د کونړ ولایتي چارواکي په دې ولایت کې د داعش ډلې د یو قومندان په ګډون د څلور داعش وسله والو د وژل کیدو خبر ورکوي.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم ته وویل، چې تیر ماښام شاوخوا شپږ بجې افغان ځواکونو د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې د داعش ډلې پر مرکزونو هوایي بریدونه کړی چې، پر مهال یې د یادې ډلې د جلب جذب مسول قومندان داد الله په ګډون څلور داعش وسله وال وژل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو دکونړ د نرنګ ولسوالۍ په باډیل سیمه کې عملیات تر سره کړي چې پر مهال دوه داعش وسله وال وژل او هم د افغان ځواکونو لاسته ګڼ شمیر وسلې او مهمات په لاس ورغلي دي.
داعش وسله والې ډلې تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
جان اغا صالح