تاند- راپورونه وايي چې د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالي کې د طالبانو او نورو خپلسرو وسله والو ترمنځ په نښته کې تر ۳۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندوز خان اباد ولسوالي د غیرمسوولو وسله والو په لوی مرکز بدله شوې او اوسېدونکو یې په ځلونو له حکومته د هغو پر خلاف د اقدام کولو غوښتنه کړې خو حکومت نه دی توانېدلی چې د دغو خپلسرو وسله والو مخه ونیسي.

د کندوز ولایتي چارواکي تاییدوي چې په خان اباد ولسوالۍ کې د طالبانو او غیرمسوولو وسله والو ترمنځ نښتې شوي او په لړ کې یې درنه مرګ ژوبله پېښه شوې ده.

د کندوز ولایتي چارواکي په دې نښتو کې د ۱۲ تنو وژل کېدا او د څه باندې ۳۰ نورو ژوبلېدا تاییدوي.

ویل شوي چې نښته وروسته له دې ونښته چې طالبانو د غیرمسوولو وسله والو پر یوې پوستې برید وکړ.

د نښتو له کبله د جګړې د شاوخوا کلیو اوسېدونکي اړ شوي چې کور- کلي پرېږدي او نورو سیمو ته مخه کړي.

د خان اباد اوسېدونکو په ځلونو له غیرمسوولو وسله والو څخه، چې اکثره پخواني مجاهدین او ملېشه دي، شکایت کړی او له حکومته یې غوښتي چې دې ولسوالۍ ته اضافي پولیس ولېږي خو حکومت تراوسه له ژمنو سره سره نه دی توانېدلی چې اضافي ځواکونه ورولېږي.

د کندوز ځینو چارواکو مخکې ویلي وو چې د کندوز د ملي اردو ډېری ځواکونه بدخشان ته لېږل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *