د کونړ ولایت مطبوعاتي خبرپاڼه –
کونړ والي د عالي مقام د هدایت سره سم په دغه ولایت کي د ادارو ارزونه پیل کړه او نن ورځ یې په ناڅاپي توګه د پوهنی ریاست څخه لیدنه ترسره کړه.
د لیدني پر مهال یې د یاد ریاست له مسؤلینو څخه دکونړ ولایت دښوونی او روزنی د عمومی وضعیت،شته ستونزو،ښوونکو ،کارمندانو د حاضرۍ او پلانونو په تړاو هراړخیزه پوښتنې وکړی، کونړوالي وویل چی پوهنه د ټولو پرمختګونو اساس اوبنسټ دی د معارف ریاست باید خپلی دندې په پوره صداقت،قانونیت او مسؤلیت سره ترسره کړي او دکونړ ولایت ځوانان داسی وروزي چي په راتلونکي کې د غوره ظرفیتونو په در لودو سره ولس او خاوری ته د خدمت جوګه شی.
کونړ والي وویل چې د ادارو د ارزونې پایلی به د عالي مقام سره شریکی کړي،کومی اداری چی واقعي کارکوي مسؤلین به یې مکافات او کومی چی غفلت کوي مسؤلین به یی مجازات شي.
د پوهنی رئیس دکونړ ولایت دمعارف دعمومی وضعیت،حالت،شته ستونزو او غوښتنو په اړه کونړ والي ته هراړخیزه معلومات وړاندی کړل،ډاډ یی څرګند کړ چی په دندو کې به غفلت نه کوي، وروسته کونړ والی چې دپوهنی رئیس، ولایتی شورا مرستیال او نورو مسوولینو یې ملتیا کوله د بی بی فاطمی انجونو لیسی درسی بهیر څخه لیدنه وکړه چې د یادی لیسی ذده کونکو ورسره خپلی یوشمیرستونزی هم شریکی کړی چې دکونړوالي له خوا ورته د شته ستونزو دهواريۍ ډاډ ورکړل شو ښاغلي کلیمزي په دغه اوځینی نورو برخوکې دپوهنی ریاست مسؤلینوته یې لازمی سپارښتنی وکړی.