د بغلان له امنیه قومندان جنرال امين الله امرخېل سره مرکه
مرکه کوونکی: رحمت الله امرخېل
* * *
رحمت الله امرخېل: امرخېل صاحب که د مرکې په پيل کې راته د خپلو زده کړو په هکله راته مالومات راکړئ؟
امين الله امرخېل: بسم الله الرحمن الرحيم، امرخېل صاحب تاسو ته او قدرمنو لوستونکو ته خپل سلامونه ډالۍ کوم، او له لوی افغانستان اونيزې څخه مننه کوم، چې دلته بغلان ته راغلی او د دې ځای د امنيت په اړه راسره مرکه کوی.
ستاسو د پوښتنې په ځواب کې به ووايم چې، زه په ميدان وردګو د ولايت په يوه نظامي کورنۍ کې زېږېدلی يم، زما پلار هم نظامي دنده لرله، نو کله چې ما هم خپلې لومړنۍ زده کړې پای ته ورسولې، نو ما هم وغوښتل چې د خپل پلار په څېر نظامي دنده ولرم، نو له همدې کبله حربي ښوونځي ته لاړم او د حربي ښوونځی څخه په لومړی درجه فارغ شوم، نو بيا حربي پوهنتون ته لاړم او له ياد پوهنتون څخه په لومړۍ درجه فارغ شوم.
رحمت الله امرخېل: لومړی دنده مو چيرته ترسره کړه؟
امين الله امرخېل: کله چې له پوهنتون څخه فارغ شوم، لومړی دنده مې په شين ډنډ کې ترسره کړه.
رحمت الله امرخېل: او نورې کومې دندې مو پر مخ وړي دي؟
له هغې وروسته انقلاب شو، چې بيا مې په جهاد کې هم ګډون درلود له هغې وروسته مهاجرت دوره وه بيا چې کله افغانستان بېرته خپله خپلواکي ترلاسه کړه،بيا زه يو څه موده د پخواني د دفاع وزير ستر جنرال رحيم وردګ چې په جهاد کې هم زه ورسره يوځای وم، د هغه سره په دفاغ وزارت کې مې د ياور په توګه دنده ترسره کړه او له هغه وروسته په افغانستان کې خپل منځي جنګونه پيل شول، بيا مې ځان کورنيو چارو وزارت ته تبديل کړ يو څه موده مې په ياد وزارت کې دنده ترسره کړه له هغه وروسته په کور کېناستم او بالاخره چې د طالبانو رژيم ړنګ شو، د کرزي صاحب حکومت پيل شو، زه په ژاندارو پوليسو د عمومي مديريت ريس شوم او له هغه وروسته جلالي صاحب چې د کورنيو چارو وزير وه د هغه سره مې هم د ياور په توګه دنده ترسره کړې او له هغه وروسته د کابل نړيوال هوايي ډګر د سرحدي پوليسو د قومندان په توګه مې دوه کاله دنده ترسره کړه او کله چې په کابل هوايي ډګر چې کومې ستونزې را پيدا شوې نو ما په کې خپله دنده له لاسه ورکړه، چې بيا درې کاله په کور ناست وم، بيا د پوهنې وزير فاروق وردګ له خوا راته وړانديز وشو او د هغوی په غوښتنه مې د هغه سره د مشاور او د پوهنې وزارت د محفوظيت او مسنوعيت د ريس په توګه مې دوه کاله دنده ترسره کړه، بيا د کورنيو چارو وزارت راته د شرق د لومړي زون د سرحدي پوليسو قومندانۍ راته وړانيز وکړ، چې د ننګرهار، کونړ او د نورستان امنيت را په غاړه وه هلته مې دنده ترسره کړه او بيا د پاکستاني پوځيانو له خوا پر موږ بريدونه کېدل او له ډيورنډ کرښې هم د پاکستان پوځيان دېخوا راوښتي وه، او په موږ به يې بريدونه کول، ما وزارت ته پېشنهاد وکړ، چې موږ ته امر راکړي ترڅو موږ ورته ځواب ورکړو خو د کورنيو چارو وزارت راته امر نه راکوو، او د سيمې خلکو راته ويل چې زموږ کور لاندې پاتې شوی دی، چې مخکې به پکې د افغانستان پوليس ول اوس پکې د پاکستان پوځيان دي زما وړانديز چې وزارت ونه منه نو ما هم د هغه ځای ولس ته ځواب نه شو ورکولای نو دې ته اړ شوم چې له خپلې دندې استفا ورکړ، نو له خپلې دندې مې استفا ورکړه، بيا دوه کاله په کور کېناستم او له هغه وروسته د نړيوال پوليسو انټرپول پولیسو کې مې دنده ترسره کړه هلته هم ډېره ستونزې وې هلته هم وزارت راسره مرسته نه کوله نو ما هم له دندې استفا ورکړه او له هغې وروسته اوس مهال د بغلان ولايت د امينې قومندان په توګه خپله دنده پر مخ وړم.
