لیکوال : رابرټ ایل ګرینیر

ژباړونکی: بسم الله پښتون مل

دوهمه برخه

د جګړې پر لاره

پاکستان، طالبان او القاعده

دریم څپرکی

ښه وختونه

۱۹۹۹ د نومبر ۱۲مه

له پيښي وروسته یو عیني شاهد کیسه کوله چې د موټر حرکتونه ډیر عجیب او غریب و، د نامعلوم علت له مخې چلوونکی خپل موټر نشو پارک کولی ، موټر به څو فټه مخ ته شو بیا به یې ریرورس وکړ څو لحظې به انتظار و بیا به یې موټر مخ ته کړ او ریورس به شو دا کیسه لس – دولس ځله تکرار شوه موټروان به لږ ځای ته تغیر ورکړ خو موټر يې نه دروی او داسي ښکاریده چې ددې کار تر شا کوم علت شته، بالاخره موټر د امریکا سفارت له دیواله درې سوه فټه لیري پر سپين میدان ودرید، ور څیرمه د محکمې ودانۍ وه نور يې شاوخوا هیڅ موټر یا بل دیوال نه و. عجبه وه هیڅ مشکل نه و رښتیا هم عجبه وه .

ټيټ ږغ مې غوږ شو لکه سړی چې د خپلې ګيډي اواز اوري، شیبه وروسته زه پر غولي پروت وم زما شاوخوا کسان چې تازه یې ماته د خپلو راپورونو اورول پیل کړی و ماته حیران و، پرې چیغه  مې کړه: پروت وکړئ

پداسي حال کې انسانان غواړي چې کړکیو ته ځان ورسوي تر څو وګوري بیرون څه روان دي؟ یو کال مخکې د کینیا په نایبروبي کې د امریکا د سفارت کسانو همداسي کړي و کړکیو ته نژدي شوي و خو کله چې چاودنه شوې وه نو اکثره يې ټوټه ټوټه کړي و، خو ما خپلو ملګرو ته امر وکړ چې په ټيټ تګ ځان مرکزي سالون ته ورسوي ځکه هلته به موږ د سفارت په شاوخوا ودانیو خوندي یو د سفارت ودانۍ له خښتو جوړه وه. څو پر له پسې دقیقې د سفارت د لوړ منزل ټول کارکوونکي په کښته هنکرونو کې غلي و، ښه شیبه وروسته زه په احتیاط ولاړ شوم تر څو وګورم څه روان دي، له نژدي کړکۍ مې په لیري میدان کې سپين موټر ولید چې لوګي ترې پورته کیږي .

برید کوونکي ډير چالاکه و درې عادي SUV ګاډي چې د شا د سیټونو هنداري په نیم شفاف پلاستیک پوښ  او۱۰۹  ملي متري چینايي توغندي پکې نصب شوي و په برید کې کاریدلی و، د سفارت تر څنګ برید کوونکو د ښار په بله څنډه کې د امریکا د سفارت د کلتوري څانګې بله ودانۍ هم په ریموټ  کنترول توغندي باندي په نښه کړې وه او دریم برید هم د ښار منځ کې پر هغه سیمه باندي شوی و چې ګڼ د ملګرو ملتونو دفترونه پکې میشت و، که څه هم وروستي دوه هدفونه په توغندیو لګیدلی و خو بیا هم هیڅوک نه و وژل شوي یواځي د سفارت د کلتوري څانګې د دفتر یو پاکستانی ساتونکی په پارچو سخت ژوبل شوی و، لومړنیو څیړنو ښودله چې زموږ پر دفتر توغول شوي دوه توغندي یواځي څو انچه له هغې کړکۍ پاس تیر شوی و چې زه به ورته نژدي کیناستم، سره له دې چې بریدکوونکو پوره چمتوالی نیولی و او هدف يې هم سم په نښه کړی و خو یواځي د موټر او ودانۍ تر منځ واټن یې غلط کړی و او له دې امله زه او ګڼ ملګري مې وژغورل شو. دغه برید موږ متوجه کړو خو ښه داوه چې راکټونه څو انچه پاس تیر شوی و راتلونکی پسرلی په زړه پوري نه و یواځي څلور میاشتي مې کیدلې چې زه دې هیواد ته راغلی وم او له دا ډول هرکلی سره مخ شوم.

