تاند- (دوشنبه، د عقرب ۲۷) په داسې حال کې چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کندوز کې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاین د یوه غړي د وژلو تور پر امنیتي ځواکونو پورې کړی او هغه یې غندلی، د کورنیو چارو وزارت او د سیمې اوسېدونکي وايي چې امنیتي ځواکونو پر اعتراض کوونکو ډزې نه دي کړي.
د پېښې شاهدان وايي، د عبدالله عبدالله د همپالنې د انتخاباتي ټیم یو شمېر پلویان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د سیمه ییز دفتر مخته راټول شوي وو چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو د بیاشمېرنې مخه ونیسي، د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري د ویشتل شوي هاوان ګولۍ د انتخاباتو د سیمه ییز دفتر څنګ ته ولګېده چې له کبله یې ۵ تنه ژوبل شول.
وروسته ډاکترانو وویل چې د ټپیانو په منځ کې یوه سا ورکړې ده.
د کندوز د امنیه قوماندانۍ ویندوی انعام الدین رحماني وویل چې وسله والو طالبانو د چهاردرې ولسوالۍ له لوري د هاوان ۳ ګولۍ پر کندوز ښار وویشتې چې په نتیجه کې یې ۴ تنه ژوبل او یو ووژل شو.
په کندوز کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون سیمه ییز دفتر د کندوز پوهنتون ته نژدې د رييس اباد په سیمه کې دی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه خبرپاڼه کې په دې پېښه سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونه باید پر مظاهره چیانو ډزې ونه کړي.
ده ویلي چې دا برید په کلکه غندي.
د کورنیو چارو وزارت تېر ماښام په یوه خبرپاڼه کې دا ادعا په کلکه رد کړه چې ګنې امنیتي ځواکونو پر اعتراض کوونکو ډزې کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دولت د وسله والو مخالفانو د هاوان په ګولۍ یو ملکي وګړی وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي.
دا د څلوېښتو غلو رییس خپلو بادارانو ته سخت وفاداره پاته شویدی.