تاند- په کندوز ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې د ښځو او ماشومانو په شمول ۳۰ تنه ملکیان وژل شوي او نژدې ۳۰ نور ژوبل دي.

د کندوز چارواکي وايي، دا کسان تېره شپه د دغه ولایت په بُز قندهاري سیمه کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې ووژل شول.

د کندوز چارواکي وايي چې په نښته کې نژدې ۳۰ وسله وال طالبان هم وژل شوي او تر لسو ډېر نور ژوبل شوي دي.

دوی د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلو شمېر ۱۰ تنه ښيي.

د کندوز امنیه قوماندان جنګل باغ ادعا وکړه چې ۲۶ ملکیان وژل شوي خو د هغو په منځ کې د طالبانو د کورنیو غړي هم شامل دي.

په ولسي جرګه کې د کندوز استازي معلم چاري او د کندوز دولتي چارواکي محمد یوسف ایوبي  اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې ملکیان د دواوو خواوو به جګړه کې وژل شوي دي.

د کندوز روغتون ريیس ډاکتر محمد معیم منګل وویل، روغتون ته د ماشومانو په شمول د وژل شویو کسانو مړي وروړل شوي او ۳۰ تنه نور، چې ښّې او ماشومان پکې شامل دي، تداوي شوي دي.

وسله والو طالبانو بیا ادعا کړې چې جګړه مارو یې په جګړه کې ۱۶ امریکایان وژلي دي. دوی د ملکیانو د وژل کېدو یادونه هم کړې ده.

د کندوز د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، په بز قندهاري سیمه کې د طالبانو پر ضد په عملیاتو کې خاصو افغان ځواکونو او هوايي ځواک برخه لرله.

ویل شوي چې ملکیان په بمبارۍ او دغه راز د دواړو ښکېلو خواوو په ډزو وژل شوي دي.

په وژل شویو ملکیانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

په کندوز کې امنیتي چارواکي وايي، دا عملیات یې د دې لپاره وکړل چې طالبانو بیا غوښتل پر ښار یرغل وروړي.

One thought on “په کندوز کې ۳۰ ملکیان وژل شوي او همدومره نور ژوبل دي”
  1. اوس ورته پرتوګ هم کنډۍ!
    هرچاته معلومه ده چه ملکیان چا شهیدان کړل؟
    غلام حکومته تباه اوبرباسۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *