تاند- د کندوز ولایت په ارچي ولسوالي کې د وسله والو طالبانو په یوه حمله کې لږترلږه ۲۹ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
د تخار د والي ویندوی ثناالله تیموري رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دا کسان تېره شپه ناوخته هغه مهال ووژل شول چې وسله والو طالبانو د کندوز او تخار ترمنځ د پُل مومن په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر اډې برید وکړ.
دا سیمه د کندوز په ارچي ولسوالۍ پورې تړلې ده.
خو تاند ته له کندوز څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې په دې برید کې ۳۹ تنه وژل شوي او جسدونه یې د کندوز روغتون ته رسول شوي دي.
طالبانو په دې ناببره حمله کې امنیتي ځواکونه غافل ګیره کړي او نه یوازې دا چې هغوی ته یې درانه تلفات اړولي د امنیتي ځواکونو وسلې هم په لاس ورغلې دي.
د تخار د والي ویندوی وايي چې د طالبانو لاس ته د پُل مومن اډې له لوېدو وروسته د تخار د خواجه غار ولسوالي مرکز هم له خطر سره مخامخ شوی دی.
تیمور وویل، که ژر کومکي ځواک سیمې ته ونه رسېږي، طالبان به د خواجه غار ولسوالي مرکز ونیسي.
طالب يعنی د پاکستان، ايران او د روس سپی