تاند- راپورونه وايي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د بې پېلوټه الوتکو په حمله کې د داعش یا اسلامي دولت مشر وژل شوی دی.

نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې د پاکستاني سرچینو په قول وویل چې د داعش مشر شاهدالله شاهد، چې پخوا د پاکستاني طالبانو ویاند و، په کونړ ولایت کې د یوې بې پېلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت یوه ویندوی هم د شاهد وژل کېدا تایید کړه. دې ادارې ویلي چې په برید کې د داعش له ۲۴ تر ۴۵ غړي وژل شوي دي.

شاهدالله شاهد یو کال وړاندې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې مشر ابوبکر بغدادي ته بیعت وکړ او له خپل تحریکه بېل شو.

په برید کې، چې دقیق وخت یې نه دی اعلان شوی، له شاهد سره د داعش دوه نور غړي هم وژل شوي دي.

داسي ښکاري چې په وروستیو څو ورځو کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له خوا د داعش پر ضد بریدونو زور اخیستی وي. په تېرو څو ورځو کې په دې ډله باندې څو بریدونه وشول چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۶۰ داعشیان وژل شوي دي.

په تېره حمله کې په افغانستان کې د داعش مرستیال ګلزمان له څو نورو سره ووژل شو.

One thought on “په کونړ کې د بې پېلوټه الوتکې په برید کې د داعش مشر ووژل شو”
  1. ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډېر اعلی خدایدی نور هم همت ور کړی چی دا یهود یان تول له منځه یوڅی دویی یوه وحشی او دځناورو ‌‌‌‌‌‌ډله ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *