د افغانستان د مالیې وزیر پروفېسور محمد همایون قیومي ،کلیو او پراختیاوزیر مجیب الرحمان کریمي ،لوړو زده کړو ورازت سرپرست وزیر عبدالتواب بالا کرزی او اوبو او برېښناوزارت سرپرست وزیر ګل محمد خلمي او ترانسپورت وزارت مرستیال کونړ ته د سفر په ترڅ کې د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو د سوداګرۍ لوی مرکز جوړېدو او د غاښي پاس سړک د جغل اندازۍ چارو پیلولو ترڅنګ د نجارۍ لوی فابریکه،د حسابدارۍ انسټیټیوټ او ساینس مرکز ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارلې .
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي د (۹۲۶) نهه سوه شپږ ویشت میلیونو افغانیو په لګښت یې دوه مهې پروژې پیل او درې نورې ګټې اخیستنې ته وسپارلې، نوموړي وویل د خصوصي سکتور په چوکاټ کې د (۴۱۰) میلیونه افغانیو په لګښت د نجارې فابریکې د پوهنې وزارت په اډانه کې د دوست هېواد هندوستان په مالي مټ د (۲۷) میلیونه افغانیو په لګښت د حسابدارۍ انسټیټیوټ او د پوهنې وزارت د (۳۰)میلیونه افغانیو په لګښت د ساینس مرکز پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
همدا راز د کونړ والي وویل چې د لومړي ځل لپاره یې د خصوصي سکتور په همکارۍ په دې ولایت کې (۴۵۰) میلیونه افغانیو په ارزښت د قېمتي او نیمه قېمتي کاڼو د نندارې او سوداګرۍ لوی مرکز د بنسټ ډبره کېښوده،چې دملي اقتصاد په پیاوړیتا او خلکو ته بوختیاوو برابرولو په برخه کې به مهم رول ولوبوي
کونړ والي زیاته کړه! د مرورې ولسونو سره د کړې ژمنې په اساس د کلیو او پراختیا وزارت (۹٬۲) نهه اعشاریه دوه میلیونه افغانیو په لګښت یې د مرورې ولسوالۍ له مرکز نیولې تر غاښي پاس پورې د (۲۲) کیلومتره سړک د جغل اندازۍ چارې هم پیل کړې،چې د زرګونو کورنیو ترانسپورتي ستونزې به راکمې شي
ښاغلي میرزکوال دکابینې له وزیرانو څخه د مننې ترڅنګ وغوښتل چې په دې ولایت کې د بنسټيزو پروژو پلي کېدو په برخه کې مرسته او همکاري وکړي .