تاند- وسله وال طالبان وايي چې د کندوز ښار د نیولو لپاره یې د ښار په شاوخوا کې پرمختګ کړی خو امنیتي ځواکونه وايي چې د طالبانو حملې یې ځپلي او طالبان یې په شا تمبولي دي.
طالبانو د کندوز ښار د بیا نیولو لپاره له تېرې اوونۍ څخه د ښار په شاوخوا او شپږو ولسوالیو کې پراخ بریدونه پیل کړل، په خان اباد او امام صاحب ولسوالیو کې یې یو شمېر پوستې ونیولې خو د شاهدانو او چارواکو په وینا د ښار په لور یې پرمختګ د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شوی دی.
د کندوز والي او امنیه قوماندان وايي چې امنیتي ځواکونو طالبانو ته سختې مرګ ژوبلې اړولي دي خو طالبان وايي چې دوی په خان اباد او امام صاحب ولسوالیو کې ۵۵ پوستې نیولي دي.
د کندوز ښاریان وايي چې ۲ ورځې مخکې سخت وارخطا ول او د ډزو ږغونه یې په ښار کې اورېدل خو اوس نه یوازې دا چې د پخوا په شان ډزې نه اوري بلکې ډاډه شوي چې طالبن د ښار په لور پرمختګ نه شي کولی.
افغان امنیتي چارواکي په خان اباد او امام صاحب ولسوالیو کې د طالبانو وروستي پرمختګونه تاییدوي خو وايي چې طالبان یې له هغو سیمو څخه بېرته شړلي چې دې ډلې د حملو په پیل کې نیولې وې.
نه د طالبانو او نه هم د امنیتي چارواکو ادعاوې په خپلواک ډول تاییدېدای شي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن /یکشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د کندوز ولایت په وروستیو نښتو کې۵۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي او په وژل شویو کسانو کې د طالبانو یوه مهم سیمه ییز قوماندان قاري حبیب هم شامل دی.
د دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري هم رسنیو ته وویل:«دښمن ته سختې مرګ ژوبلې اوښتي دي، زموږ ځواکونو په امام صاحب، ارچي او خان اباد ولسوالیو کې ګڼې سیمې له طالبانو او نورو سختدریځو پاکې کړي دي.»
دولت وزیري زیاته کړه:«نن ۳۸ وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۳ نور ژوبل شول، په وژل شویو کې د طالبانو قوماندان ملا بشیر هم شامل دی.»
د لسګونو طالبانو د مړو عکسونه په ډله ییزو رسنیو او ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي دي.
راپورونه وايي چې طالبانو ته د بغلان په ډنډ غوري کې هم سخته مرګ ژوبله اوښتې ده خو ورسره په یووخت په سلګونو کورنۍ یو وار بیا پر سیمه د طالبانو له حملو سره بې ځایه شوي دي.