رحمت الله امرخېل: تاسو د افغانستان په شرق کې د سرحدي پوليسو د لومړي زون قومندان په توګه دنده ترسره کړې کنړ، نورستان او ننګرهار کې کومې امنتي ننګونې وې، چې تاسې ورسره مخ وی؟
امين الله امرخېل: هغه سيمې تاسو ته بهتره مالومې دي، چې له ډيورنډ اخوا د افغانستان تاريخي دښمن پروت دی، دا ډېرې خطرناکې سيمې دي، چې هلته مخالفين، القاعده، ISI او د پاکستان استخباراتي شبکې موجودې دي، چې هر وخت به دغو سيمو له خوا په موږ باندې بريدونه کېدل او تاسو دا يو څه موده مخکې وليدل، چې موږ خپل ۲۰ د ملي اردو اتلان هلته شهيدان ورکړل دا هم د هغوی له خوا شهيدان شول، له دې نه مخکې هم موږ ډېر شهيدان ورکړي دي او وخت نه وخت له هغو سيمو له خوا به موږ په نښه کېدو او هغوی غوښتل چې کونړ، نورستان او ننګرهار باندې بريدونه وکړي او دا سيمې نا امنه کړي ترڅو د هغو لارو څخه د قاچاق لپاره کار واخلي او د افغانستان شتمني، چې د کونړ، نورستان او د ننګرهار چهارتراش لرګي او په دې سيمې کې ډېر قيمتي معدنيات شتون لري، چې هغه قيمتي ډبرې له همدې لارو څخه پاکستان ته قاچاق کړي، چې په هغه وخت کې زه د دوی په پلان پوهېدلی وم، ما مرکزي حکومت له دې پلانونو څخه خبر کړ، خو په هغه وخت کې زما خبرو ته چا پاملرنه نه کوله او د هغه ځای ولسونو زه له ګرېوانه نيولم، چې ته حکومت يې موږ شهيدان کېږو تاسو ولې اقدام نه کوئ، زه بې ځوابه وم، نو همدا لاملونه ول چې ما له خپلې دندې استعفا ورکړه.
رحمت الله امرخېل: د سيمې خلک وايي، چې پاکستاني پوځيان اوس د ډيورنډ د کرغېړنې کرښې څخه هم دېخوا راغلي دي، هغه سيمې چې مخکې افغان سرحدي پوليسو په واک کې وي اوس د پاکستان د پوځيانو په واک کې دي، دا خبره تر کومه بريده واقعيت لري؟
امين امرخېل: دا خبره واقعيت لري، که تاسو اوس ګوشتې ته لاړ شئ هغه سيمې چې مخکې زموږ په واک کې وې اوس د پاکستاني پوځيانو په واک کې دي، په هغه پوسته باندې چې زموږ اتل قاسم خان شهيد شو اوس هغه پوسته هم د پاکستاني ملېشاوو په لاس کې ده.
رحمت الله امرخېل: امرخېل صاحب تاسو په انټرپول پوليسو کې هم دنده ترسره کړې ده، په انټرپول پوليسو کې کومې ستونزې وې او ولې مو هغه دنده پرېښوده؟
امين الله امرخېل: په انټرپول کې ډېرې زياتې ستونزې وې چې زه ورسره په هغه وخت کې مخ شوی وم، يو خو زموږ حکومت پرته له يو څو هېوادونو لکه، چين او عربي امرات چې له دوی سره موږ د مجريمينو د نيولو توافقنامه لاسليک کړې ده، له نورو هېوادونو سره موږ دا توافقنامې نه ده لاسليک کړې ، همدا لامل وه چې کله به موږ يوه قضيه وڅېړله کوم مجرم به مو تعقيب کړ او د هغه د نيولو هڅه به مو کوله، نو د هغه ځای حکومت به موږ ته د مجرم د نيولو او تسليمولو اجازه نه راکوله او هغوی به ويل چې ستاسو هېواد له موږ سره توافقنامه نه ده لاسليک کړې، نو موږ ته به يې مجرم نه استردادوه، ډېر داسې کسان اوس هم شته، چې په افغانستان کې يې قتلونه، غلاوې او بېلابېل جرمونه کړي دي خو له بده مرغه اوس هم په بېلابېلو هېوادونو کې آزاد ګرځي، څو وارې دا ستونزه ما له مرکزي حکومت سره شريکه کړې وه، خو په هغه وخت کې چارواکو په دې اړه هېڅ کوم اقدام ونه کړ.
رحمت الله امرخېل: تاسو اوس مهال د بغلان ولايت د امنيې قومندان په توګه کار کوئ، څرنګه چې ما ستاسو په اړه په بغلان ولايت کې پوښتنه کړې ټول ولسونه ستاسو له کارونو څخه خوشحاله دي او وايي چې کله نه جنرال امرخېل د بغلان ولايت قومندان شوی دی نو په بغلان کې امنيت خورا ښه شوی دی، کله چې تاسو بغلان ولايت ته راغلي او دلته مو دنده پیل کړه تاسو له کومو ستونزو سره مخ شوئ او د ولس ملاتړ مو څرنګه ترلاسه کړ؟
امين الله امرخېل: زه خپله هر وخت د بغلان ولايت له ولسونو سره ګورم هره ورځ په لسګونه سپين ګيري او قومي مشران له بېلابېلو ولسواليو او کليو څخه راځي او له ماسره د خپل کلي، ولسوالۍ ستونزې شريکوي بيا زه ورسره په هغه برخه کې مرسته کوم او له دوی سره په غم او ښادۍ کې شريک يم، ما هغه پوليس او اربکیان ټول له دندو ګوښه کړل کومو نه چې د بغلان ولایت اوسېدونکو شکايت درلود او هر وخت چې زموږ کوم پوليس د خلکو سره بد چلند کوي هغوی له موږ سره اړيکه نيسي او زه يې هغه قضيه څېړم که دا خبره په پوليس باندې ثابته شي په همغه وخت يې له دندو لرې کوم، هغو اربيکانو نه چې خلکو شکايتونه لرل او د اربکيانو نومونه يې بد کړي وه هغه مې ټول له دندو ګوښه کړي دي او اوس دلته په پوليسو باندې د خلکو باور زيات شوئ دی او زه ډېر خوشحال يم چې ولس له ماسره ولاړ دی چې له حکومت سره خپله ولس مرسته ونه کړي حکومت هېڅ وخت بريالی کېدای نشي، زما د موبايل شمېره له ټولو سره شته کله چې کومه پېښه کېږي يا پر چا باندې شک من کېږي نو موږ خبروي د ولس مرسته له موږ سره شته ده ځکه خو په خپلو کارونو کې بريالي يو.
رحمت الله امرخېل: امرخېل صاحب هېوادوالو ته مو پيام څه دی؟
امين الله امرخېل: هېوادوالو ته مې دا پيام دی، چې ټاکنې يوه ملي پروسه ده بايد ټول افغانان په ډاډه زړه پرته له کومې ویرې لاړ شي د رايو صندوقونو ته او د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي او هم کليو بانډو کې خلک تشويق کړي ترسو د ټاکنو په پروسه کې ګډون وکړي او په خپلو رايو باندې ولسمشر وټاکه او زه خپلو ټولو هېوادوالو ته او په خاصه توګه د بغلان اوسېدونکو ته ډاډ ورکوم چې ستاسو امنيت به موږ نيسو او ډاډه دې لاړ شي او خپله رايه دې وکاروي او پوليس په انتخاباتو کې بې طرفه دي يوازينی دنده مو د امنيت ساتل دي.
رحمت الله امرخېل: امرخېل صاحب ډېره زياته مننه چې له ډېرو بوختياو سره سره مو زموږ غوښتنه ومنله او له موږ سره مو مرکه وکړه خدای مو راته تل همداسې بريالي لره، بيا هم مننه.
قدرمنو لوستونکو دا وه د دې اونۍ مرکه چې له ښاغلي جنرال امين الله امرخېل سره کړې وه، تر بيا د خدای په امان.
ژوند ژوند لوی افغانستان
——————————
له لوی افغانستان اوونیزې څخه په مننې
رحمت الله امرخېل صاحب تاسو څخه مننه چې دا خبرې نه دی خلک خبر کړ او جنرال صاحب دی ژوندی وی
دا کرزی ولی ویده دی یو ورځ به کابل هم ونیسی خو دی به خبر نه وی موږ لا د لوی افغانستان داوی کوو
دا سه رقم حالت دی یاره خدای دی خیر کوی