لیکوال : رابرټ ایل ګرینیر

ژباړونکی: بسم الله پښتون مل

شپږم څپرکی

هغه جنګ چې ونه شو

۲۳ مارچ ۲۰۰۱

جولايي ۲۰۰۱

په غوټو بار او د جیټ الوتکې له سفره ستړي زه، پاولا او ډوګ د ویرجینیا ایالت د روزلین سیمې ته له پاکستانه راورسیدو، موږ په رخصتي راغلي و او همدا شیبه مې ټلیفون ته زنګ راغی، ما فکر وکړ چې ټلیفون به زما لپاره نه وي ځکه هیڅوک نه پوهیدل چې موږ دلته یو.

د ټلیفون له بله اړخه د یوې ښځې له اطمینانه ډک ږغ راغی او ویې ویل : ښاغلی ګرینیر ! رییس، ښاغلی ټینټ غواړي سبا سهار اوه نیمې بجې تا په خپل دفتر کې وګوري.

له ځان سره مې وویل : اوووو ولا فعاله دي .

سهار چې زه د رییس دفتر ته ورسیدم نو هلته یو شمیر نور کسان هم راټول و پدغو کې د ټینټ د دفتر رییس جان موزیمن، مرستیال رییس جان مک لاپلن، د تروریزم ضد څانګې CTC مشر کوپر بلک او سرپرست عمومي مشاور جان ریزو و، جورج د خپل میز شاته ناست و او زما خواته یې کتل تر څو ما د کنفرانس په لوي میز کې پیدا کړي کله چې هغه د مجلس د مشر په توګه پر خپل ځای کیناست نو لویه پلنډه کاغذان یې مخ ته کيښودل.

زه پوه شوم چې دا هغه ګڼ راپورونه دي چې ما مرکزي دفتر ته رالیږلي دي ځیني یې د تیر کال و، پدغو کې زما هغه نظریات او ارزونې لیکل شوې وې چې څنګه کولی شو چې جنګ تر طالبانو ور ورسو، د دغو راپورونو چې اوس د جورج ټینټ په لاس کې و مهم ټکي په نښه شوي او تفسیر شوي و.

زما په پیغامونو کې هغه ممکنه لاري بیان شوې وې چې زموږ استخباراتو موږ ته ویلي و او په مارچ کې چې ما ولسمشر بوش ته توضیحات ورکړي و له هغه راهیسي څلور میاشتي تیري شوې وې او په دغو څلورو میاشتو کې زموږ د کامیابۍ فرصتونه او امکانات څو چنده زیات شوي و د طالبانو تر واک لاندي مهمې سیمې دې ته اماده وې چې نا ارامه شي ځکه د طالبانو د سختو فرمانونو پر وړاندي د خلکو حوصله مخ پر خلاصیدو وه. د ملاعمر له لوري د کوکنار پر کښت د بندیز لګولو د دوي سره مرسته ونه کړه بلکه زرګونه بزګران ددې فرمان پر خلاف و ځکه دوي یې د لوړي ګټې له حاصلاتو محرومول.

د اسامه بن لادن او افغان عربو د موجودیت په اړه د طالبانو خپل منځي اختلاف مخ پر زیاتیدو و ځکه دوي اوس په حکومت کې دننه د بل حکومت په توګه را څرګندیدل، دوي هغه څه کول چې زړه یې ورته ویل او هلته تلل چې خوښه یې وه، د هیڅ شي د اجازي په اړه یې خپل کوربانه نه خبرول، د القاعدې عرب مشرانو پر طالبانو باور نه درلود هغوي یې وروسته پاته بلل او شرم یې نه ځیني کوی، کله چې به اسامه غوښتل په هیواد کې کوم لور ته ولاړ شي نو ساتونکو به یې طالبان له مخکې نه خبرول، د سفرونو پر مهال به یې افغانان لیري ساتل او د امنیت په خاطر به یې درواغ ورته ویل.

که څه هم له طالبانو او د مسلکي عرب جنګیالو چې په (۵۵۵ عرب غونډ) کې جنګیدل د القاعدې مالي مرستې د پام وړ وې خو هیڅکله د عربانو قرباني او د دوي پیسې بې حسابه نه وې، هغه عربان چې په لومړۍ کرښه کې جنګیدل ظالمان و او یواځي د اسامه بن لادن د مذهبي لارښوونې يې په پام کې نیولې، دا چې پیسې یې درلودې نو اقتصادي بدلونونه په خاص ډول د طالبانو په مرکز کندهار کې په دوي پوري تړلي بلل کیدل، اکثره مشران طالبان هسي په نوم په حکومت کې و په اصل کې واک ټول د بن لادن کسانو تر لاسه کړی و. حتی پخپله ملاعمر د دغه عرب سرمایه دار په اړه شکمن و ځکه هغه به له والیانو، قومندانانو او نورو لوړپوړو طالب چارواکو سره پخپل سر او خپله خوښه اړیکي جوړولې او هغوي ته به یې ډالۍ ورکولې په اخر کې ملاعمر په یو لیک کې له اسامه غوښتنه  وکړه چې له طالبانو سره ټولې مالې مرستې باید د ده د دفتر له لاري وشي.

پخپله ملاعمر له اسامه سره ستونزه نه درلوده هغه د سعودي له لوري د نړیوال جهاد د مفکورې پلوی و د ملاعمر رسمي موقف « امرالمومنین» و او دده لپاره دا لقب یوازي د عزت پخاطر نه و، اسامه که څه هم له ملا عمر سره ښې اړیکي درلودې خو بیا یې هم خپل افغان خواخوږي په ښه ډول نازول او ځان یې هغوي ته یو نړیوال شخصیت معرفی کړی و. د ملا عمر نژدې همکارانو خپلې انديښنې پټې ساتلې خو په افغاني ټولنه کې دا ډول خبري تر ډيره پټي نه پاته کیږي ډیرو طالبانو غوښتل چې عربان له افغانستانه ولاړ شي، زموږ جاسوسانو ویل چې ملااخترمحمد عثماني چې لنډ نوم یې ملا عثماني، په جنوبي زون کې د طالبانو نظامي قومندان او له ملا عمر را وروسته د طالبانو په منځ کې دوهم ځواکمن کس و د اسامه بن لادن له شتون سره مخالف و او پدې اړه يې خپل ږغ هم پورته کړی و.

زما نظر داو چې که د پيسو په مرسته دغه ازاد خیاله کسان راپورته کړو او له دې سره د پښتنو په یو شمیر مهمو سیمو کې هغه ځايي مشران چې زموږ ورسره اړیکي وي هم په نا ارامیو لاس پوري کړي او موږ وکولی شو چې دغه وسله وال بغاوت ته د افغان عربانو پر وړاندي د کرکې سره تړاو ورکړو نو د طالبانو د مشرتابه پام به مو په ښه ډول دې موضوع ته را اړولی وي، کیدای شي هغوی به د میلمه پالنې لپاره دومره ستره بیه ورنکړي، زه پدې باور نه وم چې زما قبایلي بغاوت کوونکي به طالبانو په ماتولو او له منځه وړلو بریالی شي لویه هیله  مې دا وه چې په پدغه جګړو او بغاوت سره به د ملاعمر په نژدي کسانو کې د عربانو د موجودیت پر وړاندي مخالفتونه زیات شي او نور به یې ونه زغمي، دا بدلون به بالاخره ملاعمر هم قانع کړي چې په کومه بهانه ځان له اسامه بن لادن او نورو جنجالي میلمنو څخه خلاص او خپلې اړیکي ورسره پای ته ورسوي.

طالبانو او په خاص ډول ملا جلیل موږ ته دا څرګنده کړې وه چې د دوي مهمې غوښتنې څه دي، دوي ددې زیات لیواله و چې د یو قانوني حکومت په توګه په رسمیت وپيژندل شي دوي غوښتل په ملګرو ملتونو کې د افغانستان خالي څوکۍ دوي وسپارل شي.

د طالبانو په رهبري کې یو شمیر لوړو پوړو چارواکو غوښتل چې نړیوال بندیزونه له افغانستانه لیري شي افغانستان ته سوله راشي او د سوداګرۍ او کار و بار د پرمختګ زمینه برابر شي.

زما په فکر که موږ په سم وخت له خپلو فشارونو او هڅونو کار واخلو نو کیدای شي حالات داسي شي چې د طالبانو رهبري شورا ملاعمر وهڅوي یا یې مجبور کړي چې له اسامه سره خپلې اړیکي ختمي کړي هغه او د القاعدي نور کسان مجبوره کړي چې له خپلو مرکزونو ووزي ځکه دغه مرکزونه یې د امریکا لپاره هدف و. خو دا ټول تر اوسه فقط نظریه وه.

د ۲۰۰۱ په پسرلې کې د ولسمشر سره د مارچ د میاشتې له مجلس وروسته ما خپله دغه نظریه سفیر میلام ته وړاندي کړم، موږ موافقه وکړه چې که زه د طالبانو پر خلاف په اقدام لاس پوري کوم نو دی به هم راسره وي، دې به زما د هغو لیکونو او راپورونو سره د تایید سر خوځوي چې زه یې د دغه کار لپاره سي ای اې ته استوم او دا به تاییدوي چې زما غوښتنې او کړنې ددې سبب کیږي چې طالبان ممکن د اسامه بن لادن سپارلو او یا شړلو ته مخ کړي.

خو د سفیر هڅو کومه څرګنده پایله نه درلوده په بهرنیو چارو وزارت کې هیچا دا موضوع جدي ونه نیوله او موږ يې ژر په علت هم پوه شو، د بهرنیو چارو وزارت یو کار کوونکي راته وویل: ګوره! په بهرنیو چارو وزارت کې خپلو تجربو ماته ښودلې په سیاسي لوبو کې ډیره دلچسپي هم د نا امیدي سبب ګرزي. د طالبانو په اړه هر څه حتی د نرمۍ ښودلو ته  هم د سیاسي ماتې په سترګه کتل کیدل، طالبانو له امریکا سره سختې ستونزي درلودي پر ښځو باندي د دوي ظالمانو بندویزونو هغه ځانګړي څه ول چې امریکايي ملګري يې تري اخیستل، ماویس لینو چې د یو مشهور تلویزیوني بحث د چلوونکي میرمن و له داسي یو یوې مېرمني سره د سټیج پر سر را ښکاره شوې چې چادري يې اغوستي وه دوي غوښتل په دې ډول د لیدونکو پام په افغانستان کې د مذهبي واکمنو له لوري روانو بې عدالتیو ته را اواړوي ، چادري په افغانستان کې د طالبانو له لوري پر میرمنو لازمي شوې وه.

په امریکا کې له دغه ډول حرکتونو او لاملونو سره یې د همږغۍ پريښودل سخت و خو موږ اوس له طالبانو سره په یو داسي حالت کې پاته و چې نور مو د اسامه په اړه (هو) نه شو اوریدلی، په امریکايې تلویزیونو کې د چادري په اړه نمایشونو او خبرو په افغان کلیو کې خاص اثر هم نه درلود.

ما دا ټولې خبري د سي ای اې رییس ته دهغه په دفتر کې وکړې وروسته هغه خپلې پوښتنې پیل کړې او زما له ځوابونو یې له ځان سره يادښتونه اخیستل، د مارچ میاشتي راهیسي په واشنګټن کې هم ډیر بدلون راغلی و هغه  وخت د طالبانو پر وړاندي د کوم پټ کار تر سره کول په اجنډا کې نه و شامل، خو اوس دغه کار د کاري اجنډاو مهمه برخه جوړوله د نړۍ له بیلابیلو برخو د تخنیکي وسایلو او جاسوسانو راپورونو رییس جورج ټینټ او د سي ای اې اداره په قانع کړي و چې د القاعدې له لوري یو لوي برید یقیني او ډیر ژر ترسره کیدونکی دی، ټینټ له کندولیزا رایس او کوپر بلک سره په خپلو پر له پسې ناستو کې هغوي ته قناعت ورکړی و چې باید امریکا په برید کي لومړۍ شي خو تر پایه دا خبره نه وه فیصله شوې چې امریکا باید څنګه برید وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *