تاند- درې وسله وال طالبان نن په داسي حال کې په خپلو چاودېدونکو موادو ووژل شول چې غوښتل یې د سړک په غاړه چاودېدونکي مواد ځای پرځای کړي.

د کندوز ولایت د پولیسو ویندوی سید سرور حسیني شینهوا خبري اژانس ته وویل: په وژل شویو کسانو کې یو تن، چې قاري محمد نومېده، په سیمه کې د طالبانو مشر و.

د حسیني په وینا دغو کسانو غوښتل چې د کندوز ښار پر یوه سړک چاودېدونکي مواد ځای پرځای کړي.
طالبانو تردې دمه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

له بلې خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې امنیتي ځواکونو د کندوز په شمول په بېلابېلبو ولایتونو کې ۲۴ وسله وال مخالفان وژلي دي.

One thought on “په کندوز کې ۳ طالبان پر خپلو چاودېدونکو موادو ووژل شول”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *