لیکنه: خالد حق مل 

کورني تولیدات یعنې هغه تولیدات چې د هیواد په داخل کې د داخلي یا بهرنیو اومه موادو څخه تولیدیږي، یو له هغه سرچینو څخه دي چې کولای شي یو هیواد د اقتصادي پلوه په پښو ودروي. د وروسته پاتې او یا مخ پر وده هیوادونو د اقتصادي غښتلتیا لپاره تر کورنیو تولیداتو بل ښه فکټور نه شته او همدا تولیدات بیا د اقتصادي انقلاب سبب هم ګرځيدی شي. زمونږ هیواد چې اوس یې د مخ پر وده هیوادونو په لیسټ کې شاملولی شو، کورنیو تولیداتو ته ارشده اړتیا لري او تر ډیره دې برخې ته د تیرو ۱۸ کالو راپدیخوا د پانګه والو پام هم راګرځیدلی دی.

په دې وروستیو کې د کورنیو تولیداتو تهیه کوونکي په دې عقیده دي چې د کورنیو تولیداتو په کیفیت باندې د خلکو باور تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلی دی او تر ډیره حقیقت هم دی؛خو د هغو خلکو خبره د ملاحظې وړ ده چې وایې ټول کورني توکي بې کیفیته دي ځکه چې یو شمیر کورني تولیدات داسې هم لرو چې د اسیا او آن د نړۍ په سطحه د مقایسې وړ دي. خو اوس پوښتنه دا ده چې دا بې باوري د چا لخوا ده او ولې خلک په کورنیو تولیداتو باندې بې باوره دي؟

تیره ورځ مې په ټولنیزه رسنۍ یو مضمون خپور کړی و چې په هیواد کې زیاتې صنعتي او تولیدي فابریکې شته چې د کورنیو تولیداتو لپاره لیبل او پیک کونې پاکټونه د زیات چاپي لګښت او په کورنیو تولیداتو باندې بې باوري او ځینو نورو علتونو له امله د نورو هیوادونو د فابریکو څخه په غیر قانوني او قاچاقي ډول له سرحده را اړوي او په داخل کې د تولید شوو توکو د پیک کولو او لیبل لګولو لپاره ترې ګټه اخلي، چې دولت یې باید مخه ونیسي. خو په تبصرو کې زیات خلک په دې اند ول چې ګوندې په دې برخه کې فابریکې نه بلکې یواځې خلک ګرم دي چې په کورنیو تولیداتو باندې بې باوره دي او د دوۍ په نسبت بهرنیو تولیداتو ته زیاته ترجیح ورکوي، نو د فابریکو مسولین هڅه کوي ترڅو د بهرنیو فابریکو په لیبل او پاکټ باندې خلک تیر باسي او داخلي توکي د بهرنیو توکو په نوم وپلوري.

د دوۍ د ځواب او د خلکو د لا پوهاوي په خاطر لیکم چې د تولیداتو د بازار موندلو لپاره څو فکټورونه مهم دي چې باید په پام کې ونیول شي:

د هر څه نه مخکې د کیفیت تضمین مهم دی چې خلکو ته ورکول شي، که د تولیداتو کیفیت مو له پیله ښه و او د باور وړ و نو هیڅ کله به هم ستاسې په تولیداتو باندې بې باوري رامنځته نه شي؛ خو که په پیل کې مو په خراب کیفیت سره تولیدات مارکیټ ته وړاندې کړه نو که وروسته بیا په کیفیت باندې هرڅومره خواري هم وکړئ خو د خلکو باور مو له لاسه وتلی او بیا به ډیر په سخته باور جوړ کړئ.

زمونږ په صنعت او تولید کې یوه عمده ستونزه دا هم ده چې په امتحاني تولیداتو باندې هومره خواري نه کوي، څومره چې پکار ده، چې همدا هم یو علت کیدای شي چې په تولیداتو باندې خلک بې باوره شي.

دوهمه خبره د عامه پوهاوي او بازار موندنې ده، که ماښام تلویزون یا راډیو تعقیب کړي وبه ګورئ چې هر چینل په ساعت کې لسګونه اعلانات درباندې ګوري خو که همدې اعلاناتو ته پام وکړئ د کورنیو او بهرنیو تولیداتو ترمنځ په توپیر به ډیر ښه پوه شئ.

د کورنیو تولیداتو اعلان غیرمنظم، نه جذبونکی او زیاتره وخت د نارینه وو په غږ کې ثبت شوي وي خو که همدا مهال بیا د بهرنیو تولیداتو اعلاناتو ته ځیر شئ هغه ډیر جذاب ، منظم ، لنډ او ډیر کله په ښځینه غږ کې چې یو ډول د توجه وړ ګرځي ثبت شوی وي.

عصري مارکیټینګ یا بازارموندنه وایې چې د اعلان پرمهال د تولیداتو په ګټو وغږیږئ خو دلته برعکس اوس هم هماغه روایتې بڼه د اعلاناتو چې پکې د تولیداتو په جوړښت او عناصرو تمرکز کیږي، جوړیږي او خپریږي چې همدا د عامه پوهاوي پر نشتوالي یا کموالي دلالت کوي.

د دولت عدم اجرات یو بل فکټور دی چې د کورني تولیدات د رکود او لویدو باعث ګرځي. حکومت باید په بهرنیو تولیداتو باندې Tariff  او Quota (ګمرکي محصول او حد ټاکل) ولګوي ترڅو هغه تولیدات چې له بهره راواردیږي قیمت یې لوړ شي او خلک مجبور شي چې کورنیو تولیداتو ته مخه وکړي.

Tariff یا ګمرکي محصول هغه اندازه ټیکس یا مالیه ده چې حکومت یې په وارداتو او صادراتو باندې په بندرونو کې لګوي چې دي سره حکومت په اسانۍ سره کولای شي ترڅو د وارداتو او صادراتو حد کنټرول کړي. که وغواړي چې کوم تولیدات یې هیواد ته په کمه اندازه را وارد شي نو زیات ګمرکي محصول پري لګوي چې دې سره سوداګر مجبوریږي چې په هماغه اندازه تولیدات راوارد کړي چې دلته ورته مارکیټ ولري.

Quota سهمیه یا حد ټاکل: هغه لیمټ یا حد ټاکلو ته وایي چې حکومت یې د وارداتو او صادراتو په اندازې لګوي لکه د افغانستان حکومت امر وکړي چې په طورخم باندې به د یوې میاشت په جریان کې د ۱۰۰۰ ټنو څخه زیات وړه نه را اوړي نو دې حد ټاکلو ته کوټا یا سهمیه وایي.

که حکومت په وارداتو باندې کوټا او ټاریف ولګوي نو ښکاره خبره ده چې خلک به کورنیو تولیداتو ته مخه کړي.

دي او دي ته ورته عواملو په اساس په اسانۍ سره پریکړه کولای شو چې حکومت او فابریکو په لوی لاس د خلکو بې باورۍ ته لاره هواره کړې ده او خلک په دې برخه کې تر ډيره ملامته نه دي.

One thought on “په کورنیو تولیداتو باندې بې باوري چا رامنځته کړې؟”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *