تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن /یکشنبه/ وویل، د لشکرطیبه لږترلږه ۱۹ غړي په کونړ ولایت کې په هوايي برید کې ووژل شول.
د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې برید کې، چې د کونړ په دانګام ولسوالي کې وشو، د لشکرطیبه د تروریستي ډلې ۸ نور غړي ژوبل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم د دې حملې په ترڅ کې د لشکر طیبه د تروریستي ډلې یو بي ایم-۱ راکټ ویشتونکی، یوه دهشکه او ځینې نورې وسلې ویجاړې شوي دي.
لشکر طیبه، چې ډېر غړي یې کشمیریان او پنجابیان دي او د حملو زیات تمرکز یې په هندي کشمیر کې دی، په هند او افغانستان کې د نیابتي جګړې د پرمخ بېولو لپاره د پاکستان د استخباراتو ښی لاس ګڼل کېږي.
په همدې حال کې د ګاونډي نورستان چارواکي وايي، دغه ولایت ته د لشکرطیبه تر ۱۰۰ زیات غړي لېږل شوي څو په کامدېش ولسوالي کې د تریننګ کمپ جوړ کړي.
له بلې خوا د افغانستان دفاع وزارت نن وویل چې شاوخوا ۷۰ ترهګر په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په پراخو عملیاتو کې وژل شوي دي.
دا وزارت همداراز وايي چې په دې عملیاتو کې ۱۵ سختدریځي ژوبل شوي او ۲۰ نور نیول شوي دي.
د افغانستان حکومت او وسله وال طالبان تل یو بل ته د زیاتو مرګ ژوبلو د اړولو ادعاوې کوي خو په خپلواک ډول خبریالان د دوی ادعاوې ثابتولی یا ردولی نه شي.