تاند- راپورونه وايي چې د امریکا د هوايي ځواک په بمبارۍ کې لږترلږه ۱۳ تنه ملکیان په کندوز کې وژل شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي او ځینې چارواکي تاییدوي چې دا پېښه په چهاردرې ولسوالي کې شوې ده.
په دې سیمه کې له څو ورځو راهیسې له وسله والو طالبانو سره د افغان امنیتي ځواکونو او نړیوالو قواوو جګړې روانې دي.
راپورونه وايي چې امریکايي ځواکونو وروسته له دې له هوايي ځواکه کار واخیست چې له طالبانو سره په جګړه کې ښکېلو افغان کومانډو ځواکونو د هوايي ملاتړ غوښتنه وکړه.
د سیمې اوسېدونکي وايي، د شپې له بمبارۍ وروسته، سهار مهال طالبانو مجبوره کړل چې د هغوی مړي له کنډوالو راوباسي، په همدې وخت کې بیا بمباري وشوه.
د امریکا د پوځ یوه ویندوی ټام ګریسبک وايي چې د ملکیانو د وژل کېدو له ادعا خبر دی او په دې اړه تحقیقات کوي.
د افغان کومانډو ځواک ویندوی احمد سلیم وايي چې ملکیان نه دي وژل شوي او یوازې ۲۵ طالبان وژل شوي دي.
سلیم وايي، په تېرو ۳ ورځو کې په کلي کې کومانډو ځواکونه عملیات کوي. دی ادعا کوي او وايي«موږ د سهار په بمبارۍ کې د ۸ تنو وژل شویو ویدیو لرو، ټول وسله وال طالبان دي.»