استاد لعل پاچا ازمون د هیواد له هغو فرهنګي شخصیتونو څخه دی،  چې له ټولو فرهنګیانو او فرهنګپالو سره نږدې او خوږې اړیکي لري ، او دغه اړیکې  په خورا زیاتې مینې سره پالي، قدرمن ازمون صیب په ژوند کې له مختلفو بوختیاو سره بیا هم خپله دوکتورا  پای ته ورسوله او په هیواد کې دننه لومړی کس شو چې د دوکتوار اخیستلو ویاړ یې ترلاسه کړ.

پسرلی ادبي او کلتوري ټولنه چې دقدرمن استاد ازمون صیب له نیکو لارښوونو  او مینې څخه برخمنه ده وپتیله چې ازمون صیب ته ددرناوي او مبارکي لپاره غوڼده جوړه کړي.

یاده غونډه دکندوز ولایت دپسرلي ادبی او کلتوري ټولنې په دفتر کې جوړه شوه چې د فراه پخواني والي او د کندوز قومي مشر روح الامین ، قومي سپین ږیرو ،  دکندوز مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس ،دکندوز او تخار پوهنتونونو استادانو،د مدني ټولنو استازو ، لیکوالانو ، شاعرانو او ځوانانو په کې ګډون کړی وو.

په پیل کې د قومي مشرانو  له خواد دروند استاد پوهنوال دوکتور لعل پاچا ازمون صیب ته  دویاړ پټکی پسر کړل شو، ورپسې دپسرلي ادبي او کلتوري ټولنې مشر فدامحمد ارزښت ستیچ  ته را وبلل شو نوموړي ښاغلي ازمون صیب او ورسره راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ښاغلي استاد ته د دوکتورا اخیستلو مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې په راتلونکي کال کې به د هیواد  د ملي او فرهنګي شخصیتونو یاد غوندې او ویاړ غونډې جوړوي. د غونډې نورو ویناوالو د فراه ولایت پخواني والي او دکندوز ولایت قومي مشر روح الامین، د تخار پوهنتون د پښتو ژبې څانګې استاد صفي الله سیلاب، استاد زاهدالله کریمزي ، لیکوال او ژورنالیست ګل رحیم نیازمن، لیکوال او شاعر غلام حیدر حیدر، استاد نقیب الله اوریا خیل هر یو په نوبت سره  مبارکي وویله او د استاد ازمون په شخصیت ، پوهې ، ملګرتیا او فرهنګي پراخو اړیکو یې هر اړخیزې خبرې وکړې، همدا راز غونډه کې د کندوز ولایت دوو غزلبولو شاعرانو عبدالله تنها او فرمان الله سباون له خوا ښکلي او په زړه پورې ترنمونه وشول

د غونډې په ورستیو شېبو کې  د میلمه ویناوال په توګه استاد لعل پاچا ازمون دریځ ته راوبلل شو نوموړي خپلې عالمانه خبرې وکړي، دپسرلي ادبي او کلتوري  ټولنې او له ټولو کندوزي فرهنګپالو یې مننه وکړه چې دده په ویاړ سره راټول شوي وو، همدا راز یې په شمال او په تیره کندوز ولایت کې د پسرلي ادبي او کلتوري ټولنې ادبي او فرهنګي هڅې وستایلي.

غونډه مازیګر  ۵ بجې د قومی مشر حاجی صاحب شیرین آغا ساپي له  خوا دخبرو کولو او دوعایې سره پای ته ورسیده .

راپور: نوررحیم عاطف

One thought on “په کندوز کې د پوهنوال لعل پاچا ازمون د دوکتورا په ویاړ غونډه”
  1. سلام
    ددې لاندې جملې څخه مو هدف څه شی دی چی تاسو په پاس متن کې لیکلی ده

    …. په هیواد کې دننه لومړی کس شو چې د دوکتوار اخیستلو ویاړ یې ترلاسه کړ

    ولې تر اوسه کوم بل کس دوکتورا نه ده اخیستی که څنګه؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *