د کونړ ولایت سلګونو دیني عالمانو په یوه لویه غوڼده کې د امنیتي ځواکونو او نظام څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ د دیني عالمانو دغه لویه ناسته ،چې د ولایت مقام دسید جمال الدین افغان دغونډو په تالار کې تر سره شوه د کونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي سر بیره پکې د ملي شورا استازو او ولایتي شورا وکیلانو برخه اخیستې وه .غونډې ته د کونړ والي الحاج وحیدالله کلیمزي پرانیستونکې خبرې وکړې وې ویل پرته له شکه، چې ولسونه او په ځانګړي توګه دیني عالمان دسولې ،امنیت ،پرمختګ او د نظام په پیاوړ تیا کې دپام وړ رول لري او د ملي یووالي حکومت دغې مهمې برخې ته زیاته پاملرنه کړې ده او د دوي د ملاتړ او مرستې په پار یې هڅې ګړندۍ کړي دي او ولایت مقام د دیني عالمانو د ريښتیني او واقعي مرستو راجلبولو هڅې کوي څو د ولسونو او دیني عالمانو په مرسته ثبات رامنځته کړي او په ټولنه کې امنیت ټينګښت ومومي د دیني عالمانو یې وغو ښتل چې دپردیو لاسونه لنډ کړي ،دنظام په ټینګه ملاتړ و کړي او د افغان امنیتي ځواکونو سره خپلې همکارۍ زیاتې کړي .
د دیني عالمانو په استازیتوب د علماو شورا ریس مولوي عبدلرحمان ،دیني عالم سید ولي الله حنیف،مولوي رحیم الله ،مولوي محمد نقیب محسن ،مولوي عبدالغني او مولوي عبدالعزیز په خپلو ویناو کې د امنیتي ځواکونو او نظام څخه ټينګ ملاتړ اعلان کړ دوي وویل دا خاوره د اسلام ده ،دمسلمانانو ده ،مونږ په دې خاوره کې او سیږو او د دې نظام لپاره مو قرباني ورکړې ده او دا مو شرعي وجیبه ده ،چې خپل ولس ته نجات ورکړو، سمه لاره ورته وښایو، دعقیدې نه نیولې تر سیاسي اوموراتو پورې ،امنیتي ځواکونه د ولس بچيان دي د دې خاورې او ولس ساتنې لپاره قرباني ورکوي که د ولس او خاورې څخه د دفاع په لاره کې قربان شي شهیدان دي او لوی خدای به ورته لوړې درجې ورکړي.
د ملي شورا استازو حاجي سخي مشواڼي ،استاد محمد طیب عطا او د ولایتي شورا ریس جمال الدین سیار هم دغونډې ونناوال وو د ولسونو او دیني عالمانو یې وغوښتل چې د هېواد پرمختګ او ابادۍ لپاره سره یو موټي شي او دپر دیو دسیسو ښکار نه شي .