دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې اوس پښتانه د پخوا پر خلاف خپل ژوندي هم لمانځي. تر دې پخوا به يوازې هغه څوک لمانځل کېدل او غونډې به پرې جوړېدې چې کله به يې له دې نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړې. خو دا څو کلونه کېږي چې افغانان په ځانګړې توګه پښتانه خپل مشران او نوميالي په ژوند سره لمانځي.

د دې لمانځنې ښه والی په دې کې دی چې مشر، نوميالی او هغه څوک چې د لمانځنې وړ وي او لمانځل کېږي هغه خپله هم پوه شي چې ملت او ولس يې مينه ورسره لري او د کارنامو ستاينه يې کوي. د هغه چا لپاره چې لمانځل کېږي، په لمانځغونډه کې د همغه کس ګډون او شته والی د هغه لپاره ډېره د وياړ خبره ده.

 موږ په هېواد کې ډېر نوميالي لرو، خو له بده مرغه چې ډېر ښه استعدادونه مو تل د سيمه ييزو کرکو او تعصبونو ښکار کېږي. ماته يو کس چې د پښتو ژبې ښه او تکړه کيسه ليکوال او ناول ليکونکی دی تر اوسه يې تر لسو ډېر د کيسو او ناولونو کتابونه ليکلي دي، ويل، که چېرې زه د پلانۍ او يا هم پلانۍ سيمې وای ډېر نوم به مې درلود خو اوس مې تر دې چې ډېرو لويو غونډو ته هم څوک نه خبروي.

 دا ډېره د شرم او افسوس خبره ده چې موږ په کور کې کورګی، په ټبر کې ټبرګی او په پښتو کې پښتوګۍ جوړوو، يا هم کله کله خپل ګړدود او لهجې ته د معياري ليکدود ځای ورکوو. موږ بايد خپل غريب ملت ته کار وکړو ځکه چې دا بېوزله او لوېدلی ملت پورته کولو او لاس ورکولو ته اړتيا لري. که چېرې موږ يو کس تر يوې او بل تر بلې سيمې پورې وتړو دا به مو له دې بېوزله او ځورېدلي ملت سره لويه جفا کړې وي، او خپل شته استعدادونه به مو وژلي وي.

بايد له نورو ملتونو يې زده کړو، نور ملتونه او ټبرونه خپلو تبر په لاس وژونکو ته هم د بابه او مشر خطاب کوي، له ناپاک نوم سره يې د (رحمت الله عليه) کلمه زياتوي. خو موږ خپل عالم او په هر څه پوه هم رټو او په سيمه او ګړدود پسې يې تړو. موږ په کشرانو کې ښه استعدادونه لرو که چېرې هغوی ته پاملرنه ونکړو او ويې نه هڅوو کېدای شي له لاسه يې ورکړو.

 زه خپله يوه خاطره يادوم، څو کاله وړاندې مې د لومړي ځل لپاره د ايرانۍ ليکوالې د ارواپوهنې کتاب (بلوغ او د هويت ستونزه) له فارسي څخه وژباړه، چې صالح محمد صالح راته ډيزاين کړ او وروسته دانش خپرندويې ټولنې چاپ کړ. بيا څو وخت وروسته د هېواد له يو مشر ليکوال او فرهنګي سټې سره يو ځای کې ناست وم، دا چې زما لومړی کتاب چاپ شوی وو، ورته خوشاله وم کتاب مې ورته وړاندې کړ. پرته له دې چې کتاب په دقت او پاملرنې سره وګوري راته ويل يې، دا خدمت نه بلکې جرم دې کړی. دا خبره يې ډېر په جدي توګه راته  وکړه، زه حيران شوم چې څنګه داسې خبره کوي. ما ويل ولې مې جرم کړی، ويل له ژباړې ژباړه جرم دی، ما ويل چې دا خو له ژباړې ژباړه نه بلکې د اصلي ليکوال کتاب مې ژباړلی. مطلب دا چې هغه زه ونه هڅولم بلکې لا يې په خپل خدمت او کار پښېمانه کړم، چې وروسته د هغه د خبرې بېرته اخيستو هم ګټه نه کوله، ځکه چې هغه ناخوانده امضا کړې وه. نو له دې څخه مې موخه داده چې د خپلو کشرانو لږ کار ته بايد په لويه سترګه وکتل شي او وهڅول شي، ځکه که چېرې د هغه کار ته په درنه سترګه وکتل شي او وهڅول شي هغه به ډېر ژر نور هم خپل کار ته پام وکړي، پرمختګ به وکړي او که چېرې ورته سرچپه خبره وشي نو کېدای شي چې د پرمختګ په ځای شاتګ وکړي.

څو ورځې مخکې مې د درانه شخصيت ښاغلي حبيب الله غمخور صيب برېښناليک تر لاسه کړ، چې دوی په سوېډن کې د دوستۍ فرهنګي ټولنه، د افغانانو علمي او فرهنګي مرکز او آريانا فرهنګي ټولنې په مرسته اوګډې همکارۍ د هېواد د علمي، ادبي او فرهنګي شخصيتونو د لمانځنې اوعلمي کنفرانسو د جوړولو په لړ کې د هېواد د تکړه ليکوال، ژورنالېست او تاريخ ليکونکي ښاغلي غوث خيبري لمانځغونډه کوي چې په دې لړ کې يې له ليکوالو او ژورنالېستانو د خپلو نظرونو او پيغامونو غوښتنه کړې وه. په دې کار ډېر خوشاله شوم. ځکه چې خيبري صيب د خپل ژوند په بهير کې د خپل ملت لپاره ډېر ستر  د وياړ وړ او ارزښت لرونکي کارونه کړي او په زړه پورې کتابونه يې ليکلي دي.

خيبری صيب خپل ملت ته درويشت کتابونه ليکلي چې دوه نور کتابونه به يې هم په نژدې کې چاپ شي. دا ډېر د خوښۍ ځای دی. چې د دوستۍ فرهنګي ټولنه د ملت د رښتينو خادمانو ستاينه او لمانځنه کوي. الله دې وکړي چې زموږ ټول هېوادوال نور د خپلو نومياليو او عالمانو ستاينه وکړي او وروسته له دې څخه د پوهې په واسطه سيمه ييزې کرکې په مينه او محبت بدلې  کړي او تل د وروڼو په توګه له يو بل سره خبرې اترې وکړي او يو د بل نظرونه په خوښۍ سره ومني او وزغمي. په پای کې بيا هم په سوېډن کې د دوستۍ فرهنګي ټولنې او نورو اړوندو ټولنو مننه چې د غوث خيبري په څېر پوهان او نوميالي يادوي او خپل ځوان پاړکي ته يې ورپېژني او درانه خيبري صاحب ته د ۸۷ يم پسرلي د راتلو مبارکي وايم الله دې ډېر ژوند ورکړي، څو د خپل ويده ملت په ويښولو کې له خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړي.

په درنښت

((يادونه: دا ليکنه د تکړه ليکوال، ژورنالېست او تاريخ ليکونکي ښاغلي غوث خيبري د لمانځغونډې په مناسبت ليکل شوې وه، چې په اړه يې په سوېډن کې جوړ شوی و.))

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *