د کونړ ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه –
د کلیوبیا رغاونې اوپراختیا وزات د سرک جوړونې د پروګرام له مخې څه باندې یوویشت (۲۱) میلونو افغانیو په لګښت دماڼوګي ولسوالۍ په شمون دره کې د څلورمتره پلنوالي او (۷۶)مترو په اوږدوالي دیو پوخ اساسي پل دجوړیدلو چارې بشپړشوې او دیوشمیر مشرانو په لاسونو دپتۍ په پریکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو چې جوړیدلو یې دیادی ولسوالۍ په سلګونو کورنیو ترانسپورتي ستونزې هوارې کړی .
دکونړ والي وحیدالله کلیمزي دیادی پروژې د بشپړېدو له امله خوښي وښوده او ولس ته یې مبارکي وویله نوموړي یا ده پروژه د ماڼوګي ولسوالۍ په پرمختګ ، سولې او امن را وستلو کې یوبل مهم ګام وباله نوموړي زیاته کړه ټولو اداراتو ته مو دنده سپارلې چې دپروژو په انتخاب کې د ولس غوښتنې او لومړیتوبونه په نظرکې ونیسي او په خپل وخت یې داړوند وزارتونو سره شریکی کړي ښاغلي کلیمزي په مرستندویه اداروهم غږ وکړ چې کونړ ته خپله توجه زیاته کړ ي او په دې ولایت کې نوې پروژې پيل کړي.
دیادونې وړده چې په دې ولایت کې دکلیوبیارغاونې اوپراختیا وزارت دبېلابېلو برنامو له مخې په مرکزي سیمو او ټولو ولسوالیو کې په سلګونو پروې پلي شوي او خلکوته دګټې اخیستنې لپاره په واک کې ورکړل شوي .
نیټه۷ / ۶/ ۱۳۹۴