د ودان افغانستان ګوند اعلامیه:
په ډېره خواشینۍ چې د افغانستان او خلکو دښمنانو یو واربیا د کابل تخار په لویه لاره د مسافرو څو ډلې تښتولې او له منځه یې یو تعداد بېوزلي او عادي مسافر یې په شهادت رسولي دي.
د هېواد دښمن په هیڅ هم صرفه نه کوي، ددوی یو لوی هدف دادی، چې د خلکو په زړونو کې ډار او ترهه واچوي او په دې توګه خلک په دولت او ملاتړ یې بې باوره کړي. خلک له ژوند څخه مایوسه کړي او ترهګر په دې توګه غواړي چې د ویرې په اچولو سره د خپل بیا حاکمیت لپاره خلک تابع کړي.
د خلکو لپاره ترهګر یو تعریف لري او هغه دادی، چې دوی له انسانیت سره، له بشریت سره او له ژوند سره دښمني لري. د هغوی نه لوریږي،چې انسانان د خپلې خوښې سره سم ژوند وکړي، سفر وکړي،روزي پیدا کړي او د ژوند چارې سمبال کړي.
موږ باور لرو چې دا ډول کړنې ورځ تربلې له طالبانو څخه د خلکو تنفر زیاتوي او په مقابل کې یې راولاړيږي. د طالب دا کړنې د سولې نیمه مساعده زمینه هم له منځه وړياو په دې توګه به ټول خلک د طالب په مقابل کې ودریږي.
ودان افغانستان ګوند د شهیدانو له کورنیو سره په دې درانده غم کې ځان شریک ګڼي او په دولت غږ کوي، چې ژر تر ژره د طالبانو پروړاندې اقدام کړي، د مسافرو قاتلین ونیسي، لارې امن کړي او خلکو ته د سر د مصونیت ډاډ ورکړي. دولت او امنیتيځواک یې د افغانستان د خلکو دژوند او امن ضامین دی او په دې توګه دولت باید په بېړه سره ددې تراژیدۍ په هوارولو کې لاس په کار شي.
دغه راز ودان افغانستان ګوند له دولت غواړي چې د خلکو دسفر حق خوندي کړي، هغوی ته اطمینان ورکړای شي او ټولې لویې لارې چې د ترهګرو تر خطر لاندې دي مصونې کړي.
په درناوي
ودان افغانستا ګوند
مرکزي کومېټه
کابل، افغانستان
۱۳۹۵،۳،۱۲