نیټه  ۱۹  / ۳ / ۱۳۹۴

 د کونړ ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه

وسله والوطالبانواوحزب اسلامي  مربوط  پنځه ګروپونه چې په کونړ کې یې د دولت پر ضد په بیلابیلو ولسوالیوکې وسله وال فعالیتونه ترسره کول د دولت په حقانیت دپوهيدو وروسته  د سولې شورا اوملي امنیت په ګډوهڅو د خپلو(۳۶) میله وسلوسره دسولې بهیرسره یوځای شول.

دکونړوالي وحیدالله کلیمزي د سولی له بهیر سره یو ځای شویو کسانو ته وویل خوښ یم چې تاسوددولت په حقانیت  پوهه شوئ ، دتاوتریخوالي مولاس واخیست او د سولې بهیرسره یوځای شوئ، ښاغلي کلیمزي   د دولت په نورو وسله والومخالیفینوهم غږوکړچې نوردمخالفت څخه لاس واخلي ،د سولې بهیرسره یوځای شي اودخپلونورو وروڼوترڅنګ دهیواد ابادۍ لپاره کار وکړي،کونړ والی داهم وویل چی ولایتی اداره به په دغه ولایت کی د سولی،امن اوثبات د تامین لپاره کار وکړي .

تراوسه په کونړکې (۴۱۹) تنه ددولت وسله وال مخالیفین دسولی بهیرسره یوځای شویدي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *