د مطالعې وخت او شرطونه:

کله مو، چې ذهن ارامه وو طبعیت مو جوړ وو مطالعه وکړئ! یعنې تر ټولو ښه وخت مو د مطالعې لپاره ځانګړی کړی. په ستړي ذهن، جبري ویلو او په چورتي حالت کې مطالعه مه کوئ، ځګه ګټه نه کوي. وخت مو له ځان سره تنظیم کړی د ستړیا په صورت کې، د کتاب او مطالعې لورته ته مه ځی تر، ټولو ګټور وخت مو زده کړې او مطالعې ته ځانګړی کړی. کله هم، چې ستړي وی، تلوزیون وګوری، خپل موبایل مو چک کړی او … خو ګټور وخت مو په تلوزیون لیدلو، ټیلفون چک کولو او نورو بې ګټې شیانو باندې مه تېروی، همدې ته کار ته د وخت مدیریت کول وایي!

په لاندې وختونو کې درس مه وایئ:

۱- په وږې ګېډه: په وږي ګېډه درس مه وایئ، ځګه په غوسه کیږی.

۲- په مړه ګېډه:  کله مو، چې ډېره ډوډۍ وخوړه او پوره ماړه شوی، هم د مطالعې پر لور مه ځئ؛ ځکه د معدې او کولمو فعالیت زیاتیږي، په مغزو کې د وینې تګ راتګ کمیږي، دا کار د دې لامل کیږي، چې بیا هم تاسو د ستړیا احساس وکړی او بې حوصلې شئ.

۳- کله مو، چې له چا سره شخړه کړې وي او په غوسه وی:

په داسې حالتونو کې هم مطالعه مه کوئ؛ ځګه کېدای شي د مطالعې پر وخت مو هغه څه په ذهن کې تېر را تېر شي، چې له مقابل کس سره د شخړې په وخت کې تېر شوي، چې همدغه شیان بیا د دې لا مل ګرځي تر څو له مطالعې خوند وا نه شئ اخیستی.

مور او پلار باید د اولادونو د درس ویلو لپاره لاندې ټکې په پام کې ونیسي:

تل دا مه ورته وایئ: (( پورته شه درس و وایه، ولې دومره خوشی ګرځي؟ ته درس نه لري؟ د فلاني زوی یا لور نه ګورې شپاړس ساعته درس وایي) دغه جملې مو له اولادونو سره په درس ویلوکې هېڅ راز مرسته نه شي کولای! ډېرې نورې لارې چارې هم شته، چې کولای شي ستاس اولادونه د مطالعې لپار وهڅوې، چې په نورو لیکنو کې به پرې خبرې وکړو.

د مطالعې لپاره ځانګړي او مناسب وختونه:

۱- سهار وختي: هر کله، چې سهار وختي له خوبه پاڅېږي، دا وخت د مطالعې لپاره تر ټولو ښه وخت دی، ځګه ذهن مو له نورو موضوع ګانو پاک دی یعنې په ذهن کې مو نورو موضوع ګانو ځای نه وي نیولی، نو سهار وختي له خوبه پورته شی او تر سهارنۍ خوړلو مخکې وخت مو د درس ویلو لپاره ځانګړی کړی.

۲- مخکې تر ویده کېدو:

ځکه نور مو ټول کارونه تر سره کړي، د نن لپاره مو داسې څه په ذهن کې نه درګرځي، چې باید تر سره یې کړئ، مخکې له دې، چې خوب مو یوسي، په خپل موبایل کې ځان مه مصروفوی، دینې مسالې، او یا د ادبیاتو تاریخ مطالعه کړی، فلم مه ګوری، ځګه، خوب به مو نا ارامه وي او فلمي صحنې به مو په ذهن کې در ګرځي، چې همدا د خوب د اختلال سبب ګرځي او کله، چې خوب ونه کړی، بیا هم د ورځې په اوږدو کې نه شی کولای، چې خپلې چارې په سمه توګه سرته ورسوی.

د ځان لپاره مهال وېش جوړ کړئ

تر ټولو لومړی وخت حساب کړی، د بېلګې په توګه په اونۍ کې ۶ ورځې پوهنتون یا ښوونځي ته ځی او ۵ ساعته درس وایی، چې ټول ۳۰ ساعته کېږي نو تاسو په یوه اونۍ کې دېرش ساعته د زده کړې لپاره لری، خو کیدای شي د درس ویلو په څنګه کې نور ډیر کارونه هم ولری، چې باید تر سره یې کړی نو خپل مهال وېش مو داسې جوړ کړی، چې، د هر څه لپاره ځانګړی وخت ولرئ، تفریح او ورزش هم له یاده مه باسئ، ځګه که تاسو روغ صحت ونه لری، زده کړه هم نه شی کولای، تر ټولو مو باید خپل صحت ډیر پام وي ځګه وجود چمن نه دی چې بیا شین شي. د خپلو ورځنیو کارونو لپاره مو مهال وېش د ژوند په خوند پوه ولای شي.

 

 

2 thoughts on “په کومو وختونو کې باید مطالعه وکړو؟ ژباړن: حمیدالله حمیدي”
  1. دیره مننه محترم حمیدی صاحب واقعا دمطالعی لپاره مناسب وخت دیره فایده لری، په قلم مو برکت شه.

  2. مننه کوم ستاسو ددی معلوماتو څخه الله موتل بریالی لره چی نور هم داسی خه مطالب مونږ ته خپاره کړی کړۍ زما یو ځل بیا توقوع پیدا شوه چی خپله د خوخی مطالعه وکړم

    ”ستاسو ورور ”شاهین

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *