تاند- د امریکا بې پېلوټه الوتکو ډیورنډ کرښې ته نژدې په کورمه ایجنسۍ کې د حقاني شبکې پر غړیو حمله وکړه.
رویټرز خبري اژانس ته د وسله والو طالبانو او د پاکستان حکومتي سرچینو نن /سې شنبه/ وویل، په دې برید کې، چې پرون /دوشنبه/ وشو، د پاکستان مېشتې حقاني شبکې ۵ غړي وژل شوي او ۸ نور ژوبل شوي دي.
د پاکستان رسنۍ د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ تنه ښيي.
حمله دقیقاً په هغه سیمه کې شوې چې تېره اوونۍ امریکايي – کاناډايي جوړه له ۵ کاله برمته توبه وروسته خوشي شوه.
د کورمې ایجنسۍ پولیټیکل ایجنټ یا د مرکزي حکومت استازي بصیر خان وزیر وویل، څلور بې پېلوټه الوتکو د دوشنبې په ورځ پولې ته نژدې د طالبانو پر پټنځایونو ۶ توغندي وویشتل.
رویټرز ته د طالبانو یوه غړي د نوم د نه افشا کېدو په شرط ویلي «په څو خټینو کورونو، چې مجاهدینو ورڅخه کار اخیست، بې پېلوټه الوتکو ۶ میزاییل وویشتل، دوه یې پر هدف ولګېدل.»
دغه طالب ویلي چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو مهم کسان شامل نه دي، خو یوه بل طالب وویل چې د دوی قوماندانان وژل شوي دي.
شاهدانو ویلي چې د بې پېلوټه الوتکو ږغ یې واورېد او ژر یې دوړې ولېدې چې په اسمان کې خپرې شوې.
د سیمې یوه اوسېدونکي ګلاب شېر وویل چې ډېر ځلې په سرحدي سیمو بې پېلوټه الوتکې ویني خو دا لومړی ځل و چې په یو وار څلور بې پېلوټه الوتکې ښکاره شوې او حمله یې وکړه.
دا له کله چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړې ده، پر پاکستان د بې پېلوټه الوتکو څلورمه حمله ده.
کور د خراب شه! په کرمه کې څه کوئ دلته ستاسې تر سترګو لاندې ګرځي ولې پدي باندي ړانده شوي یاست، دا نن يې څومره خونړي حملې کړي