وروسته وژل شوي وې، د ملا محمدعمر کسانو دغه پوسته له منځه یوړه او پدې کار سره يې د کندهار د اوسیدونکو چې د بې قانونۍ له امله پوزي ته راغلي و او د جرمونو د قربانیانو پام ځانته واړوي، په لږه موده کې دغه ډله خورا ځواکمنه شوه، سیمه ییزو سوداګرو دغو دیني زده کوونکو ته چې ځانونه یې طالبان بلل وسلې، پیسې او موټر ورکول.
طالبانو د یو کوچنۍ خو مستقلې ډلې په توګه په ۱۹۸۰ یمو کلونو کې د کندهار ښار په وشاخوا سیمو کې د شورویانو پر وړاندي په جهاد کې برخه درلوده، له نورو ډلو سره د دوي توپیر په دې کې و چې د نورو ډلو د قبیلوي ريښو پر ځای یې جوړښت په دیني لحاظ شوی و، اکثره غړي يې په پاکستان کې د مهاجرو د کمپونو ځوان زده کوونکي و، ډیر شمیر طالبان هغه یتیمان و په دیني مدرسو کې زده کړې کړې وې او په کمپونو کې را لوي شوي و. کله چې د شورویانو له ماتې وروسته دغه کسان له کمپونو په دایمي توګه خپلو کلیو ته راستانه شول نو له دودیز او کلیوالي ژوند څخه د لیري پاته والي په وجه دوي په ټولنه او قوم کې تنها پاته شول که څه هم یو شمیر دغه کسان د شوروي پر وړاندي جهاد او بیا وروسته کورنیو جګړو کې ښکیل و خو د زورور جګړه مارو په شتون کې دوي کوم خاص حیثیت نه درلود.
په کندهار کې د جنایت کارانو د پوستې پر وړاندي له کوچني پاڅون وروسته دغه کسان په ګڼ شمیر کې د ملامحمد عمر په ډله ورګډ شول، طالبان ډیر ژر د یو سیمه ییز سیاسي ځواک په توګه مطرح شول او د خلکو پام یې ځانته واړوي، اکثره جګړه مار قوماندان د دې پر ځای چې ورسره وجنګیږي ورسره یو ځای شول او د راتلونکي په اړه یې سره جوړ جاړی وکړ.
په کندهار کې له پرمختګونو وروسته ډیر ژر طالبانو شمال لور ته مخه کړه او د سوځونکي اور په څیر خپاره شول دغه ډله چې ډیری غړي يې د پاکستان له مدرسو راغلی و سخت دریزه اسلامپاله، بې زغمه او نه بخښوونکي کسان و خو د سیمي افغانان چې د خپلسریو او بې قانونیو له امله ځوریدلي و د دغې ډلې رامنځ ته کیدل د حالاتو اړتیا بلله، طالبان ساده خو رښتنی خلک و او د پیل په دوو کلونو کې د دوي اکثره نظامي بریاوي د دوي د پوځي وړتیاو په نسبت د هغو پاڅونونو له امله وې چې سیمه ییزو پښتنو به پخپلو سیمو کې د ټوپکیانو پر ضد کول او له د طالبانو له رسیدو سره سم به یې واک دوي سپاره، پراخې سیمې يې بې له جګړې ونیولې او په ۱۹۹۶ کال يې د افغانستان پلازمینه کابل هم د طالبانو لاس ته ولوید.