تاند – د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د تنر په کلي کې د شامحمود میاخېل فرهنګي او ټولنیز مرکز په نامه مرکز پرانستل شو.‌

دغه مرکز په دوه جریبه ځمکه کې جوړ شوی چې یو لوی تالار لري چې دېرش متره اوږد او اوه متر پلن دی. په یاد مرکز تر اوسه پورې خواوشا ۳.۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی چې د مرکز د مؤسس له شخصي پانګې څخه شوی دی.‌

د نوموړي مرکز مؤسس ښاغلي شا محمود میاخېل له تاند سره په خبرو کې وویل چې،‌ نوموړي دغه مرکز د ولس د تعلیمي کچې او عامه پوهې د لوړولو،‌ له ملي او نړیوالو مسایلو څخه د خبرولو،‌ په ولسي چارو کې د ولس د فعالې برخه اخیستنې او د فرهنګي او ولسي فعالیتونو د هڅولو او ځایي جرګو د ترسره کولو په موخه جوړ کړی دی.

1274477_10153652431452779_7711197249909152127_o

دغه مرکز د کانکور د تیاري،‌ انګلیسي ژبې،‌ او کمپیوټر د یو شمېر وړیا کورسونو د وړاندې کولو تر څنګ په پام کې لري چې یو لوی او غني کتابتون هم د خپلو مینه والو له پاره چمتو کړي چې د سیمې خلک او کتونکي به وکولی شي چې خپله د مطالعې تنده پرې ماته کړي.‌

د مرکز د پرانستونکې غونډې پر وخت د کابل پوهنتون استاد او د ملي تحریک ګوند مشر پوهنوال محمد اسماعیل یون وویل چې نوموړی به د شا محمود میاخېل د فرهنګي مرکز له کتابتون سره د کتابونو په برابرولو کې په خلاص مټ مرسته وکړي.‌

په افغانستان کې یو شمېرتعلیمي ادارې او د عامه ګټه اخیستنې مرکزونه او سرکونه د پخوانیو جنګسالارانو په نومونو نومول شوي دي چې د هغوی له شخصي پانګې څخه پرې څه نه دي لګېدلي.‌ په کونړ کې د افغان مبارز او سیاستوال شا محمود میاخېل فرهنګي او ټولنیز مرکز ښایي د خپل ډول له محدود شمېر مرکزونو څخه یو وي چې د سیمې د خلکو خدمت ته یې مټې نغاړلې دي.‌

One thought on “په کونړ کې شامحمود میاخېل فرهنګي او ټولنیز مرکز پرانستل شو”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *