لیکوال ژورنالست او نوموتي ناول لیکونکي استاد سعدالدین شپون د امریکا په ویرجنیا ایالت کې له اوږدې ناروغۍ وروسته د ۸۴ کلنو په عمر د وږې په ۱۹ نیټه له فانې نړۍ سترګې پټې کړې او تل لپاره یې د پښتو ادب له کورنۍ سره مخه ښه وکړه
په کندوز کې پسرلي ادبي او کلتوري ټولنې د پښتو ادب دنثر د سرلاري او ددغه ستر فرهنګي شخصیت په ویر غوڼډه جوړه کړه او دکندوز فرهنګیانو سره ددغه دروند غم په غم شریکي کې سره راټول شول.
په دغه غونډه کې چې د پسرلي ادبي اوکلتوري ټولنې په دفتر کې وشوه دکندوز پوهنتون استادانو ، قومي مشرانو ، د فرهنګي ټولنو استازو او دپوهنتون محصلینو ګډون کړی وو،
دغونډې په پیل کې د ارواښاد استاد شپون پاک روح ته ددوعا او ارام په موخه د قرانکریم ختم وشوه ، د قران کریم له ختم ورورسته ، دکندوز د اطلاعاتو او کلتور رییس عبید الله نیازي د پردیس کلتوري ټولنې مشر رحمت الله همنوا. د پسرلي ټولنې مشر فدامحمد ارزښت، استاد حفیظ الله شریف استاد نقیب الله اوریاخیل شاعر او لیکوال ډاکتر سید رضا صبور په نوبت سره د اروښاد استاد سعدالدین شپون په ادبی،فرهنګي او ټولنیز ژوند او دده په چاپ شویو اثارو او د ژوند په نورو برخو هر اړخیزې خبرې وکړي او ځوانان یې د ارواښاد استاد په اثارو باندې څیړنې او لوستلو ته راوبلل.
ارواښاد استاد شپون د قاضي برهان الدین زوی او دکندوز په خان اباد ولسوالۍ کې زیږېدلی و، پلار یې قاضي برهان الدین د خان اباد د ورځ پاڼې مسول او ورور یې منهاج الدین ګهیځ د ګهیځ اونیزي د چلولو مسوولیت پر غاړه درلوده.
ارواښاد شپون صیب خپلې لومړنۍ زده کړې دخان اباد ولسوالۍ په سمیه ییز ښوونځي کې وکړې او د نور زدکړو لپاره د هیواد پایتخت کابل ته ولاړ او هلته یې په حبیبې لیسه کې تر ۱۲ دولسمه زدکړې پرمخ یوړلې او د لوړو زده کړو د ترسره کولو په موخه امریکا ته ولاړ او هلته یې د ا دبیاتو په برخه کې خپله ماسټري پای ته ورسوله.
ارواښاد استاد د یو څه وخت لپاره د ملګرو ملتونو په دفتر کې بیا د افغانستان د علومو اکاډومۍ او امریکا غږ راډیو پښتوڅانګه کې دندې ترسره کړي، خو د ژوند ډیر برخه یې پښتو ادب ته د چوپړتیا لپاره ځانګړي کړې وه او دغه قمیتي اثار(شین ټاغی، و نه و یو شپون و، ګټیالی، د سمڅې یاران، بنګې غاړه او ښایستو) چې ټول د چاپ په ګاڼه سمبال دي د پښتو ادب لمن ته ورډالۍ کړل.
د اروښاد شپون صیب جنازه د امریکا څخه خپل ټاټوبی ته راوړل شوه او دهغه وصیت له مخې چې شپون صیب کړی و په لغمان ولایت کې خاورو ته وسپارل شوه ، روح یې ښاد او یاد یې تل ژوندی.
نوررحیم عاطف – کندوز