د استخباراتو د مسلکي کارکوونکي لپاره ننګونې په ګټه وي او هغه مهال په پاکستان کې ډیر داسي څه و چې موږ يې مصروفه کولي شو، دغه یاغي هیواد چې په ۱۹۹۹ کال کې يې د خپلواکي ۵۲ کلونه پوره شول په ۱۹۴۷ کال کې د برتانوي هند د تجزيې په پایله کې رامنځ ته شو او له هغه راهیسي یې خپل جنوبي ګاونډي سره څلور جګړې کړې وې، وروستۍ هغه یې د کارګل جګړې په نامه وه چې اسلام اباد ته زما تر راتګ څو اونۍ وړاندي پای ته رسیدلې وه، حتی بهرنیان هم د هند پر وړاندي د پاکستانیانو کرکه په واضح ډول درک کولی شي، د دغو دوو هیوادونو تر منځ د اختلاف عمده ټکی د کشمیر غرنۍ سیمه ده چې د هند په شمال کې واقع ده، پاکستان غواړي چې د کشمیر مسلمان میشه سیمه په دوي پوري وتړل شي خو د دواړو هیوادونو تر منځ د ۱۹۴۷ د لومړنۍ جګړې راهیسي هندوستان دغه سیمه نیولې ده. د کشمیر سیمه لا هم ویشلی ده او سرحدي کرښه یې د (کنترول لاین) په نامه یادیږي چې د دواړو هیوادونو د پوځونو له لوري يې کلکه څارنه کیږي، پاکستان د دې لپاره چې د کنترول لاین پوري غاړه کشمیر هم تر لاسه کړی د سیمه ییزو یاغیانو ملاتړ کوي تر څو د اشغالګر هندي پوځ سره جګړه وکړي، په سیمه کې د هندي پوځ له لوري له عام ولس سره وحشت او تیریو د پاکستان د شیطانت لپاره لا ښه زمینه برابره کړیده.

د پاکستان رامنځ ته کیدل د سړې جګړې سره هم مهاله وه کله چې برتانوي هند وویشل شو هندوستان د هغه مهال شوروي اتحاد ته ځان نژدي کړ له هغوي څخه یې په پراخه کچه نظامي مرستې او وسلې تر لاسه کړې او ددې په مقابل کې کمونیست ضد پاکستان د امریکا خوا ونیوله، پدې وخت کې د امریکا له لوري یو اتحادیه رامنځ ته شوه چې وروسته یې د (سینټو) نوم ځان ته غوره کړ او موخه يې د کمونیستي مستعمرو زړه ماتي کول و، پاکستان د دغې اتحادیې غړی شو او د شوروي پر ضد یې له سینټو سره په خاصه توګه استخباراتي برخه کې همکاري کوله دا همکاري په پوره احتیاط سره کیدله او د دواړو لوریو لپاره ګټوره او موثره وه ، خو کله چې په ۱۹۶۰ کې د شوروي په فضا کې د پرانسس ګرې جاسوسي الوتکه وویشتل شوه نو پراخ ډیپلومات کړکیچ رامنځ ته شو ځکه دغې الوتکې د پاکستان له هوايي ډګره الوتنه کړې وه .

 په ۱۹۷۹ کال کې چې کله شوروي اتحاد په افغانستان برید وکړ نو د امریکا او پاکستان اړیکي ډيري زیاتي شوي ځکه هغه وخت د پاکستان د نظامي استخباراتو اداره (ای ایس ای) افغان مجاهدینو ته د امریکايي وسلو او پیسو د رسیدو عمده لاره وه چې بالاخره د همدې ای ایس ای له لاري افغان مجاهدینو ته پرمختللی دافع هوا (سټینګر) توغندي ورسیدل، د دواړو استخباراتي ادارو له لوري د مجاهدینو ملاتړ د بری لومړی نښه وه او بالاخره په ۱۹۸۹ کال کې شوروي اتحاد د نظامي ماته وخوړه او له افغانستانه یې خپل پوځونه وایستل، په هغه وخت کې د سي ای اې کارکوونکو د افغان جګړې لپاره د ( شوروي ضد جهاد) اصطلاح کاروله، د جهاد لغوي مانا هڅه ده او هغه مهال لا د جهاد لفظ خپل ارزښت نه و بایللی.

په ۱۹۸۰ لسیزه کې د امریکا او پاکستان تر منځ استخباراتي همکاري اوج ته رسیدلې وې او ورسره د دواړو هیوادونو عمومي اړیکي هم ډيري پراخي شوي وي، ددې پخاطر چې پاکستان د شوروي پر وړاندي د افغان جهاد د منظمولو خطر پر غاړه واخیست امریکا د دغه هیواد سره ډیري مرستي وکړي چې پکې د F – 16 جنګي الوتکو ورکړه او د زیاتو اقتصادي او پرمختیايي پروګرامونو عملي کول شامل و.

د امریکا او پاکستان د اړیکو له پیله د همکاري او مهربانۍ تر څنګ خړ پړتیاوي او توپیرونه هم رامنځ ته شوي دي د امریکا لپاره پاکستان مهم خو په عیني حال کې یو جنجالی ملګری دی، پدغه هیواد کې ولسواکي د امریکا لپاره ښه خبر و خو هلته نظامي کودتاګانو امریکا په ویره کې اچوله، له هند سره جنګونه او په ختیځ پاکستان (اوسني بنګله دیش) کې د دغه هیواد لخوا سختو ظلمونو ته امریکا د ستونزو په توګه کتل او په خاصه توګه د افغان جهاد پر مهال له ۱۹۸۰ – ۱۹۹۰ پوري یو شمیر کړیو د پاکستان په اړه دا نظر درلود چې دغه هیواد د امریکا د هغې پالیسي چې د پراخي ویجاړۍ د وسلو د مخنیوي لپاره یې عملي کوي سخت مخالف دی. پدغه لسیزه کې د کانګریس له لوري داسي قوانین تصویب شول چې د امریکا د حکومت لپاره یې د لنډ مهاله پالیسو د تطبیق مخه نیوله او پر ځای يې پر اوږده مهاله اهدافو د تمرکز غوښتنه کوله، خو بیا هم داسي لیوالتیا موجوده وه چې باید له اوسنیو او واقعي ستونزو سره مقابلې ته د اوږد مهاله انګیرنو پر ځای لومړیتوب ورکړل شي. د امریکا حکومتونو ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو کې د پاکستان پر وړاندي له نرمښت څخه کار اخیست خو کانګریس به د کلکې څارنې غوښتنه کوله.

په ۱۹۸۵ کال کې کانګریس یوه لایحه چې د سناتور لیري پریسلر له لوري وړاندي شوه او وروسته د (پریسلر لایحې) په نوم مشهوره شوه تصویب کړه، پدغه لایحه کې له حکومته غوښتنه شوې وه چې باید هر کال د دې تایید وکړي چې پاکستان اټومي وسلو ته د لاس رسي هڅه نه کوي تر څو د دغه تصدیق له مخې د امریکا د مرستو حقدار و اوسي، خو دا چې پاکستان په افغان جګړه کې د شوروي پر ضد له امریکا سره همکاري کوله نو د ریګن او جورج بوش حکومتونو څو کاله  اټومي وسلو ته د پاکستان د لاس رسي پر هڅو او خپلو قوانینو سترګې پټي کړې، پداسي حال کې چې پر له پسې شواهدو ښودل چې پاکستان د دغسي یو څه په لټه کې دي خو په ۱۹۸۹ کې شوروي عسکر له افغانستانه ووتل نو د امریکا د حکومت له لوري د قوانینو پر وړاندي د بې پروايي علت پاته نشو او په ۱۹۹۰ کال کې يې پر پاکستان بندیزونه ولګول چې له مخې یې له دغه هیواد سره ټولې نظامي او اقتصادي مرستې قطع شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *