نیټه ۱۰ / ۴ / ۱۳۹۴
دقطرهېواد هېوادسرې میاشتې ټولنی په مالي مټ د سرې میاشتې ادارې له خوا په زر بې وزلو کورنیو (۶) قلمه خوراکي توکي دیو لړ مراسمو په ترڅ کې د کونړوالي وحیدالله کلیمزي، امنیه قوماندان عبدالحبیب سیدخیل، سرې میاشتې ادارې ریس او یو شمېرنورو مشرانوپه لاسونو وویشل شول.
دمرستو ویشلو په وخت دکونړ والي دقطرهېواد دسرې میاشتې ټولنی له ترسره شوو مرستو څخه مننه وکړه ،د غه یې یو نیک اوپرځای کار وباله او په په ورته نورو خیریه برخو کې تری د لا زیاتی همکارۍ غوښتنه وکړه ښاغلي کلیمزي وویل په کونړ کې ډېری خلک بې وزله دي او مرستو ته اړتیالري ، په ټولو مرستندویه ټولنو او بډایه خلکو غږ وکړ چې د روژې مبارکی میاشتې په درناوي دبې وزلو لاس نیوی وکړي او ورسره مرستی ترسره کړي نوموړي خلکوته ډاډ ورکړ هڅه کوم چې دمرکزي حکومت اونړیوالو مرستندویه ټولنو زیاته توجه راجلب کړم څو د دی ولایت اړو او بې وزله کورنیو سره مرستی ترسره کړي هغه زیاته کړه یوشمېر مرستندویه موسیسو اوخیریه ټولنو دمرستو ډاډ راکړی چې د دی ولایت د اړو خلکو سره به یې ترسره کړي.