تاند- له کندوز څخه په ورکړای شویو راپورونو کې ویل شوي چې د یوې انتحاري حملې په نتیجه کې لږترلږه ۲۹ تنه وژل شوي دي.
د لومړنیو راپورونو له مخې، اکثره وژل شوي کسان هغه خپلسري وسله وال دي چې هم له امنیتي ځاکونو او هم له وسله والو طالبانو سره جنګېږي.
د خان اباد ولسوال حیات الله امیري نن /یکشنبه/ رسنیو ته وویل چې تېره شپه ناوخته یو انتحاري د جنایتکارو ډلو غونډې ته ورننوت او ځان یې والوزاوه.
د امیري په وینا په دې برید کې ۲۵ تنه خپلسري وسله وال، چې ده جنایتکاران وبلل، وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.
د خان اباد ولسوال وايي چې په وژل شویو جنایتکارانو کې د هغو ۴ مشران هم شامل دي.
همداراز ویل شوي چې په برید کې ۴ عام افغانان وژل شوي دي. په دې برید کې ۱۹ تنه ژوبل شوي چې ۱۵ یې عاک خلک ښودل کېږي.
تراوسه پوري د دې برید مسوولیت چا منلی نه دی.
خان ابا د کندوز هغه ولسوالي ده چې خپلسري وسله وال پکې زیات فعال دي. دا وسله وال د خلکو په وړاندې له هیڅ راز جنایته ډډه نه کوي. ویل کېږي چې د دوی فعالیت په کندوز ولایت کې یو وار بیا طالبانو ته د فعالیت لاره اواره کړه.