په کندوز کې د هیواد دنوموتي ناول لیکونکي او په نثر کې د ځانګړی سبک څښتن ارواښاد استاد سعدالدین شپون د دویم تلین په مناسبت د پسرلي ادبی کلتوري ټولنې او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لخوا یو ورځنی علمي سیمینار جوړ شو.
دغه یو ورځني علمي سمینار چې د کندوز ښار ښاروالۍ هوتل کې جوړ شوی و په کې دولتي چارواکو، قومي مشرانو، د پوهنتون استادانو ، زدکړیالانو د مدني او فرهنګي ټولنو استازو، لیکوالانو، شاعرانو، ځوانان او میرمنو ګډون کړی وو.
غونډه د قرانکريم د سپیڅلو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه د هیواد د ملي سرود له غږولو وروسته د پسرلي ادبي او کلتوري ټولنې مشر میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل : (ځینې انسانان په ټولنه کې د ټولنې او خلکو پوره وړي وي خو له ځینو بیا ټولنه او خلک پوره وړي وي ارواښاد شپون صیب هم یو له هغو سترو انسانانو څخه وو چې دغه ټولنه او خلک یې پوره وړي دي ، که څه هم په دغسي سیمینارونو د ارواښاد استاد د کړو خدمتونو حق نه شي ادا کیدای خو بیا هم زموږ دغه لږې هڅې لویو کارونو ته ور پرانیستلی شي ، ارواښاد استاد سعدالدین شپون د خپل قلم او ښکلی هنری نثر په زور کندوز او خان اباد په ډیرو خلکو وپیژنده او ډير هغه خلک چې د استاد هنري اثار یې لوستي په دې تلوسه کې به وي چې کله به د دغو ښکلو ځایونو په لیدلو سترګې خوږوي.)
ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رییس فدا محمد ارزښت د اطلاعات او فرهنګ وزیرې اغلې حسینې ساپۍ پیغام ولوست د خان اباد ولسوالۍ او د شپون صیب د کورنۍ په استازیتوب قومی مشر او د آمو زون کرکټ مسول محمدالله خالد خبرې وکړي نوموړي د شپون صیب د تلین په مناسبت د سیمینار د جوړیدو له امله خوښي وښوده او د کندوز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او پسرلي ادبی اوکلتوري ټولنې څخه یې مننه وکړه.
همدا راز دکندوز د کلیو او پراختیا رییس دوست محمد ریحان، د کلبه ی ضیایی مسول حاجی ضیاالحق ضیایي په نوبت سره د استاد شپون په شخصیت او هنري ژوند هر اړخیزې خبرې وکړې
د سیمینار دویمه برخه کې د کندوز پوهنتون استادانو او لیکوالانو د ارواښاد استاد شپون په ژوند ، د نثر په بیلابیلو ځانګړنو او پښتو ادب ته د استاد د کړو خدمتونو په اړه علمي مقالي ولوستلې د سیمینار په وروستۍ برخه کې هغه ويډیویي کلیپ چې د حیات الله نظري په زیار چمتو شوی وو ګډونوالو ته په سکرین وښودل شو دسیمینار وروستی وینا وال د کندوز ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال نجیب الله عمرخیل خپله ارزښتمنه وینا واروله نوموړي د ارواښاد استاد شپون په ژوند خبرې وکړي او د کندوز اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او پسرلي ادبي او کلتوري ټولنې څخه یې د سیمینار د جوړیدلو له امله مننه وکړه د سیمینار په وروستیو شېبو کې د پسرلي ټولنې غړي لیکوال او شاعر غلام حیدر حیدر له خوا پریکړه لیک ولوستل شو او هغو استادانو ته د کتابونو ډالۍ ورکول شوې چې سیمینار ته یې څیړنیزنې او علمي مقالې لیکلې وې. د سیمینار د ارزولو او دوعایې لپاره قومي مشر او لیکوال ښاغلی حیرت فاریابی راوغوښتل شو، نوموړي د سیمینار د جوړیدلو له امله خوښي وښوده او زیاته یې کړه: په ډیرو غونډو کې مې ګډون کړی خو دا لومړی ځل دی چې په دغه ولایت کې داسې ګټور او علمي سیمینار کې ګډون کوم چې د استادانو له خوا په کې ګټورې علمي مقالې ولوستل شوې نوموړي سیمینار ډیر ګټول وباله د سیمینار له جوړونکو یې مننه وکړه او وړاندیز یې وکړ چې په راتلونکي کې هم د کندوز او د هیواد په نورو شخصیتونو ورته سیمینارونه جوړ کړي ، سیمنیار د فاریابي له خوا په دوعایې سره پای ته ورسیده
راپور: نوررحیم عاطف