تاند- د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ چې د ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، نیمروز، بادغیس، نورستان، وردک او لغمان ولایتونو هیڅ رایه یې نه ده ګڼلې.

تراوسه پوري تر ټولو ډېرې رایې د دایکنډي شمېرل شوي چې پنځوس زرو ته رسېږي. تر ټولو لږ رایې د فاریاب شمېرل شوي چې شاوخوا زرو ته رسېږي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون نن د ۲۶ ولایتونو د ۱۰ فیصده شمېرل شویو رایې نتیجه اعلان کړه. کمیسیون د لاندې ولایتونو رایې شمېرلي دي.

بدخشان شاوخوا ۲۰ زره

تخار شاوخوا ۱۳ زره

کندوز څه باندې ۳۶ زره

سمنګان څه باندې ۱۰ زره

بلخ شاوخوا ۱۳ زره

جوزجان ۲۱ زره

فاریاب شاوخوا زر

هرات ۱۴ زره

فراه تقریباً ۴ زره

غور تقریباً ۱۰ زره

سرپل تقریباً ۱۸ زره

بغلان تقریباً ۱۲ زره

پنجشیر ۲۲ زره

کاپیسا ۵ زره

پروان ۱۴ زره

بامیان ۱۷ زره

دایکنډي نژدې ۵۰ زره

کونړ نژدې ۳۰ زره

کابل نژدې ۸۴ زره

لوګر ۴ زره

خوست ۱۰ زره

غزني ۱۱ زره

روزګان شاوخوا ۸ زره

کندهار ۱۰ زره

هلمند ۳ زره

زابل څه باندې ۲ زره

هغه ولایتونه چې هیڅ رایه یې نه ده شمېرل شوي:

بادغیس صفر

پکتیکا صفر

پکتیا صفر

وردک صفر

لغمان صفر

ننګرهار صفر

نورستان صفر

نیمروز صفر

تر دې مخکې ویل شوي و چې د بدخشان، بغلان، غور، نورستان، دایکنډي، پکتیکا، وردک، غزني هغه ولایتونه یاد شوي و چې رایې یې نه دي شمېرل شوي.

په کوم ولایت کې کوم کاندید وړاندې دی؛

عبدالله؛

تخار، بدخشان، کندوز، بلخ، هرات، فراه، غور، کاپیسا، پروان، کابل، دایکنډي،

اشرف غني

سمنګان، فاریاب، سرپل، بامیان، بغلان، پنجشېر، کونړ، لوګر، خوست، زابل، روزګان، کندهار،غزني

زلمی رسول

جوزجان

شېرزی

هلمند

باور نه شي کېدای چې اشرف غني احمدزی دې په پنجشېر کې، زلمی رسول دې په جوزجان کې او عبدالله عبدالله دې په کندوز کې د رایو د شمېر له پلوه تر نورو مخکښ پاتې شي.

له همدې کبله هماغه راز چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس یوسف نورستاني وویل د انتخاباتو وروستۍ پایلې ښايي له هغه څه سره چې نن اعلان شوې، ډېر توپیر ولري.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویندوی نور محمد نور ویلي چې د ثور تر څلورمې پوري به هره ورځ په خپله ویبپاڼه کې شمېرل شوې رایې اعلانوي.

په دې خبر کې ذکر شوې شمېرې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له ویبپاڼې څخه اخیستل شوي. د کمیسیون د ویبپاڼې په شمېرو کې پر له پسې بدلون راځي. مثلاً د خبر د خپرېدو په مهال د فاریاب ۱۰۰۰ رایې شمېرل شوې وې خو اوس ۲۸ زره شمېرل شوي دي. بادغس مخکې صفر و خو اوس د دغه ولایت ۱۰ زره رایې شمېرل شوي ښودل کېږي. همداراز په پنجشېر کې اشرف غني وړاندې ښودل شوی و خو اوس عبدالله عبدالله وړاندې دی.

5 thoughts on “د انتخاباتو د کمیسیون په ویبپاڼه کې خپاره شوي ارقام”
  1. دا لیکنه مو مکمله غلطه ده. په پنجشیر کی عبدالله رایی 80% نه هم زیاتی دی. د پکتیا رایی هم شمیرل شویدی زلمی رسول په جوزجان کی مخکی نه دی. او داسی نور. . هیله کوم د کمیسون ویب سایت ته مرتجعه وکری.
    او زر یی اصلاح کری. مننه

    1. ستاسو خبره تاییدوو. دا ارقام د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په ویبپاڼه کې راغلي. البته د کمیسیون په پاڼه کې ارقام پر له پسې بدلېږي. که خبر تر پایه ولولئ دې موضوع ته مو پکې اشاره کړې ده.

  2. د تاند ویب پاڼې محترم چلوونکې ته:
    وروسته له هغه چې مي ستاسی پورته ترتیب شوی راپور ولوست، د احصایی او ګمان له کبله یی ستونزې درلودی. بلاخره دی ته اړ شوم چی د کمیسیون پاتی دنده زه ترسره کړم ترڅو د خپروشوو پایلو دقیقه احصایه د کتونکو سره شریکه کړم. تر دی دمه، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لوری ۴۷۷۶۷۵ رای د ۲۶ ولایتونو څخه شمیرل شوی دي چی ډیری (۹۲۲۲۳) یی د کابل څخه اخستل شوی دي. په دوهم پړاو کی د هرات ولایت (۵۶۷۷۳) رای، دریم پړاو کی بلخ ولایت (۳۸۵۱۵) رای، څلورم پړاو کی ننګرهار ولایت (۳۲۵۰۰) رای او په پنځم پړاو کی تخار ولایت (۳۰۲۹۵) رای قرار لري. د کمیسیون لخوا خپره شوی احصایه او فیصدی دقیقه ترسره شوي ده یواځی پدی تفاوت چی په ټولو ولایتونو کی د رای شمیرنی اولویت د هر ولایت مرکز ته ورکول شوی دي. زه ګمان کوم ددی تر شاه دوه لاملونه موجود وه:
    لمړی دا چی شاید د ارګ ماڼی لخوا ورته په همدی ډول فرمایش ورکول شوی وی ترڅو راپورته شوی حساسیونه لږ څه خاموش کړی او دوهمه دا چی په شمیرل شوو رایو کی به د درغلی اندازه تر نورو ځایونو کمه وي. ولی د قراینو څخه داسی معلومیږی چی د باقی رایو په شمیرلو سره به په ټاکل شوی فیصدۍ کی د پام وړ بدلون راشی او زه فکر کوم چی محترم اشرف غنی احمدزی ممکن د عبدالله عبدالله ځای خپل کړي. په همدی هیله

  3. په دې خبر کې وړاندې شوي ارقام دانتخاباتو د کمیسیون د ویبپاڼې له مخې وړاندې شوي دي. د انتخاباتو کمیسیون ارقام په پیل کې کره نه و وروسته یې اصلاح کړل. اصلاح شوي ارقام دلته کتلی شئ:
    http://www.taand.com/archives/23328

  4. د مساواتو په بازار کښی ارزښتونه مساوی دی
    شخصیتونه مساوی دی ټول دینونه مـساوی دی

    دلته عــدل مساوات ده، دلته عقل مساوات ده
    د امین او ګرګین دواړو، دلته اصل مساوات ده
    ټول رازونه مساوی دی ، ټول حقونه مساوی دی
    دمساواتو په بازار کښی ارزښتونه مساوی دی
    شخصیتونه مساوی دی ټول دینونه مـساوی دی

    دلته حق او نا حق دواړه پر یوه کاڼی تلل شی
    دلته خر او انسان دواړه پر یوه اصل منل شی
    دکم اصلو پردی ورا کښی اتڼونه مساوی دی
    دمساواتو په بازار کښی ارزښتونه مساوی دی
    شخصیتونه مساوی دی ټول دینونه مـساوی دی

    دا مفکوره دا تفکر ده ، دا یی علم دا دستور ده
    دمساواتو ستر نا اهــله ســترښاغـلی مفـکور ده
    د خـــــاین او اتـــــل دواړو لقـــبونه مساوی دی

    دمساواتو په بازار کښی ارزښتونه مساوی دی
    شخصیتونه مساوی دی ټول دینونه مـساوی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *